طالبانو په هالنډ کې د سپکوونکو کارټونو خپرېدل غندلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): طالبانو هم په هالنډ کې د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام په شان د سپکاوي کوونکي کارټون خپرېدل او مقابلې جوړېدل په کلکو ټکو غندلي او دا يې د نړۍ د دينونو او ټولنو ترمنځ د کرکې او نفرت زياتېدو لامل بللي دي.

طالبانو همدارنګه له اسلامي هېوادونو، اسلامي کنفرانس او نړيوالو ټولنو غوښتي، چې د اسلام د ستر پيغمبر په شان کې د توهينوونکو کارټونو او هڅو مخنیوی وکړي او د نړۍ د وګړو ترمنځ د نفرت پيدا کېدو او زياتېدو مخه ونیسي.

طالبانو هالنډ ته هم خبرداری ورکړی، چې دغه ډول ناوړه کړنې يوازې د دوی شيطاني او مکاره څېره نړۍ ته روښانه کولی شي، بله هېڅ ګټه او لاسته راوړنه نه لري او د پيغمبر علیه الصلاة والسلام ستر شان ته هېڅ زيان نه شي رسولی.

په تېرو وختونو کې هم ډنمارک، فرانسې او ځينو نورو لويديځو هېوادونو کې د پيغمبر عليه السلام په شان کې توهينوونکي کارټونونه خپاره شوي، چې د مسلمانانو زړونه يې دردولي، خو د اسلامي هېوادو واکمنانو تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اخيستی او نه يې هم د دغه ډول ناوړه کړنو د مخنيوي لپاره څه هڅې کړي دي.

غربي هېوادونه او حکومتونه دغه ډول ناوړه کړنې  د بيان ازادي په نوم توجيه کوي، په داسې حال کې، چې په غرب کې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د يهودانو د ټولوژنې سربېره ګڼ شمېر داسې موضوعات شته، چې څوک پرې د څرګندونو حق نه لري، خو د مسلمانانو د زړونو دردولو لپاره د بيان ازادي بهانه لټوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د