روغتون هم لويه درسګاه ده

احمدګل ریان

دا خو به مو ضرور اورېدلي وي چې د قبرونو زيارت کول موعظه ده، انسان ته مرګ او آخرت وريادوي او زړه نرموي، مطلب لوی عبرت او درس ترې اخلي. په دې اړه ډير احاديث روايت شوي دي.

له ټولو مخکې لوی درس او د زړونو اصلاح په قرآن کريم کې ده، الله تعالی فرمايي: « يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ.»   يعني تاسې ته د الله تعالی له لوري موعظه/نصيحت راغلی، د زړونو لپاره شفا پکې ده او د مؤمنانو لپاره هدايت او رحمت دی.

قرآن کريم تر ټولو لوی وعظ او نصيحت دی، خو شته ځينې خلک چې له قرآن کريم څخه هم درس نه اخلي؛ ځکه چې په زړونو کې يې قساوت وي، الله تعالی د دوی په اړه په يو آيت کريمه کې فرمايي: «كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ»  يعني په زړونو يې د بدو عملونو له امله مهر لګول شوی، چې حتی د قرآن کريم په اوريدو هم پکې شعور نه پيدا کيږي.

د طالب العلمۍ په مهال مو يو استاد يوه ورځ په نصيحت کې راته ويل: په اونۍ کې يوه ورځ بازار ته تلل هسې هم نه پرېږدئ، ښه دا ده چې د درس اخيستلو په نيت لاړ شئ، چې ثواب مو هم په نصيب شي؛ ځکه چې بازار کې د ژوند په مختلفو برخو کې له ځان نه ټيټ او کمزوري خلک وينو (ګوډ، ړانده، بې لاس او بې پښو خلک)، چې په دې سره سړی په خپل حالت شکر باسي او شکر ايستل هم د الله تعالی په نعمتونو کې اضافه راولي او هم ثواب لري.

د هسپتال/روغتون په اړه مې يا څه اورېدلي نه دي او يا مې ممکن له ياده وتلي. ډير ځله روغتون ته تللی يم، خو ايمرجنسي وارډ (بيړنۍ مرستې خونه) مې نه وه ليدلې؛ ځکه خو پکې چندان درس او عبرت اخيستلو ته هم نه وم متوجه شوی.

د تيرې هفتې په ورځ مې شوخ ماشوم (سعيد احمد) د جامو وينځلو چالان ماشين سره لوبې کولې چې د چپ لاس د منځنۍ ګوتې لومړی بند يې ترې غوڅ کړی و، ډير په بيړه مې ګڼو کلينکونو ته يووړ، بالاخره مې د ملکي روغتون په ايمرجنسي خونه کې د درد ستنې او پټۍ لګولو ډاکټران وموندل، (د استاد شپون په طرز د منجاور احمد په اصطلاح ټپ پوهان).

په دې خونه کې عجيب حالت و. د ډيرو کورنيو د اختر خوښۍ په غم او درد اوښتې وې. په ځينو د چکرونو او منظرو شوقي ځوانانو باندې موټرسايلکونو پښې، لاس او يا سرونه مات کړي وو، ځينو ماشومانو، لکه زما سعيد، د شوخۍ په مهال ټپونه خوړلي و، ځينې سوزلي او……، لنډه دا چې له، هله ډاکټر صاحب!، وۍ مورې، واخ، آه، وای خدایه دا څه راوشول، له دغسې زړه بوږنونکو غږونو پرته بل څه نه اوريدل کيدل.

خدای شته غوني مې ځيږ شول، زړه مې ضعف ته نژدې وو، لاسونو کې مې حرکت تقريبا نشت و، خو سعيد ته د تسلي ورکولو له امله مې ځان مجبورا ټينګ او غيرتي کړ. ماما مې، چې د مرستې په موخه راسره وو، سعيد ته يې د جوس ډبی ورکړ، نور يې په زغرده راته کړه چې دلته نشي پاتې کيدای، له کوټې بهر به مې انتظار کوي.

يو داسې احساس مې په سر کې دورې وکړې، چې ممکن بل چيرته مې نه وای درک کړی. درد مې حس کړ، زړه مې سلګۍ سلګۍ شو او ژړغونی شوم، سا مې تر ډېره ژوره نه تله، لنډه لنډه ښکته پورته کېده، زړه مې وسوزيد او ډبرين حالت يې داسې والوت لکه ژبغړاندې لمبې چې د وچ لرګي سپکې پخې هوا ته پورته کړي او د نه تعبيريدونکي ترحم سيلابي څپې مې په رګونو کې دومره په زور تيرې شوې چې د سخت زړيتوب ټوټې يې لکه د نيزونو په څير د بدن له څنډو هم واړولې.

نن درېيمه ده، خو دا حالت مې لا هم له دماغو نه دی وتلی او لا مې هم هره شېبه د درد و غم، زوال او فنا انځورونه د سترګو په وړاندې دي، چې ډيرو ناليدلو، نا ويلو او نا اوريدلو حالتونو ته يې متوجه کړی يم. ممکن دغه عملي درس او عبرت مې تر ډيره وخته په دماغو کې پاتې شي او ژر به مې د ځوانۍ او قوت نا څاپي زوال، مرګ او آخرت له ياده ونه وځي.

نو ځان ته مې وويل چې: که دې زړه سختېده، ژړا دې ورکېده، د درد احساس او ترحم دې يوازې په لفظونو کې پيژندل، په ځوانۍ او قوت غاره شوې، د اعضاؤو زوال او فنا دې هيره شوه، مرګی دې له ياده ووت او توجه دې په دنياوي ژوند مرکوزه شوه؛ نو بايد ضرور ځان روغتون ته ورسوې؛ ځکه چې روغتون هم لويه درسګاه ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

احمدګل ریان صاب:بې له شکه چې روغتون یوه درسګاه دا مګر کوم شعور چې انسان په اتلس کلنۍ او مسافرۍ پس له واده نه نکړی زده، هغه یواځې د زندان نه وروسته د روغتون په څلور کونجه دیوالو کې زده کوﺉ شی، بیا هم ښکلی معلومات و الله پاک دې ټولو مسلمانانو سره د اخرت فکر پیدا کړی