افغانستان

سیاسي ګوندونو خپل «مدني حرکتونه» پیل کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د ټاکنیزې پروسې پر ضد سیاسي ګوندونو د مدني حرکتونو تر نوم لاندې لاریونونه پیل کړل. ‎

دغه ګوندونه چې د کابل په نږدې پنځو برخو کې يې لاریونونه وکړل، ډېری پکې د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي پلویان ‏ترسترګو کېدل. ‎

لاریونوالو چې پر ګڼو نورو سړکونو سربېره هوايي ډګرته څېرمه څلوېښت متره سړک هم تړلی و، د ټاکنو کمیسیون پر ضد ‏شعارونه ورکول. ‎

تېره جمعه سیاسي ګوندونو په یوه ګډه اعلامیه کې د تېرې شنبې ورځ د خپلو حرکتونو د پیل ورځ ټاکلې وه، خو له محمد اشرف ‏غني سره له لیدنې وروسته يې تصمیم وځنډېده. ‎

ارګ ویلي و، چې محمد اشرف غني د سیاسي ګوندونو استازي پر دې قانع کړي چې د دوی په ګډون به د دوی د طرحو او ‏وړاندیزونو د څېړلو لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه شي، بیا به يې وروسته د تطبیق اړوند تصمیم نیول کېږي.‎

تازه د سیاسي ګوندونو په اعلامیه کې راغلي، چې د ټاکنو لپاره منظم څارونکي نشته، شفافې نه دي، بایومټریک نه کار نه دی ‏اخیستل شوی او د دوی ګڼ وړاندیزونه او طرحې نادیده نیول شوې دي. ‎

د اعلامیې له مخې دوی د تېر لمریز کال په وروستیو کې په ټاکنیزه پروسه کې شریکو کورنیو او بهرنیو اړخونو ته وړاندیزونه ‏ورکړي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

سیاسي ګوندونه په داسې حال کې دا اقدام کوي، چې دوه ورځې وړاندې محمد اشرف غني د خپل همیشني عادت له مخې په تېز غږ ‏د ټولو ګوندونو د منحلېدو ګواښ هم وکړ. ‎

هغه وړاندې تر دې هم سیاسي ګوندونه په تمسخرامیزه ډول مخاطب کړي و: «د څه شي ګوندونه؟ د چا استازي؟ چا دا حق ‏ورکړی چې استازیتوب وکړي؟»

په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون ویلي، د تلې اته ویشتمه د ټاکنو لپاره نه بدلېدونکې نېټه ده.‎

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی(فهیم)

الله دی دا سیاسی ګوندونه له خپلو پلویانوسره هلاک او تباه کړی دوی ډیر بیغیرته بی همته او غلام خلک دی دوی له اوله د امریکا غلامان ول او اوس هم د امریکا غلامان دی.
دا دمره بی شرمه خلک دی چی یواریی په لکونو بی ګناه خلک تباه کړل کابل یی کڼواله کړ د خلکو کورونه یی ړنګ کړل اوس بیا غواړی چی قدرت ته ورسیږی او د خلکو وینی وچکی د خدای لعنت دی په هاغه کسانو وی چی د دی بیناموسانو سره یو دی او ورسره د وطن په بربادی کی مرسته کو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close