fbpx

ویټالټي بلاسټ: د راشد خان او ظاهر خان لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار موندلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په کاونټي سیالیو (ویټالټي بلاسټ) کې د راشد خان لوبډله سسیکس شارکس او د ظاهر خان لوبډله لنکا شایر نیمه پایلوبو ته لار موندلې ده.

که څه هم راشد خان په کوارټر فاینل سیالۍ کې د خپلې لوبډلې سره یوځای نه و، خو شونې ده په نیمه پایلوبه کې چې د ستمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره کیږي ګډون وکړي، له بل پلوه ظاهر خان په کوارټر فاینل کې د خپلې لوبډلې برخه وو چې په مرسته یې لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

راشد خان اوسمهال د خپلې ملي لوبډلې سره د ایرلینډ پر وړاندې پر سیالیو بوخت دی، چې په ۳۱مه نېټه به پای ته رسیږي، نوموړي تېره شپه د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې دوه ویکټې واخیستې او بریا یې خپله کړه.

په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې څلور افغان لوبغاړي په بېلا بېلو لوبډلو کې ولوبېدل، چې محمد نبي د لیسسټر شایر او مجیب الرحمن د همپشایر لوبډلو برخه وو، ددوی داوړو لوبغاړو ښې وړتیا ښودلو سربېره یې لوبډلې له یادو سیالیو بهر شوې دي.

پاتې شوې د راشد خان او ظاهر خان لوبډلې، د ستمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د سسیکس او سومریسټ لوبډلو ترمنځ او ورپسې په یاده نېټه د لنکا شایر او وورسیسټر شایر لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه افغان لوبغاړي په یادو سیالیو کې ښه ثابت شوي، چې هم یې اقتصادي توپ اچونه کړې او هم یې ویکټې اخیستې دي، په ځانګړي ډول ځوان ظاهر خان چې یو شمېر نړیوالو مبصرینو یې په هکله مثبتې تبصرې ورکړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د