
افغانستان
د کابل ښاروال استعفا ورکړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزي له خپلې دندې استعفا ورکړې او محمد اشرف غني هم منلې ده.
هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نن يې له خپلې دندې استعفا ورکړله.
د ارګ یوه ویاند هارون چخانسوري ویلي، د حبیبزي استعفا منل شوې ده او پر ځای به يې وړ کس پر دنده وګمارل شي.
عبدالله حبیبزی دوه کاله وړاندې د محمد اشرف غني له لوري پر دې دنده وګمارل شو، چې څو ورځې مخکې پارلمان د فساد په ښکېلتیا تورن کړ.
تر نوموړي وړاندې هم د کابل ښاروال د فساد پر ناندریو له دندو ګوښه کړل شوی دی.
د ګډ حکومت په لومړیو کې د اوږدې مودې لپاره کابل بې ښارواله ښار و، چې عبدالله حبیبزي هم دوه کاله د سرپرست په توګه دنده اجرا کړه، د ګډ حکومت په نږدې ټوله موده کې کابل رسمي ښاروال نه دی درلودلی.