fbpx

د هالنډي ګستاخ څخه څنګه بدل واخلو؟

مطمئن افغان

د هالنډي ګستاخ څخه بدل د هغه د مرسته کونکي څخه واخلئ

دا مو په وس نه ده پوره چې هالنډ ته پسې ورشو

دا مو په وس نه ده پوره چې زمونږ په هیواد کې شته هالنډي عسکر ووژنو ځکه بې وسه يو

دا مو په وس نه ده پوره چې د مطلق کافر سره مقابله وکړو ځکه څه نه لرو

خو ای تاسې خبر یئ؟

چې د دغو ټولو کافرو مرسته کؤنکی زمونږ په څنګ کې دی؟

زمونږ سره فی الحال په دښمنی اخته دی ؟

د دغې مرسته کؤنکي سره جګړه ډېره ارزانه او بې مصرفه ده؟

زه به یې درته ووايم

د مسلمه امت احساس لرونکيه ځوانه د هالنډي ګستاخ مرسته کؤنکي څه چې اصلې ترتيب جوړؤنکی #شيطان علیه اللعنة دی

که غواړې له هالنډي ګستاخ بدل واخلې نو په خپل شیطان تعرض وکړه

ځوانه

دا مقابله خورا اسانه او بې مصرفه ده

الهي احکام په ځان عملي کړه

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت په ځان کې را ژوندي کړه

ايا ته خبر یې چې کله ته خپل رب د توبې په سجده پریوزې شیطان څرنګه سوځي؟

ايا ته خبر یې چې کله ته یو سنت په ځان عملي کړې شیطان ته څومره زور ورکوي؟

ايا ته خبر یې چې ستا د بې لارې کولو دپاره شیطان څومره کوښښ کوي ؟

ځوانه که له دې خبر شې نو يقيني یم چې کله به هم هالنډ ته د ګستاخ د وژلو دپاره دتللو ارمان ونکړې بلکې مدام به د دا خپل شیطان په تعرضونو کې مغلوب ساتلی وي

ځوانه

شيطان چې کله د نبی عليه السلام د امتي په بې لارې کولو کې کامياب شي زیات خوشاليږي همدا راز که ناکام شي له اندازې زيات خفه کيږي

علماء کرام وایي چې انسان کله بسم الله الرحمن الرحيم ووایي شیطان داسي ويلي کيږي لکه ګيلټ /کلایي چې په اور کې ويلي کيږي

نو چې صرف د بسم الله ويل شیطان ته دومره زور ورکوي څه فکر کوې چې ستاپه وجود کې د الهي احکامو له وجود او د نبوي سنتو د شتون څخه به څومره اور پرې بليږي؟

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی(فهیم)
میلمه
عبدالولی(فهیم)

هو همداسی ده هغه بی دینه دی الله ج هلاک کړی ځکه مونږ نه شوو کولی چی د هغه کافر څخه غچ واخلو که چیری مونږ ځانونه د اسلام په جامه سمبال کړو نو د کفاروبه خپله زاره وچوی او مخونه به یی تور شی لکه چی تور دی.

pattang
میلمه
pattang

که زمونږ پیشوا ژوندی وی ددې کار اجازه به یې نه وه راکړې !! پریږدۍ چې هر کار وکړي ! زمونږ له قهر او خفګانه هغه فاسد خوند اخلي نو دا خوند مه ورکوۍ !!