په هالنډ کې د اسلام د ستر پيغمبر علیه السلام په شان کې د سپکاوي سيالي ترسره کيږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): د نړۍ اسماني دينونه په دې متفق دي، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بشريت په تاريخ کې تر ټولو پاک، سپيڅلی او محترم شخصیت دی، په دغسې حال کې د هالنډ د پارلمان يوه وکيل د پيغمبر علیه السلام په شان کې د سپکاوي کوونکو کارټونو سيالي جوړولو اعلان کړی دی.

سره له دې، چې نړيوالې او اروپايي ټولنې په خپلو تړونونو او قوانينو کې د اديانو په احترام ټينګار کوي او ديني مقدساتو ته سپکاوی جرم بولي، خو د هالنډ د پارلماني وکيل له لوري د سپکوونکو کارټونو د مخنيوي لپاره يې کوم ګام نه دی اخيستی.

د ترکيې په استانبول ښار کې د اسلامي همکاريو سازمان د بشري حقونو څانګې دغه جوړېدونکې سيالۍ د کرکې او نفرت خپرولو هڅه بللې ده.

د اسلامي همکاريو د سازمان له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې د هالنډ له حکومته غوښتنه شوې، چې د اسلامي مقدساتو پر وړاندې د سپکوونکو هڅو سمدستي مخنیوی وکړي؛ ځکه دغه ډول ناوړه کړنې د ۱.۶ ميلياردو مسلمانانو د زړونو ځورولو لامل ګرځي.

که د هالنډ حکومت د دغې ناوړې سیالۍ انعقاد ته اجازه ورکړي، نو دا به په نړيواله کچه د نړۍ د خلکو ترمنځ کرکه او نفرت زيات کړي.

د اسلامي همکاريو سازمان د بشري حقونو څانګې ويلي، چې په هالنډ کې د پيغمبر عليه السلام په شان کې سپکاوی کوونکي کارټونونه خپرول د ټولو مسلمانانو د زړونو د ځورولو لامل ګرځي او دا کار د نړيوال تړون د بشري حقونو د مدني او سياسي برخې د شلمې مادې څرګند مخالفت دی.

په اعلاميه کې راغلي،چې د هالنډ حکومت په دې نه خلاصيږي، چې له دغه ډول کارونو ځان بې طرفته وښي، په داسې حال کې چې د نړيوال قانون د بشري حقونو سياسي او مدني قانون وايي، چې ټول دولتونه د کرکې او نفرت خپرونو پر وړاندې د مخنيوي مسووليت لري.

د هالنډ د پارلمان وکيل خيرت فيلدرز د خپل افراطي «د هالنډ د ازاديو ګوند» له لوري د کارټونو د سياليو جوړولو اعلان کړی دی. په دغه سيالۍ کې به له دوو سوو زيات رسامان ګډون کوي او د ګټونکي  لپاره لس زره ډالره جايزه ټاکل شوې ده.

د خيرت فيلدرز ګوند د هالنډ په پارلمان کې له ۱۵۰ څخه شل څوکۍ ګټلي او د هالنډ دوهم ستر ګوند بلل کيږي.

د پاکستان غبرګون

د پاکستان لومړي وزیر عمران کې  د دغه هېواد د مشرانو جرګې ته د وينا پر مهال د پيغمبر عليه السلام په شان د سپکاوي هڅې غندلي او د مشرانو جرګې هم د رايو په اتفاق دغه هڅه غندلې ده.

عمران خان ويلي، چې له دوهمې  نړيوالې جګړې وروسته د یهودانو د ټولوژنې «هولوکاسټ» په اړه هېڅوک د څرګندونو حق نه لري؛ ځکه چې دوی پوهيږي، له دې څرګندونو یهودان ځوريږي، خو د مسلمانانو د مقدساتو په اړه بيا دغه اصل ته درناوی نه کوي.

د يادونې وړ ده، چې د پيغمبر عليه السلام په شان کې د لومړي ځل لپاره توهينوونکي کارټونونه په ۲۰۰۵ کې خپاره شول، ورپسې فرانسې او ځينو هېوادونو کې هم دغه ډول ناوړه کارونه ترسره شول، خو تر اوسه د اسلامي هېوادونو مشرانو په دې اړه کوم ګام نه دی پورته کړی او د لومړي ځل لپاره د پاکستان لومړي وزير عمران خان ویلي، چې دغه موضوع به د اسلامي هېوادونو په کنفرانس او ملګرو ملتونو کې راپورته کړي.

تبصرې (8)

  • وقتی که طالبان با روس ها امریکائی ها مذاکرات کنند و فیصله علمای اندونیزیا ؛ عربستان سعودی ؛ افغانستان و سایر کشور های اسلامی را قبول نکند همرای کفار نشست و فصیله ان هارا قبول کند پس بعید نیست که هالند هر عمل بد را در مقابل اسلام و مسلمانان بخصوص وحشی ها طالب نمایند

    • هلکه ته خو په خبره هیڅ نه پوهیږې! افغانستن خو داسې خلکو مردار که چې يا په خبره نه پوهیږي او یا غلا وې کوي !! د اسلام سپکاوی او دیوې سیاسي موضع حلول دوه مختلف جهتونه دي !!

    • جانصاخب

      تعلیق نهایت بدور از عقل و منطق نوشتید البته مطمین ام که عاری از قوه تحلیل و خالی از عقل نمی باشید ولی حقد و کینه ای که با طالبان درارید شما را واداشته چنین هرزه سرایي کنید.

    • يك جان ديگر را هم من ميشناسم افغان است ولى إز اسلام منكر و طرفدار قوانين كفرى است اكثر نامها به شخصيت شخص صدق ميكند. قسميكه آدم (ع)پدر انسانست،جان پدر شيطانست.دولت سعودى،افغانستان و..... نوكر و مزدور اند فيصله مزدور اهميت ندارد زيرا تصميم گرفتن به دست بادار است بايد همراه بادار فيصله شود.اينكه امروز اين هالندي نجس و كافر اين كار را ميكند إز ضعف طالبان كرام ويافيصله أين وان نيست بلكه ازضعف ان دولتهاى منافق و مرتد است كه بنام مسلمان هستند واز نظام إسلامي و جارى شدن حدود شرعى در ترس اند ورنه اين ملعون هالندى چنين جرات نميكرد

  • اقای جان من!
    لطفاً اجازه بدهید از شما خواهش کنم که دهن تان را ببندید.

  • ډېره ترخه مسئله ده.
    ۱-هالنډ او ډنمارک د سامری د فکری شومو نقشو د ازمایښت ځالی دی.
    ۲-نن سبا هر مؤمن او مسلمان د یو ډول ګناه مرتکب شویدی، پدې کی شک نسته.
    له بلی خوا هر ډول خواشینې پېښه چه یو مسلمان ورسره مخ شی د ګناهونو کفاره ګڼل کیږی
    دا خواشینی او مصیبت چه هر څومره لوی وی په هغه اندازه ئې د کفارې د ایجاد قدرت ډېر وی بناً د پېغمبر علیه السلام په وړاندی ددې ابلیس د بچانو ګوستأخی هم یو مؤمن ته یو ډول روحی شکنجه ګڼلې کیږی چه ددې ژوری شکنجې تحمل خپله یو ډول ثواب او د ځینو ګناهونو زوال او امحاء ګڼلې کیږی.
    ۳- د څو سوو میلونو انسانانو عقیدې ته توهین به د مغرب زمین د هغو پوچو ادعاګانو د بطلان ثبوت وی کوم چه د بشر د حقوقو په چیغو ئې خپل پلید ستونی څیرلی دی.
    ۴- دا ډول کړنی به د شیطان د واده د شپې غوندی د خوښۍ او خوشحالۍ ډکی شېبې وی کوم چه شیطان او پیروان ئې په څپو کی مست مست کیږی خو دا د خوښۍ!! شېبه به سبا یا بل سبا یا بله ورځ شیطان او پیروانو ته په ابدی غم واوړی، هغه شېبه چه شیطان ئې د وقوع په حقانیت پوهیږی خو جاهل پیروان ئې ترې غافل ساتلی دی.
    ۵- #####
    ۶- داسی ښکاری چه استعمار ګران یو ځل بیا دا ډول تحریک آمېزه کړنی تر سره کوی څو ځینی متحجر او مزدور کسان دېته وهڅوی چه د غچ! پنوم ځینی ړانده تروریسټی عملیات تر سره او نړیوالو ته وښئی چه ګوندی اسلام د ترور دین دی.
    ۷- موږ فقط د اسلام پیروان یو، د اسلام د دین مالک او غاور فقط الله سبحانه و تعالی دی بناً فقط دومره وایو چه:
    حسبنا الله و نعم الوکیل. او بس.

  • کله چې هم په اسلامي نړۍ کې اتفاق رانشي هیڅ کله هم مسلمان له داسي ځورونو بچ کیدای شي که چېرته اوس مسلمانان په یوه اتفاق وای منظم پوځ یې لرلای او دیوه خلیفه تر امر لاندي دي وای پولي او حدود یې په منځ کي نه وای او ټوټې ټوټې نه وای نو هیڅ کله یهود نصارا او نړۍ نورور کفارو دا جرأت نه شوای کولای چې زمونږ د ګران محبوب حضرت محمد ص توهین وکړي او بله داچې مونږ مسلمانان اوس ډېر مذبذبه شوي یو له ولسمشره نیولي تر عادي فرده نو باید مذبذبیت له منځه ولاړ شي او اتحاد اتفاق وشي او دغو منحوسو او منفورو کفارو ته ددوی د هر اسلام ضد اقدام په مقابل کې غاښ ماتوونکی ګذار ورکړ شي.

  • انسان وژنه د الله په نزد تر شرک ورسته تر تولو لوی گناه ده.
    افغان وژنه بس کری ظلم بس کری چی الله تعالی پر مسلمانانو ورحمیگی.