fbpx

پښتونولي او ننواتې

لیکنه: فضل ربانی قاضی زی

د پښتونواله یا پښتونولي په اړه د موږ ډیرو تکړه او فاضلو لیکوالانو پوره او په ډیر تفصیل سره لیکنې کړي لکه چې د پښتونولي ټوله دنیا د دوی په ذهن او سترګو کې پرته وه. زه به هسې له دوي پسې د دوي وږی ټول کړم، ښکاره خبره ده چې نور د ویلو څه ندی پاتې او دا مقاله به د دوي د لیکنو د یوې کرښې سره هم جوګه نشي خو بس هسې غوښتل مې چې دا سپیځلی نوم تازه وساتم.

په دې موضوع کې د پام وړ خبر دا ده چې پښتانه په نړۍ که یواځنۍ هغه قوم دی چې تر بل هر څه نه دوي د خپل روایاتو او خپل منځي عرف سره زیاته مینه او دلچسپي لري. ځکه دوي ته د ډیر اهمیت له امله دا ټول عنوانونه را لنډ کړي او یوه کلمه یې ورته وضع کړې ده او د هغې کلمې ډیر زیات احترام او لحاظ لري. هغه کومه کله ده؟ د پښتونولۍ سپیڅلې کلمه ده. د پښتنو په نزد دا هغه کلمه ده چې د دوي ټول کړه وړه، پښتني خویونه او عادات، پښتني دودونه او عنعنات او سربیره له دې پښتني قوانین، حقوقي تعاملات په کې پراته دي.

پښتانه هغه قوم دی چې د اسلامي قوانینو تر څنګ ځانته جلا قوانین لري، تر ځایه به دا هم سمه خبر وي چې کله کله تربل هر قانون نه خپل قوانینو ته ژمن او پرې ولاړ دي. دا قوانین دوي ته تر بل هرڅه نه معتبر او د ویاړ او فخر سبب یې هم ګرځیدلي، لکه څنګه مو چې مخکې وویل دې قوانینو کې د دوي د ژوند ټول کړه وړه ښه او بد په لمن کې لري.

پښتونولي، پښتونواله، پښتونګولي دا ټول هغه وییونه یا کلمې دي چې د پښتنو په بیلابیلو سیمو او ګړدودونو (لهجو) کې د پښتنو لخواه ویل کیږي. که څه هم د لیکلو او تلفظ بټه یې په سیمو کې بیله ده خو د ده نوم د ننه خویونه، عادات او قوانین یې په ټولو پښتنو کې یوسان د ټولو د منلو وړ او فخر سبب دي. د پښتونواله یا پښتونوالي په نوم باندي هم د ځینو لیکوالانو اختلاف نظر پروت دي، ځینې اصلی بڼه پښتونواله ګني او ځینې بیا پښتونولي بولي. که څه هم پښتونولي لفظ د بهرنیانو لخواه هم استعمال شوي خو بیا هم ډیری په پښتونواله اتفاق نظر لري، د پښتو تشریحي قاموس ته په کتو پښتونواله، پښتونولي او پښتونګولي دا ټول يه یو مفهوم او معنی راغلي. خو دا چې لفظآ کوم توپیر پروت دي مخکې مو هم وویل چې دا د ګړدودونو (لهجو) توپیر بللی شو.

که چیرې ورته ځیر شو نو خپله پښتونواله کلمه یو ترکیبي وییي (کلمه) ده چې پښتو + واله نه جوړ شوی، واله په پښتو کې وروستاړۍ دی – لکه د کلي څخه کلوال یا کلیواله، مشرق څخه مشرقی واله، بنګړیواله او داسی نور …. دلته یواځې په کار ده چې د پښتونوالۍ په اصلي معنی او مفهوم باندې پوه شو.

ارواښاد استاد قیام الدین خادم په خپله پښتونولۍ تر سرلیک لاندې مقاله کې د پښتونولي په اړه لیکي : “پښتون د یو قوم نوم دی او کله چې ووایو پښتونولي نو معنا یې ده: د پښتون د کلمې ټول هغه محتویات، معنویات او صفات چې یو شخص ورباندې متصف شي، نو پښتونولي یې بولي.”

ارواښاد استاد پوهاند رښتین لیکي: لوړ همت، زړورتیا، ازادي، د مظلوم مرسته، کلک عزم، د خاورې ساتنه، دینداري، سخاوت، ناموس پالنه، په ژبه او په وعده ټینګ دریدل، ساده ګي او زیار کې د پښتونوالي لازمي صفتونه دي او رښتیني پښتون هغه دی چې د دغو صفتونو خاوند وي.

نو په عامه معنی پت، عزت، ننګ او غیرت، رښتینولی او صداقت، لوړ همت او زړورتیا، شجاعت، سخاوت ښیګڼه او نیکي، توره، وفا او وعده او هغه ټول انساني اوصاف پښتونولي په لمن کې لري.

په پښتونواله یا پښتونولي کې خوار ډیرې خبرې پرتې دي چې دلته به یې د پښتني دودونو او عنعناتو یو وږی باندې څو کرښې ولونو. پښتني دودونو او عنعناتو ته ډیر زیاد احترام د پښتنو په زړونو کې شته چې د دغو دودونو یوه څانګه یې ننواتې دی. زه پوره یقین لرم چې د ننواتی نوم سره نه یواځې پښتون بلکې د منطقې هر قوم هر وکړي به اوریدلی وي حتا پرانګیان هم ورسره آشنا دي.

د یوه ګناه یا بدی د بښلو لپاره د چا عذر کړل او کورته ورتلل په پښتني دود کې ننواتې بلل کیږي.

په پښتنو کې اکثر بدی یا دښمني چې ډیره اوږده او مسلسل دوام لری نو که چیرې څوک وغواړي چې نور دې بدی یا دښمنۍ شخړو او ستونزو ته د پای ټکی کیږدي او دا شخړې نور پای ته ورسیږي، نو مقابل طرف یا لوري ته په ننواتې ورځي، او عذر وړاندې کوی چې ځینې وخت له همدې امله شخړې پای ته رسیږي. په ننواتې سره داسې قطع کیږي چې بل هیڅ دستور دومره موثر نه واقع کیږي. ننواتی په پښتنو کې خورا زیات اهمیت لري او په دې کې که د مقابل لوري هر څومره ډیر تاوان چې وی نو هم ترې تیریږی.

ننواتې ځانته اصول او قوانین هم لري، هغه دا چې مقابل لوری ملا، سپین ږیریو جرګه او یا تورسرې به نورو ته لیږي او هغوی ته به د ده له خوا عذر کوي او معمولآ به وایي چې هغه نور له تاسره بدی نه غواړي، پښتانه د ښځو پلو ډیر محترم ګڼي او هیڅکله یې تش نه پریږدي. او بل دا چې مدعی په خپله د دښمن کور ته په ځانګړو مراسمو (پړی په غاړه واښه په خوله) ورشي. مطلب دا چې خپله ملامتي منلې او عفوه او بښل غواړي.

او اکثرآ ډیرې لوې بدی او دښمنۍ له همدې ننواتې له لوري حل کیږي او سوله منځ ته راځی. ننواتې نه منل د پښتنو به نزد ډیر لوی کبر او ډیر ناوړه خصلت دی چې هیڅ کله هیڅ پښتون ورته نشی تیاری دی، په ننواتې سره د عمرونو بدی او د ډیرو سرونو بدل بښل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د