fbpx

ښه سړی او بد سړى

حماد ماليار

ښه سړی

پيژني به ښه صفت او بد صفت په څه سړى!؟؟
راشه معرفي کړم درته بد سړى او ښه سړى..!!

نېغ چې د قرآن او د سنّت په لاره يون کوي
خوښ مې دى له زړه نه په والله چې بس هغه سړى

پاس دى، د توحيد او د جهاد په لارو چارو کې
ټولو کړاٶنو ته له ورايه اماده سړى

نه خوري د څاروي غوندې په هره خوا، له هر پټي
نه اٙوړي د ظلم او ستم په دېواله سړى

نر سړى، د کار سړى، بيدار سړى، هوښيار سړى
مخامخ ولاړ وي د غيرت په دروازه سړى

غاړې ته يې هم قطار قطار ګلونه واچوه
ځان ورته لوګى کړه، که له دين نه ځارېده سړى

وګوره چې اوښکې يې په کومه ځي او څنګه ځي
وګوره د مينې په درد سر په زنګانه سړى

راشه لږ خو ځير شه دې “حماد ماليار” ته وګوره
څومره دى په مات زړګي خوړلى بېلتانه سړى

بد سړى

بد نه دى، مذموم نه دى د لنډ قامت او قد سړى
راشه معرفي کړم درته ښه سړى او بد سړى

ځان چې له شرکياتو او بدعاتو څخه نه ساتي
بد لګي په ما باندې والله چې سل فيصد سړى

خلاص دى له ايمانه، مسلمان به ورته نه وايئ!
غواړي چې له سرو، تورو کفارو نه مدد سړى

غټه، لويه خېټه يې پردو خوړو ته ايښې ده
پروت دى د حرامو، نارواٶ په سرحد سړى

ننګ، غيرت چې نه لري، پردو ته سرټيټي کوي
سود مې دى له وخته په مرګي او په لحد سړى

زړه يې له کينې نه غير بل څه ته لاره نه کوي
دام کې د ذلّت دى تړل شوى په حٙسٙد سړى

پاکه يارانه ګوره ښه کلکه دښمني غواړي
يار کېدلى نه شي له رقيب سره بلد سړى

دلته پيدا کيږي ميم زور مٙا ټوله زما والا
نشته مې ترڅنګ حماد مالياره!! د مقصد سړى

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د