
غازي بِلاد / فکرمل طالب
په ستړي یاد باندې غزلې لیکم
درد او فریاد باندې غزلې لیکم
دخپل ولس دحال پوښتنه کوم
جنګ زنده باد باندې غزلې لیکم
کچکول منم د ملنګۍ ګرځوم
مغرور شمشاد باندې غزلې لیکم
سپینه ماڼۍ باندې لړزه راولم
غازي بِلاد باندې غزلې لیکم
شعر شاعري مې د ولس ژباړه ده
د حق بنیاد باندې غزلې لیکم
غمي د اوښکو ټولومه په کې
ګرېوان آباد باندې غزلې لیکم
د وخت ناخوالو زَورَولی یمه
دسکون باد باندې غزلې لیکم
طالبه زه دې مئین کړی یمه
ستا استعداد باندې غزلې لیکم
تاریخ لیکونکي ورته هیڅ نلري
په استشهاد باندې غزلې لیکم
د یار د وصل مختصره لار ده
ستونزمن اِعداد باندې غزلې لیکم
د “فکرمل طالب” آرزو شهادت
تک سپین جهاد باندې غزلې لیکم