د اشرف غني په غوښتنه روسیې د موسکو غونډه وځنډوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۷ل): د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن ولسمشر اشرف غني د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف سره خبرې وکړې او د هغه څخه یې غوښتنه وکړه چې د موسکو ناسته دې تر هغو وځنډوي تر څو افغان حکومت او روسیه په ګډې همکارۍ سره د ورته ناستې لپاره چمتووالی ونیسي او بیا یې په ګډه کوربه توب او مدیریت هم وکړي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د سولې په اړه تر ټولو مهمه او اصولي خبره داده چې باید د افغانانو په مالکیت وي.

په خبرپاڼه کې راغلي: « په دې خاطر چې اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکیت سوله ده په پام کې ونیول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، باید په پوره همغږۍ ورته امادګي ونیول شي، نو د دغو ناستو موثریت به زیات کړي».

اشرف غني پر روسیې ټینګار کړی چې دغه اصول په افغانستان کې د پایداري او سرتاسري سولې لپاره نړیوالې ټولنې او په افغانستان کې د خلکو بیلا بیلو اقشارو په مشوره جوړ کړي دي چې باید په پام کې ونیول شي.

د خبرپاڼې سره سم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ورته ویلي چې مونږ هم د افغانانو په مالکیت سوله غواړو او په دې اړه همکاري ته چمتو یو.

خبرپاڼه زیاتوي: «په دغه ټیلفوني مکالمې کې تصمیم ونیول شو چې د لا زیاتې امادګۍ او موثریت په خاطر به مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي، افغانستان او د روسیې دولت به په ګډه د دغې ناستې مدیریت او کوربه توب وکړي».

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان حکومت په روسیه کې د افغانستان په اړه د کانفرانس پر ضد موقف نیسي، بلکې تر دې وړاندي يې هم ورته کانفرانسونه تحریم کړي او یا یې هم د نورو افغانانو مخه نیولې چې په ازاده توګه ګډون په کښي وکړي.

څو ورځې وړاندي د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي وه چې طالبانو ددوی غوښتنه منلې او د سیاسي دفتر ځیني اعضا به د موسکو په کانفرانس کې ګډون کوي.

د سولې عالي شورا تر دې وړاندې د افغان سولې په اړه د مسکو ناسته ګټوره بللې وه، خو د امریکا له ‏مخالفت وروسته د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت هم له دغې ناستې سره مخالفت وښود او د نه ګډون ‏پرېکړه يې کړې ده.‏

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د