افغانستان

برېښنا شرکت: راتلونکي کال کې به له ازبکستانه زر مېګا واټه برېښنا وارده شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وږي، ۱۳۹۷ل): د برېښنا شرکت مسؤلین وايي راتلونکي میلادي کال کې به له ازبکستان څخه زر مېګا واټه برېښنا را وارده کړي.

د دې شرکت ویاند وحيدالله توحیدي امریکا غږ ته ویلي، چې دغه برېښنا به د سرخان – پلخمري له لارې افغانستان ته وارده شي.

هغه ويلي په همدې موخه له ازبکستان څخه راغلي پلاوي له دوی سره لیدلي او د دې پروژې اړوند يې ورسره خبرې کړې دي.

افغانستان ټوله ۱۶۰۰ مېګا واټه برېښنا لري، چې ۶۰۰ د هېواد خپله او زر مېګا واټه له نورو هېوادونو واردوي، چې ۳۰۰ مېګاواټه يې له ازبکستان څخه وارده شوې.

توحيدي وايي، د زر مېګاواټه برېښنا د پروژې پیل به له سروې او د پروژې له ډیزاین وروسته پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا نااهله مزدوران كه حساب وكى د دا سو كلونو د وارداتى برق په پيسو يي كولاى شواى چى سو بندونه دبرق جور كى.خو سه وكي دا بيچارگانوخو خپل ناموس،غيرت،ايمان،وجدان،وطن….هر سه پلورلى دى يوازى د خپلو جيبو أو د غاصبينو د خوشحالولو په فكر كى دي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x