fbpx

محمد نبي لومړی افغان لوبغاړی شو چې سل یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي

نن ټکی سیا (چهارشنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه آلروانډر محمد نبي عیسی خیل لومړی افغان لوبغاړی شو چې سل یو ورځنۍ سیالۍ یې پوره کړې.

محمد نبي عیسی خیل تر دې دمه د افغانستان ملي لوبډلې په هره نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ګډون کړی، چې دم ګړۍ د ایرلینډ پر وړاندې سیالۍ کې بوخت دی.

نن ورځ افغانستان لوبډله د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې خپله سلمه سیالۍ ترسره کوي چې ورسره محمد نبي تر دې دمه ملګرتیا ترسره کړې او په هره سیالۍ کې یې برخه اخیستې ده.

نوموړی لومړی افغان لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې له ۲۰۰۰ زیاتې منډې جوړې کړي، له ده وروسته محمد شهزاد هم دغه هدف ته رسیدلی دی.

افغانستان لوبډلې د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اپريل په ۱۹مه خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړې وه چې د ۸۹ منډو په توپير يې ګټلې وه.

محمد نبي په دغه سیالۍ کې ۵۸ منډې جوړې کړې وې خو په توپ اچونه کې یې کومه ویکټه نه وه ترلاسه کړې.

۳۳ کلن محمد نبي په ۱۰۰ یو ورځنۍ سیالیو کې تر دې دمه ۲۲۸۸ منډې جوړې کړي، یوه یې سلیزه او یوولس یې نیمه سلیزې وهلې دي، چې د یوې سیالۍ زیاتې منډې یې ۱۱۶ دي، ۸۷ سټرایک ریټ او ۲۹.۳۳ اوسط لري.

لکه څنګه چې محمد نبي آلراونډر لوبغاړی دی نو په توپ اچونه کې هم ښه ځلیدلی دی، نوموړي تر دې دمه ۱۰۵ ویکټې اخیستي چې د یوې لوبې غوره توپ اچونه یې د ۳۰ منډو په بدل کې ۴ ویکټې دي.

سوکه آف سپینر د خپلې لوبډلې په استازیتوب ۶۵ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کړي، چې ۱۰۱۴ منډې یې جوړې کړي، دوه نیمه سلیزې یې وهلي او ۶۷ ویکټې یې ترلاسه کړي.

نبي عیسی خیل د ملي لوبډلې ترڅنګ په یو شمېر تجارتي لیګونو کې هم برخه اخیستې ده او د آلراونډر په حیث لوبیږي، نوموړی د سنرایزز حیدر اباد، چیټاکانګ ویکنګز، میلبورن رینګیډز، کویټه ګلډیټرز، لیسسټر شایر او سیلهت رائلز لخوا لوبېدلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د