افغانستان ایرلینډ ته د توپ اچونکو پر مټ ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په لومړی یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان لوبډلې ایرلینډ لوبډلې ته د توپ اچونکو پر مټ ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ کې چې د ایرلینډ په کوربه توب ترسره شوه، ایرلینډ لوبډلې د ۲۲۸ هدف په دفاع کې یوازې ۱۹۸ منډې جوړې کړې او سیالۍ یې د ۲۹ منډو په توپیر وبایلله.

افغانستان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه، چې نه یوازې اوپنر ویکټې (حضرت الله ځاځي خپله لومړی یو ورځنۍ سیالۍ کې ۱۴ منډې جوړې کړې)، یې ژر له لاسه ورکړې، بلکې پر ګلبدین نائب او رحمت شاه شته فشار دوی ته ورو پېل ورکړ.

ګلبدین او رحمت د ۵۳ منډو ملګرتیا وکړه، چې وروسته رحمت شاه د ۲۹ منډو په جوړولو وسوځېد او توپوهنې ته حشمت الله شهیدي راغی، نوموړي د ګلبدین سره ښه ملګرتیا وکړه خو نائب د ۶۴ منډو په جوړولو خپله ویکټه له لاسه ورکړه، نوموړي ۹۸ توپونه ولوبول او ۶ څلوریزې یې ووهلې.

دا مهال د افغانستان په ۳۶ اورونو کې ۱۵۵ منډې وې، چې د ستر هدف ټاکلو لپاره شاټونو ته اړتیا وه، خو حشمت الله د نیمه سلیزې وهلې نه وروسته وسوځېد، له ده وړاندې اصغر افغان ۲۵ چټکې منډې جوړې کړې او وسوځېد،چې نبي توپوهنې ته راغی خو د یوې منډې په جوړولو یې خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

له ده وروسته شفق او افتاب ۱۱-۱۱ منډې جوړې کړې، چې په مرسته یې ایرلینډ ته د ۹ لویغاړو په سوځېدلو ۲۲۸ منډې هدف وټاکل شو.

په ځواب کې افغانستان لوبډلې ته افتاب عالم او مجیب الرحمن ښه پېل ورکړ چې پر ایرلینډ لوبډله یې فشار وساته او د زیاتو منډو جوړولو فرصت یې ورنکړ، همدا و چې تکړه سټرلینګ د افتاب او لوبډلمشر پورټرفیلډ د نائب لخوا وسوځول شو.

وروسته محمد نبي او نائب ښه توپ اچونه وکړه، چې په مرسته یې ایرلینډ توپوهونکي سترو منډو ته پرینښودل شول، راشد خان چې په وروستیو کې توپ اچونې ته راغی پخپلو لومړي ۹ اورونو کې له ویکټې اخیستلو محروم و خو په وروستي اور کې یې دوه لوبغاړي وسوځول او په همدې ډول یې ایرلینډ سره د یو ورځنیو سیالیو بریاوو حساب برابر کړ.

د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ تر دې دمه ۱۸ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوي چې ۹ ایرلینډ او ۹ افغانستان ګټلې دي، خو په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان وړاندې والی لري.

د افغانستان لخوا تر ټولو ښه توپ اچونه لومړی مجیب الرحمن او بیا افتاب عالم ترسره کړه، دواړو لوبغاړو اقتصادي توپ اچونه وکړه او هم یې پر سیال لوبډلې تر پایه فشار وساته، مجیب په ۱۰ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیسته، افتاب عالم په ۹ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

سربېره پر دې محمد نبي پخپلو ۱۰ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې ۲ ویکټې یې واخیستې، راشد خان ۹.۳ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې ۲ لوبغاړي یې وسوځول او ګلبدین نائب په ۱۰ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیسته.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سیالۍ په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي چې اټکل کیږي په دغه سیالۍ کې به محمد شهزاد هم ګډون کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د