fbpx
ارشیف

کندهار: شاولیکوټ کې امریکایانو ۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي امریکايي عسکرو تېره شپه په لوړه شاوبه سیمه کې چاپه وهلې، ۱۰ تنه ملکي وګړي يې وژلي او ۱۲ نور يې ژوندي وړي دي.

د دوی په وینا په دې چاپه کې هغه کارګر وژل شوي چې له هلمند او روزګانه د کار لپاره راغلي و.

د هلمند ځايي چارواکو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو طالبانو د پېښې پخلی کړی دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي او همدرانګه د کلیوالو دوه موټر او ګڼ موټرسایکلونه سوځېدلي دي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د