fbpx

د سعودي پاچا او زوی يې اردوغان ته ليک لېږلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز او زوی يې محمد بن سلمان د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته دوه جلا جلا ليکونه لېږلي دي.

د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» وايي، چې په دواړو ليکونو د ترکيې د بريا ۹۶ کلیزې په مناسبت ولسمشر اردوغان ته مبارکي ويل شوې، چې سبا پنجشنبه يې شپږ نوي کاله پوره کيږي.

د واس خبري اژانس په وينا پاچا سلمان نن چهار شنبه د ولسمشر اردوغان په نوم په لېږل شوي پيغام کې «ولسمشر اردوغان ته د زړه له تله نېکې هيلې روغتيا، سرلوړۍ او د ترکيې ولس او حکومت ته د پرمختګ هيلې» ښکاره کړي دي.

په ترکيې او د شمالي قبرص ترکيې کې د بريا اختر او «د وسله‌والو ځواکونو ورځ» هر کال نمانځل کيږي او په دغه ورځ د ترکيې د پوځ د بريا هغه کارنامې نمانځل کيږي، چې د مصطفی کمال اتاتورک په مشرۍ ترکي پوځيانو د ۱۹۲۲ کال د اګسټ په ۳۰مه د مخالفو متحدينو او يوناني پوځيانو لښکرو ته ماتې ورکړې وه.

د دغې ورځې په مناسبت هر کال په ترکيې کې بېلابېل پروګرامونه جوړيږي او د ترکي پوځيانو د بريا کليزه نمانځل کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د