فاریاب ولايتي شورا: چهلګزي کې طالبانو ۱۶ عسکر ژوندي نیولي

تصویر؛ له ارشیفه؛ د طالبانو له ویډیو اخیستل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وږي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ولايتي شورا وايي طالبانو د دې ولایت په چهلګزي کې ګڼ عسکر وژلي او ۱۶ يې ژوندي نیولي دي.

طالب ځواکونو پرون د چهلګزي په چهارشنبه سیمه کې پر هغو عسکرو برید وکړ، چې په وینا يې له غورماچ ولسوالۍ نه په تېښته و.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هاشمي ازادي راډیو ته ويلي، چې په سیمه کې د عسکرو مړي او سوځېدلي نقلیه وسایط پاتې دي.

طالبانو په دې جګړه کې د ۱۲ عسکرو د وژل کېدو او ۱۴ نورو د ژوندي نېول کېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو پر رسمي پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې جګړه کې يې چې تر تېر مازیګره يې دوام وکړ، اته عرادي ټانګونه او موټر نیولي او د خپلو لسو تنو ملګرو د مرګ ـ ژوبلې پخلی يې کړی.

سید عبدالباقي وايي چې په دې جګړه کې ۲۰ د اردو عسکر ټپیان شوي او تر شلو پورې پوځي نقلیه وسایط يې په سیمه کې پرېيښې دي.

د فاریاب چارواکي وايي چې د بهرنیانو په مرسته يې محاصره عسکر د طالبانو له ګوتو ویستلي او دعوه کوي چې ۲۵ تنه طالب سرتېري يې وژلي دي.

د ولایتي شورا یو بل غړی نادر سعيدي ويلي، چې بهرنیانو له عسکرو پر پاتې نقلیه وسایطو بمبار کړی او لا هم په سیمه کې سوځېدلي پراته دي، هغه وايي غورماچ ولسوالي بشپړه د طالبانو په لاس کې ده.

د دې شوار مشر محمد طاهر رحماني وايي چې په جګړه کې ۳۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۶ زرهي ټانګونه، ۷ رینجر موټر او ګڼې سپکې او درنې وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې.