فیسبوک د برمايي پوځ د لوی درستیز او څو پوځي مشرانو حسابونه بند کړل

د برمايي پوځ لوی درستیز، مېن اون هینګ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وږي، ۱۳۹۷ل): فیسبوک د برمايي پوځ د وحشت په اړه د ملګرو ملتونو د راپور له خپرېدو وروسته د برمايي پوځ د لوی درستیزې او څو نورو مشرانو فیسبوکي حسابونه بند کړي دي.

فیسبوک نه دي ويلي چې د دې مشرانو حسابونه يې ولې بند کړي، خو دا اداره وروسته له هغه دا ګام اخلي چې ملګرو ملتونو پخپل راپور کې د لوی درستیز په ګډون د ځينو پوځي مشرانو د څارنې غوښتنه هم کړې وه.

بې بې سې وايي، فیسبوک د برمايي پوځي مشرانو اتلس فیسبوکي حسابونه او ۵۲ پاڼې بندې کړې، چې شاوخوا ۱۲ میلیونه څارونکي يې لرل.

د بودايي پوځيانو د وحشت د پلټنې په موخه د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې ويلي، چې ځينې پوځي جنرالان باید د جنګي جنایت له امله محاکمه شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په برما کې بودايي پوځیانو پر مسلمانو مېرمنو ډله‌ییز جنسي تېري کړي، وژلي يې دي او ان ژوندي يې پر اور سوځولي دي.

د دې پلاوي مشر مارزوکي داروسمن په جینوا کې یوې غونډې ته وویل، د برمايي پوځ له لوري د انسان د سپکاوي، ذلت او ژوندي سوځونې جرم اصلاً توجیه نه لري.

هغه د برمايي پوځ د لوی درستیز استعفا وغوښته او ټينګار يې وکړ چې باید سمدستې له دندې وشړل شي.

په دې راپور کې د پوځ شپږ جنرالان هم د محاکمې وړ بلل شوي او یادونه شوې چې باید محاکمه يې پیل شي.

برما چې د مسلمانانو لپاره د هند او چین پر څېر متشدد هېواد بلل کېږي، د انګ سان سوچي په نوم سیاسي مشرې يې د نوبل د «سولې» جایزه هم اخیستې ده.