محمد اشرف غني د ټرمپ له مرستیال سره تلیفوني خبرې کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د ټرمپ له مرستیال سره تلیفوني خبرې کړې او د سولې او ټاکنیزې پروسو اړوند يې معلومات ورکړي.

د هغه پر رسمي ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې له مایک پینس سره يې د سولې پروسې، راتلونکو ټاکنو او د افغانستان او سویلي اسیا ‏لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ خبرې کړې دي.

له سپينې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ورته یادونې شوې، خو د خبرو جزییات نه دي په ډاګه شوي.

محمد اشرف غني لیکلي، د ټرمپ مرستیال د دوامداره همکارۍ سینه ورته ډبولې، چې ده ترې مننه کړې ده.

اشرف غني وروسته له هغه له امریکايي مرستیال ولسمشر سره تلیفوني اړیکه ټينګوي، چې د مسکو په ناسته کې د امریکا له ‏انکار وروسته ده پخپله هم له ګډونه انکار وکړ.

تازه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د مسکو راتلونکې ناسته کې به ګډون وکړي او په وینا يې د دوی او روسيې په ‏مشرۍ به جوړه شي، خو دقیقه نېټه يې نه ده په ګوته شوې. ‎