fbpx

اسیايي اولمپیک سیالۍ: منصور سروري افغانستان ته دویم مډال وګاټه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۷ل): په اندونیزیا کې د روانو اسیایي اولمپیک سیالیو کې د افغانستان لوبغاړي منصور سروري په غیږو نېولو لوبو کې افغانستان ته له خالد هوتک وروسته دویم مډال وګاټه.

د ۹۰ کېلو ګرامه وزني لوبغاړو په غیږو نیولو (Kurash) سیالیو کې منصور سروري په لومړي پړاو کې خپل ایراني سیال، دویم پړاو کې کازاقستاني سیال، درېیم پړاو او کوارټر فاینل کې خپل ترکمنستاني سیال ته ماتې ورکړه او افغانستان ته یې د برونز مډال وګاټه.

منصور سروري له دې وروسته خپل ازبکستاني سیال سره په نیمه پایلوبه کې مخ شو، تر څو افغانستان ته د سپينو زرو مډال هم وګټي خو اوزبکستاني سیال منصور سروري په لس-صفر مات کړ او یوازې د برونز مډال یې په خپل نوم کړ.

له دې وړاندې په اسیایي اولمپيک سیالیو کې خالد هوتک د مارشل ارټ په (ووشو) سیالیو کې د افغانستان لپاره د برونز مډال ګټلی و.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لخوا په اسیایي اولمپیک سیالیو ۱۸م پړاو کې د ګډون لپاره د افغانستان ورزشي لوبغاړي په بېلا بېلو برخو کې د ۱۹ روزونکو په ګډون ټولټال ۷۹ نارینه او ښځینه لوبغاړي لوبیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د