ایا افغانستان به نن خپله سلمه یو ورځینۍ سیالۍ وګټي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د ایرلینډ پر وړاندې خپله ۱۰۰مه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي، چې محمد شهزاد به هم د یادې سیالۍ برخه وي.

نن د ایرلینډ په کوربه توب افغانستان د کوربه لوبډلې پر وړاندې د سیریز په دویمه خو په ټولو یو ورځنیو لوبو کې خپله سلمه لوبه ترسره کوي، چې نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې پېل کیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ څخه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې افغانستان د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اپريل په ۱۹مه نېټه خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړې وه چې د ۸۹ منډو په توپير يې ګټلې وه.

په دې لس کلن مزل کې ګڼ شمېر لوبغاړو د افغانستان استازیتوب وکړ چې افغان اتلانو په ټولو ۹۹ ترسره شویو لوبو کې ۵۲ ګټلي، ۴۵ يې بايللي او ۲ لوبې بې پايلې پای ته رسېدلي دي.

د ایرلینډ پر وړاندې افغانستان تر دې دمه درې ځلې د یو ورځنۍ سیالیو په سیریز کې مخ شوی دی، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لمړی سیریز ۲-۲ مساوي، دویم سیریز ۳-۲ د افغانستان په ګټه، خو دریم سیریز ۲-۱ د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په ګټه په تیر ۲۰۱۷ م کال کې ترسره شوی دی.

له دې پرته په ټولو ۱۸ سیالیو کې چې دواړه لوبډلې مخامخ شوي ۹ یې ایرلینډ او ۹ یې د افغانستان په ګټه تمامې شوې دي.

په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان لوبډلې ایرلینډ لوبډلې ته د ۲۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه، خو په دغه سیالۍ کې شهزاد محمدي د بندیز له امله ګډون ونشو کړای، اوس په دویمه سیالۍ کې د هغه ګډون یقیني دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د