دامريکايي دپلومات په سر دپاکستان او امريکا ترمنځ شخړه

Raymond-Davis-Lahoreنن ټکی آسیا: د یو آمریکایی ډیپلومات چې نوم ریمونډ ښودل کیږي په لاهور ښار کې څو ورځي تر مخه دوه پاکستانیان چې په موټر سایکل سپاره وه وژلي وه، او اوس دغه ډیپلوماټ د پاکستانیانو سره بندي دی او د محکمې په انتظار دی.

دغه امریکایي وایي چې ده هغه وخت پر دغو دوو کسانو ډزي وکړې کله چې پوه سو هغه به وار دمخه کې او دې به ووژني.

 

مګر د پاکستان استخباراتي شبکې آی ایس آی ویلي چې دغه دوه کسان چې ریمونډ وژلي ددوی د شبکې کسان وو او غوښتل یې چې د نومړي تعاقب وکړې تر څو مالوم کړې چې دی چیري او ولي ځي.

 

د ریمونډ دغه لانجه اوس د پاکستان او امریکا تر منځ یوه غټه لانجه جوړه کړې، د یوې خوا امریکا غواړې چې ددوی دغه ډیپلوماټ بې له محاکمې خوشي شي او له بلي خوا د پاکستاني عوامو له خوا پر حکومت زیات فشار دی چې باید دغه کس بې له محاکمې خوشي نه شي.
تیره ورځ پدغه حاثه کې د یوه وژل شوي کس میرمني هم خپل ځان له دې وجې مړ کړې چې ولي دې ته تر اوسه انصاف نه دې رسیدلی او ولي ددې د خاوند قاتل ژوندی دی، او یا نه دې محاکمه سوی.
امریکا د پاکستان څخه رسما غوښتي چې دغه کس باید ژر تر ژره خوشي شي او له همدې وجې یې خپل ټول دیپلوماتیکي غونډي د پاکستان سره لغوه کړې، په میونیخ کې تېره یک شنبه د نړیوال امنیتي غونډي پر مهال د امریکا وزیري خارجه هیلاري کلنټن د پاکستاني وزیر خارجه سره خپل لیدنه چې مخکي لا ترتیب ورته نیول سوی وو، احتجاجا لغوه کړه، او په امریکا کې دپاکستان سفیر حسین حقاني دوه واره د امریکې سپيني ماڼی ته د احتجاج لپاره ور وغوښتل سو.
پاکستانیانو په لاهور او نورو ښارو کې په خپلو سترو مظاهرو او جلسو کې وویل چې امریکا خو خپل قاتل چې دوه کسه یې په عام بازار کې وژلي د خلاصون غوښتنه کوې مګر خپله د پاکستان څخه د شک پر بنسټ یوه پاکستانی ډاکټره عافیه صدیقي امریکا ته بیایي او هلته پرې محکمه کوی او په 80 کاله بند یې محکومه وي، دوی وویل چې دا څرنګه انصاف او کوم انسانیت دی.. دوی وویل چې که امریکا غواړې دغه ډیپلوماټ خلاص کړې نو اول باید عافیه صدیقي خوشي کړي او د وژل شوو کسانو فدیه ورکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.