fbpx

پرې رپي سپينې جنډې

شاعر: عبدالقدوس فاتح

د چا به ورور وي د چا يار پرې رپي سپينې جنډې

دلته چې وينمه مزار پرې رپي سپينې جنډې

موريې اوس هم لارې څاري چې شايد راشي بيرته

په ځوی يې خاورې دي أمبارپرې رپي سپينې جنډې

ناوې يې سره لاسونه ناسته ده خبره نه ده

چې شهيد شوی يې دلدار پرې رپي سپينې جنډې

ها چې پرون يې کتاب خلاص شو بيا يې ماته راکړ

لاخو يې زوړ نه دی يادګار پرې رپي سپينې جنډې

يتيمه هو پلار دې شهيد شو ، هالته لرې خښ دی

ستا له وړو خبرو ځار پرې رپي سپينې جنډې

دا د يوه سنګر ملګري وو ډرون ورژول

دا چې یې وينې چې قطار پرې رپي سپينې جنډې

له سترګو اوښکې څڅوي داسې له درد څخه ډک

فاتح ليکلي پرې أشعار پرې رپي سپينې جنډې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د