افغان پریمیئر لیګ: د ګېل او افریدي په ګډون به یو شمېر ستر لوبغاړي ګډون وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ په عربي متحده اماراتو کې تېره شپه د تجارتي لیګ (APL) د لوبډلو نومونو او د نښانو (Logo) ښودلو لپاره ځانګړي مراسم جوړ کړی وو.

ویل کیږي چې په دغه لیګ کې ځینې مشهور لوبغاړي لکه د شپږیزو باچا کریس ګېل، بوم بوم شاهد افریدي، برینډن میکولم، انډري رسل، شین واټسن، شعیب ملک او داسې نورو سترو لوبغاړو د بولۍ لپاره له وړاندې خپل نومونه راجستر کړي دي.

د راپورونو پر اساس تېر ماښام د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق ستانکزي رسنیو ته وویل چې د افغان پریمیئر لیګ سیالیو لپاره له څلور سوو څخه زیات لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده چې پورته یاد شوي لوبغاړي به هم په کې ګډون وکړي، نوموړي زیاته کړه چې ډیر ژر به د یاد لیګ د لوبغاړو اخیستلو بولۍ هم ترسره شي.

اټکل شوې وه چې په تېر ماښام مراسمو کې به د ټولو پنځو لوبډلو مالکان په ډاګه شي، خو تر دې دمه یوازې د دوه لوبډلو مالکان په ډاګه شوي او درې يې لا هم پاتې دي چې د کرېکټ بورډ په وینا د هغې مالکان به هم ډیر ژر په ډاګه شي.

ستانکزي د پلورل شویو لوبډلو په اړه وویل، د پکتیا لوبډله د وي راک Vrok Mobiles India  شرکت له لورې او د بلخ لوبډله د Legendary Man Entertainment Private Limited شرکت له لورې اخیستل شوې ده، خو د کابل، کندهار او ننګرهار لوبډلې لا هم مالکان نه دي په داګه شوي.

په دغه سیالۍ کې به د بولۍ لپاره لوبغاړي په څو برخو وویل شي، چې تر ټولو غوره لوبغاړي به یې په آیکن برخه کې، دویمه برخه د ډایمنډ لوبغاړي، درېیمه برخه د ګولډ لوبغاړي او څلورمه برخه د ایمرجینګ لوبغاړي دي، چې هره لوبډله به لږ تر لږه ۱۷ او ټول ۲۰ لوبغاړي ولري، د هرې کټیګرۍ لوبغاړي به یې بېله بیه لري.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان پریمیئر لیګ لومړۍ مرحله به د اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه پېل او درویشتمه نېټه پای ته ورسیږي، چې ټولې به په کې ۲۳ سیالۍ ترسره شي او کوربه توب به یې د عربي اماراتو شارجه لوبغالی کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د