
فاریاب: چهلګزي کې لسګونه عسکر د طالبانو تر بریدونو لاندې دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وږي، ۱۳۹۷ل): د فارياب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې سلګونه عسکر له څه مودې راهیسې د طالب سرتېرو تر محاصرې لاندې و، چې نن سهار يې ځايي چارواکو د خلاصون خبر ورکړ.
د فاریاب ځايي مسؤلینو وویل، چې دغه محاصره عسکر يې قیصار ولسوالۍ ته روغ رمټ رسولي، خو طلوع نیوز د ځايي سرچینو په حواله وايي چې دغه تښتېدونکي عسکر د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي دي.
د سرچينې په وینا د دې کاروان د عسکرو شمېر چې ۳۵۰ تنو ته رسېږي، د فاریاب په چهلګزي کې د طالبانو له کمین سره مخ شوي، ګڼ يې وژل شوي او ګڼ نور ژوندي ورک دي.
طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي، تر اوسه يې درې ټانګونه او اوه موټر ویجاړ کړي او پنځه نور يې سلامت نیولي دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې جګړه د چهلګزي ولسوالۍ په چهارشنبه سیمه کې له غورماچ نه د راتښتېدلو عسکرو پر کاروان وشوه، چې اته تنه يې وژلي او شپږ يې ژوندي نیولي دي.
تر دې کمین وروسته دغه عسکر په چیچکتو سیمه کې د طالبانو له بل کمین سره مخ شوي او د طلوع نیوز په حواله د مازیګر تر څلورو بجو لا هم جګړه روانه وه.
ځینو رسنیو په کمېن کې د ښکېلو عسکرو په حواله ويلي، چې شاوخوا ۳۰ عرادي نقلیه وسایط ترې طالبانو نیولي او لسګونه عسکرو يې وسلې پر ځمکه ايښې، خو طالبانو يې رسماً پخلی نه دی کړی.