د رسول الله ﷺ د څو لویو دښمنانو انجام

حامد افغان

قرانکریم کې الله جل جلاله رسول الله ﷺ ته امر کوي چې د الله له امر سره سم حق روښانه کوه، له مشرکینو مخ اړوه، د سپکاوي او ګستاخي کوونکو لپاره موږ کافي یو، إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ. [الحجر: 95] شيخ عبدالرحمن بن سعدي رحمه الله وایي یعني څوک چې د رسول الله او پر هغه د نازل شوي دین سپکاوی كوي د هغو سزا به الله ورکوي او هغه یې کافي دی، بله دا چې د هغو سپکاوی او ګستاخي دوی ته هیڅ تاوان نه رسوي.

دا راز یوه قدسي حديث کې راغلي دي الله جل جلاله فرمایي: څوک چې زما له دوست سره دښمني کوي؛ هغه ته زما د جګړې اعلان دی. مَن عادى لي ولياً فقد آذنتُه بالحرب. رواه البخاري. او ښکاره خبره ده چې انسانانو کې انبیاء علیهم الصلوة والسلام د الله جل جلاله لومړۍ درجه دوستان دي. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او بل هر نبي دښمني او سپکاوی ګواکي الله جل جلاله سره د جګړې اعلان دی، او الله سره په جګړه کې هیڅوک نه دې بريالي شوي او نه به بریالي شي.

په ځانګړې توګه رسول الله ﷺ سره دښمنی او د هغه سپکاوی (العیاذ بالله) هغه بدمرغه کړنه ده چې کوونکی یې الله د دنیا او اخرت له تباهي او هلاکت سره مخامخ کوي. په دې برخه کې ډېرو سرونه خوړلي او د الله له قهر او غضب سره مخ شوي دي، دلته د اسلام تاریخ ته ورګرځو، د څو داسې کسانو د ژوند انجامونه او پایلې په لنډه توګه رااخلو چې هغوی د رسول الله ﷺ سرسخت دښمنان وو او په دې دښمني کې نامراده شوي او هلاکت سره مخ شوي دي.

(1) ابو لهب بن عبد المطلب: نوموړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره و، د قرانکریم په المسد سورة کې الله د لمبو او اور زېری ورکړی دی، دی د رسول الله په دښمني کې تر ټولو مخکې و او الله تر ټولو سخته سزا ورکړه، کافر له دنیا ولاړ او د بدر له لویې غزا اوونۍ وروسته هلاک شو.

(2) أبو جهل بن هشام المخزومي: دا قران وهلی د قریشو لوی مشر و، د اسلام ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو په دښمني کې هغه ته رسول ا لله د دې امت د فرعون لقب ورکړی و، ده شپه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت مخکې خنډونه جوړول او هر وخت یې د هغه په هرخلاف له هرې وسیلې کار اخیست، خو د مسلمانانو د دوو تنکیو ځوانانو په لاس د بدر په لویه غزا کې هلاک شو.

(3) عُقبة بن أبي مُعيط: دی هم د کفر له سرخېلانو شمیرل کیدی، او دا هغه بدمرغه انسان و چې مکه کې د بیت الله خواته رسول الله صلی الله علیه وسلم د سجدې حالت کې و او ده د پسه لری او ګندګۍ په څټ کې ورواچول! دی هم له دنیا کافر ولاړ او د بدر په لویه غزا کې هلاک او ووژل شو.

(4) النضر بن الحارث : دی د قریشو لوی تاجر و، مختلفو هیوادونو ته به د تجارت لپاره تلی، لکه د روم او ایران لويو ښارونو ته ، له هغه ځایه به یې د رومیانو او فارسیانو ادبي او کلتوري کیسې راوړې، آن دومره هم ویل کیږي چې کلیله او دمنه هم ده عربي ته راوړې دي، مکه کې به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته دعوت ورکوه او قران به یې ورته تلاوت کوه، ده به له هغه وروسته همدا خپلې کیسې ورته بیانولې او ورته ویل به یې چې قران پخوانۍ کیسې دي او له هغه نه دا زما کیسې ښآیسته دي. دی هم بدر په غزا کې ووژل شو.

‏‎(5) العاص بن وائل: دی هم د اسلام او محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم له سترو دښمنانو نه و، د المریم سورت کې د ده په باره کې ایتونه راغلي دي او الله د اور او جهنم زېری ورکړی دی ، دی د بدر له غزا مخکې هلاک او وژل شوی دی.

(6) أُبي بن خلف: د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلام له خورا سرسختو او خطرناکو دښمنانو نه و، ده په مکه کې قسم کړی و چې زه به محمد ( صلی الله علیه وسلم) وژنم، یوه ورځ له رسول الله سره مخامخ شو او ورته کړه یې: زه یو ښایسته آس لرم، هره ورځ جوار ورکوم او ډېر ښه یې ساتم ، د دې لپاره چې تا به پرې وژنم، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: زه به تا وژنم، که د الله خوښه وه، د احد غزا کې هغه رسول الله په نېزه وواهه، ډېر کم خوږ شو، خو ډېرې لويې رمباړې یې وهلې، چا ورته وویل: دومره خوږ نه یې او دومره چېغې وهې؟! ده ورته وویل: ما ته محمد ویلي و چې وژنم به دي، قسم دی که هغه لاړې پرې راتوپ کړې وی هم وژلی به یې وم. او له هغه واره سره ومړ.

(7) الأسود بن المطلب : دا زوی مړی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له سختي دښمني سره له هغو سترو کفارو نه دی چې هر وخت به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو سپکاوی کوه، هغوی پورې به یې پسخندونه وهل او پوچې او سپکې خبرې به یې کولې، دلته چې کوم ایت موږ راواخیست: (إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ) دا هم په ځانګړې توګه د ده او څو نورو په باره کې نازل شوی دی. ویل کیږي ده ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ښېرا وکړه، نو داسې ناروغي پرې ولګیدله چې مخ یې تک تور شو، اوبه به یې څښلې خو پرې مړیده به نه، او تږی مړ شو. ځیني روایاتو کې راغلي چې جبریل علیه السلام یې ګېډې یا سر ته اشاره وکړه، او له هغه مړ شو. مطلب الله په سپک مرګ مړ کړ.
‏‎
(8) الوليد بن المغيرة: دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لویو دښمنانو نه دی، ویل کیږي د لومړي ځل لپاره ده رسول الله صلی الله علیه وسلم ساحر وباله، د المدثر سورت کې د ده په اړه ایتونه راغلي دي او الله د اور زېری ورکړی وی، دی د بدر له غزا مخکې کافر مړ شو.

(9) أُمية بن خلف : نوموړی د اسلام، مسلمانانو او رسول الله صلی الله علیه وسلم مشهور او خطرناک دښمن و، ده به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم چرته ولید، د سپکاوي په نیت به یې په سر او سترګو اشارې ورته کولې او د (ويل لكل همزة لمزة) سورت د ده په باره کې نازل شوی دی، دا بدمرغه قریشي مشر د بلال رضي الله عنه بادار و، او د اسلام په منلو سره یې بلال ته خورا زیات زحمتونه او تعذیبونه ورکړل ، خو د الله پرېکړې بېلې دي ، همدا د اسلام ستر ګستاخ دښمن د بدر په مبارکه غزا کې د همدې بلال بن رباح رضي الله عنه په لاس ووژل شو.

(10) الحارث بن الطُّلاطِلَة: دی هم له هغو کسانو نه و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دښمني کې تر ټولو مخکې وو او داراز هر وخت به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپکاوي کاوه. ابن هشام، البلاذري او نور مؤرخین لیکي چې دی هم له هغو پنځو کسانو نه دی چې د (إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ) ايت یې په باره کې نازل شوی دی ، دی هم په سپک او ناڅاپي مرګ د بدر له غزا یوه ورځ مخکې مړ شوی دی.
ماخذونه: سیرة ابن هشام ، انساب الاشراف البلاذري، اللؤلؤ المکنون للعازمي

د انبیاوو سپکاوی او قراني لارښوونې

د قران کریم له مختلفو ایتونو معلومیږي چې الله هر قوم ته نبي رالیږلی د هغه مخالفت شوی دی او د هغه سپکاوی شوی دی، هغه د خپل قوم او ولس د شتمو او د واک خاوندانو له خوا له مختلفو ستونزو او کړاوونو سره د هغوی له خوا له سپکاوي او ګستاخي سره هم مخ شوی دی، لکه قرانکریم وايي: دوی ته به چې هر رسول راتلی دوی به خامخا د هغه سپکاوی کوه. (وَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ) [الحجر: 11]. داراز بل ایت کې راغلي دي الله جل جلاله فرمايي: د بندګانو پر حال افسوس دی ، دوی ته به چې هر ځل رسول راتلی دوی به خامخا د هغه سپکاوی کوه. (يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ) [يس: 30].

لکه مخکې مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګستاخانو په اړه خبرې وکړې، د دوی په سپکاوي او ګستاخي باندې طبعا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپه کیدی لکه یوه ایت کې راغلي الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايي: موږ پوهیږو چې د دوی په خبرو ستا سینه تنګیږي. نو د رسول الله د تسلي او ډاډ لپاره هغه ته الله جل جلاله فرمايي: ستا نه مخکې هم د رسولانو سپکاوی شوی دی، نو دوی چې د کوم شي سپکاوی کوه هغه په هغوی باندې بېرته مسلط شوی دی. (وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ) [الأنعام: 10].

د رسول الله ﷺ سپکاوي سره د مومن چلند

د انبیاوو علیهم الصلوة والسلام د سپکاوي کوونکو په اړه الله جل جلاله په قرانکریم کې یو محکم قانون بیان کړی دی چې هغه تاریخي کره ثبوتونو هم لري او په نن زمانه کې هم کره او ثابت دی، قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايي: ستا نه د مخکې رسولانو هم سپکاوی شوی دی، نو هغو کافرانو ته موږ مهلت ورکړی دی، بیا مو هغوی په عذاب کې راګیر کړي دي، نو وګوره زموږ سزا څومره سخته ده. (وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ) [الرعد: 32]

یعني کله چې د کوم پیغمبر سپکاوی وشي، لومړی هغوی ته الله وخت او مهلت ورکړي، بیا یې دنیا کې ونیسي او بیا اخرت کې عذاب ورکړي. په دې لړ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دښمنانو څو بېلګې ما مخکې بیان کړې، او د نورو ګڼ شمېر پیغمبرانو علیهم السلام د دښمنانو کیسې او د هغوی په اړه د الله دا قانون او د هغه بېلګې مختلفو قراني سورتونو کې بیان شوې دي.

اوس راځو دې خبري ته چې مومن به د دا ډول سپکاوي کوونکو په اړه څه ډول چلند خپلوي، دا چلند پخپله الله جل جلاله رسول الله ته ښوولی دی، کله به چې د هغه سپکاوی کیدی او د هغوی په سپکاوي او ملنډو به د ده طبیعت خرابیدی او سینه به یې تنګیدله نو الله جل جلاله هغه ته فرمايي : ستا سپکاوي کوونکو ته موږ کافي یو، هغوی چې له الله سره بل ملګری اله جوړ کړی دی هغوی به ژر پوهه شي، موږ پوهیږو چې د دوی په خبرو ستا سینه تنګیږي، نو د خپل رب تسبیح وایه، او الله ته له سجده کوونکو نه اوسه، او تر مرګه د الله عبادت کوه. (إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ (95) الَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آَخَرَ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (96) وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ (97) فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ (98) وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ) [الحجر: 95-99].

يعني د الله تسبیح ویل، لمنځونه او سجدې کول او تر مرګه د الله عبادت کول. مطلب دا چې په دین ثابت پاته کیدل او د الله دین ته خدمت کول او د هغه دعوت او خلکو ته رسول د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلام د دښمنانو لپاره ښه ځواب دی. د اسلام او رسول الله دښمنان چې کله پخپلو مخالفتونو کې د ګستاخي او سپکاوي پولي ته ورسیږي نو معلومه شوه چې د دوی زوال الله رانږدې کړی دی او نور به یې الله ختموي، لکه قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايي: ( إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ ) الكوثر/3 ، يعني ستا هغه دښمن چې ستا نه کرکه لري او سپکاوی دې کوي هغه له هره خیره محروم دی.

پخوا به چې کله مسلمانانو د کفارو کومه سیمه محاصره کړه، د محاصرې په مهال به یې چې کله له کفارو نه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل او بدرد ویل واوریدل نو مسلمانانو به خپلو کې یوه بل ته د فتحې زېري ورکول پیل کړل او دوی به یقیني شول چې اوس سوبه او فتحه رانږدې ده، ځکه الله به هغوی نه د خپل پیغمبر انتقام او غچ اخلي. “الصارم المسلول ” (ص 116-117(

د غربیانو موجوده سپکاويو په وړاندې

موجوده وخت کې نړۍ کې نور هم ډېر ادیان او مذاهب شته چې مختلف پیروان لري او خلک یې له لارښوونو سره سم عبادتونه کوي، خو غرب د ټولو برعکس د اسلام او اسلامي لارښوونو زیات مخالفت کوي، د اسلام او مسلمانانو پر خلاف له تشدد او سختي نه کار اخلي، چې پر اسلامي حجاب بندیز او د مسلمانو پوهانو څارنه یې ښکاره مثالونه دي، مختلف اسلامي خوځښتونه په تروریزم تورنوي او ځپي یې او په دې لړ کې د غرب مغرضانه چلند د لمر په څېر روښانه دی.

په ځانګړې توګه د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په اړه دښمني له مختلفو لارو ښکاره کوي ، او آن د هغه د سپکاوي لپاره مختلف پلانونه او پروګرامونه ترتیبوي، دا هر څه اروپا او نوره کفري نړۍ کې د اسلامي دعوت پر وړاندې د خنډونو په نیت کوي، څرنګه چې اسلام د منطق او استدلال دین دی، د غرب د دېرو انسانانو عقلیت ته هم د منلو وړ دین دی، او د وخت ستونزو ته حل لاري، له دې امله په اروپا او نوره کفري نړۍ کې کلیساوې تړل کیږي او جوماتونه ابادیږي ، نو د دوی دا معاندانه کړنې د اسلامي دعوت د مخنیوي لپاره روانې دي او لکه مخکې مو وویل: دا یې د دښمني وروستۍ هلې ځلې دي، نور به الله هلته دین غالبه کوي او اسلام هغه دین دی چې د تاریخ په اوږدو کې له خورا سختو حالاتو غالب وتلی دی. د غرب د موجوده سپکاویو په وړاندې موږ باید څه وکړو؟ په دې اړه څو مشورې درته ږدم، الله دې د عمل توفیق رانصیب کړي.

(۱) لومړی په هر مسلمان لازمه ده چې د دې کار سخت مخالفت وکړي، دا مخالفت د هر چا د وس په اندازه لازمي ديي، په دې برخه کې د اسلامي دولتونو د واکمنو مخالفت ډېر مهم او اغېزمن هم دی، اړوند غربي هیوادونو سره باید د سفارتونو او نورو لارو اړیکې ونیسې خپله غوسه او خپګان ورته ښکاره کړي او د دې کار په بدو پایلو یې پوهه کړي، داراز په دې برخه کې چې د هر مومن هر څومره وس کیږي باید د هغوی د پوهولو لپاره لیکنې او نور وسایل وکاروي څو هغوی له دې کاره لاس واخلي.

(2) هغوي نه باید وغوښتل شي چې دا کار سمدستي ختم او دولت دې رسمي او په رښتیا سره معذرت وغواړي او کومو خلکو یا ادارو چې دا کار کړی دی هغوی ته باید سزا ورکړل شي او د بیا ځل لپاره له داسې کارونو لاس واخلي.

(۳) مختلفو اروپايي ژبو ته دیني او د نبوي سیرت کتابونه ژباړل، دا کار خورا مهم دی، کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپکاوي موضوع رسنیزه او نړیواله شي نو زیات ناخبره خلک طبعا د اسلام او د اسلام د پیغمبر په اړه معلوماتو ترلاسه کولو په لټه کې شي ، نو دې برخه کې چې مختلفو ژبو کې دیني او د نبوي سیرت کتابونه شتون ولري ، الله به په دې ظاهري شر کې د خیر لوري راښکاره کوي او داسې څه به رامنځته کیږي چې د مسلمانانو سینې پرې یخې شي، تېر ځل ډنمارک او نورو ځایونو کې د ورته پېښو په پایله کې خورا زیات کفار مسلمانان شول.

(4) غرب مېشتي مسلمانان په دې برخه کې ډېر کار کولی شي، دوی د اسلام د دعوت او د دعوت لاره کې د غوره اخلاقو او نبوي چلند خپلولو سره هغه ستر کارونه ترسره کولی شي چې همدا د اسلام دښمنان یې د مخنیوي هڅې کوي، او په الله قسم چې کفري نړۍ ته د رسول الله صلی الله علیه اخلاق او دین رسول د رسول الله تر ټولو غوره دفاع او ښه ملاتړ دی.

(5) خواله رسنيو او د غرب په مختلفو نورو رسنیزو وسایلو کې پر نبوي سیرت او نبوي اخلاقو په مختلفو ژبو لیکنې او موضوعات خپرول هم دې وخت کې مهم او خورا ګټور کار دی، په دې توګه که موږ نبوي سیرت عام کړو نو دا به مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه دفاع کړې وي.

(۶) داراز په دې لړ کې د اړوند هیوادونو له تولیداتو او منتجاتو سره پرېکون هم غوره او اغېزمن کار دی، دا هیوادونه مشهورې نړیوالې کمپنۍ لري، د هغو تولیدات زموږ تر کور او کلي رارسیدلي دي، که د یوه عام مسلمان نور هیڅ له وسه نه کیږي دومره خو کولی شي چې د هغوی د تولیداتو پر ځای وطني تولیدات یاد د کوم اسلامي هیواد تولیدات وکاروي.

(۷) په نبوي سنتو منګولې لګول او په هغو عمل کول هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه دفاع ده، قرانکریم وايي:ک که تاسو صبر وکړئ او تقوی غوره کړئ د دوی فریبونه به هیڅ ضرر درته ونه رسوي. ( وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ لاَ يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا ) آل عمران/120

(8) داراز د کفارو د دې عمل غندلو او د هغوی پر خلاف د کرکې او نفرت څرګندولو لپاره په کلیو او ښارونو کې پور امنه غونډې جوړول هم ښه کار دی چې هغه کې د دوی دا کارونه وغندل شي ، نبوي سیرت بیان شي او خلکو ته نبوي سنت او پر دین عمل توصیه شي. دا به زما په فکر له مظاهرو او لاریونونو ډېر غوره وي، مظاهرو کې هر ډول خلک رایوځای کیږي او کنترولول یې د چا په وس کې نه وي، نو ځیني ناپوهه خلک د جذبې په پلمه او ځیني د ناپوهي لامله د مسلمانانو شتمنیو او املاکو ته زیان رسوي او دا کار د رسول الله دفاع نه بلکي فساد او ناروا دی.

یادونه: که دا لیکنه څوک هرې بلې ژبې ته ژباړي له اجازې سره به دعا هم ورته کوو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د