غوښه وخورئ خو ترڅنګ یې سلاد مستې او تازه مېوه مه هیروئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ وږی، ۱۳۹۷ل): طبیعي خبره ده چې په لوی اختر کې د غوښې خوراک په بېلا بېلو ډولونو کیږي، د لا پروایئ پر مهال د انسان روغتیا زیانمنوي، چې په بدن کې د کولیسترول او د وینې فشار کچه لوړوي.

که څه هم غوښه د یو شمېر ګټو څخه برخمنه ده، چې له شک پرته د روغتیا او ژوند دواړو لپاره تر ډیره اړینه ده، مګر هر څه کې باید میانه رويي وساتل شي، ځکه چې ډیر داسې ګټور خوراکونه دي چې د لا پروایئ او له اندازې زیاتو خوړلو پر وخت یې له ګټې تاوان ډیر وي.

د زیاتې غوښې خوړلو له کبله په بدن کې د یورک ایسډ او بندونو ستونزې زیاتیږي، په خوله کې د غوښې زیات ژوول د غاښونو ناروغي رامنځه کوي، ددې سربېره هم ځينې داسې خلک شته چې خپلې ناروغۍ له پامه غورځوي خو بیا هم په خوراک کې میانه روي نه کوي چې له سختو ستونزو سره مخ وي.

خو که غواړئ له غوښې څخه رامنځته شوي زیانونه له منځه یوسئ نو په خوراک کې مو سلاد/سبزي او مستې اړینې وګرځوئ، ځکه چې په سبزئ کې شته ویټامنونه او منرالونه د بدن غوړ او ګرمایش کچه متوسط ساتي، چې کولیسترول نورمال ساتي او انسان د خیټې ناروغۍ، په ځانګړي ډول قبض او معدې ستونزو څخه ژغوري.

ددې لپاره کورنی سلاد په ځانګړي ډول بادرنګ ډیر اړین دي چې د پوستکي سره وخوړل شي، ځکه چې خیټه ژر ډکوي او د معدې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي، همدا ډول د بادرنګ خوړلو سره د غوښې په خوراک کې هم میانه رويي کیږي، همدا ډول په سلاد کې باید د بادرنګ سربېره رومیان، مولۍ، ګازرې او لیمو هم استعمال شي، په مرسته یې د هاضمې سیستم فعالیږي او له بدهضمۍ څخه مو ژغوري.

ددې ترڅنګ تازه مستې چې تور مرچ او مالګه په کې ګډه شي، د غوښې په هضمولو، د معدې په سوزش او تیزابیت له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د سلاد او مستو ترڅنګ د میوې استعمال هم ګټور دی، که د لوی اختر پر مهال د مالټو موسم وي باید همداسې وخوړل شي او یا یې شربت جوړ شي، ځکه چې تازه میوه بدن ته انرژي ورکوي او ددې په ریښو کې د بدن فایبر فعالیږي چې د هاضمې سیستم فعالوي.

پاملرنې:

باید په پام کې ولرئ چې د ډيرې مودې لپاره په فریج کې غوښه پرینښودل شي، ځینې خلک د څو میاشتو لپاره د قربانۍ غوښه په فریج کې ږدي او استعمالوي، طبي پوهان وایي چې د دریو اوونیو نه زیات په فریج کې غوښه پریښودل د ناروغیو لامل جوړیږي.

د هغو کسانو لپاره چې غوښه ډیره خوري باید وروسته ترې لږ تر لږه لس دقیقې مزل وکړي، د شپې لخوا د عام او ساده خوراک نه وروسته هم پلي مزل کول اړین دي خو د غوښې خوړلو په صورت کې باید د ورځې هم له خوراک وروسته پلي مزل وشي، ځکه چې په دې سره بد هضمي او د معدې نورې ناروغۍ نه رامنځته کیږي.

د غوښې بېلا بېلو ډولونو خوړلو نه وروسته د ګازي څښاک پر ځای شین چای تر ټولو اړین دی، ځکه چې دا بدن کې د کولیسترول کچه لوړولو ته نه پریږدي، او د وینې جریان متوسط ساتي، همدا ډول د شین چای استعمال د زړه ناروغانو لپاره هم ګټور دی.

د غوښې د استعمال پر وخت یا د قربانۍ اختر کې د غاښونو ځانګړې پاملرنه کوئ، ځکه چې د غوښې خوړل غاښونو ته زیان رسوي، او یا د غوښې وړې ریښې د غاښونو منځ کې ننوځي، چې د وخت په تېریدو سره د غاښونو درد او له ورۍ څخه وینه راوځي.