
غزني: خلک د پولیسو له بد چلنده شکایت کوي، والي ډاډ ورکوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وږي، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د طالب سرتېرو له خونړۍ حملې وروسته د ښار د څنډو اوسېدونکي د پولیسو له چلنده شکایت کوي.
د غزني ښار ته څېرمه د پښتون اباد کلي اوسېدونکی د نوم نه ښودو په شرط وايي، چې پولیس يې د پلټنې په پلمه ځای ځای دروي او څو ځلې يې د موبایل د اخیستو هڅه هم کړې ده.
هغه وايي ګام پر ګام د پولیسو ځنځيرونه دي، هغه نور مو ښه ویني چې نورو تلاشي کړو، خو بیا مو هم ودروي او په پوچو خبرو او ټيله کولو سره مو د واسکټ جېبونه ګوري.
دا چلند وروسته له هغه توند شو، چې غزني امنیه قومندانۍ پخپله فیسبوک پاڼه په فیسبوک کې د غزني د حالت خپروونکو ته ګواښ وکړ.
د قومندانۍ په ګواښ لیک کې راغلي و، چې که څوک په غزني کې د «دښمن» په ګټه د غزني وضعیت ترېنګلی وښيي نو زندان ته به ولېږي.
د غزني د والي ویاند بیا پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې والي له قومندان سره خبرې کړې او د پولیسو د بد چلند په اړه يې د جدي اقداماتو امر ورته کړی دی.
په غزني کې د جګړې له امله حکومت ته دروند ځاني زیان واوښت، خو د دې تر څنګ د ملکي تلفاتو ګوته هم بهرنيو او کورنیو هوايي او ځمکنیو ځواکونو ته نېول کېدله.
له جګړې وروسته چې په غزني کې تلیفوني شبکو کار وکړ، اوسېدونکو يې د حقایقو خپرولو ته دوام ورکړ، خو ښار مېشتي فیسبوکي فعالان د امنیه قومندانۍ له لوري وګواښل شول.
د غزني د والي ویاند عارف نوري له رسنیو سره په خبرو کې دا هم وویل، چې دوی کور په کور د پلټنې هوډ لري، خو د ښار اوسېدونکي وايي چې حکومت د خپلو تلفاتو انتقام له ولسي وګړو اخلي.