کرېکټ: د توپوهنې ناکامي د افغانستان د ماتې لامل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په دویمې یو ورځنۍ سیالۍ کې د ایرلینډ توپ اچونکو د افغان توپوهونکو په زړه پورې مخه ونېوله چې پایله یې د ایرلینډ په بریا تمامه شوه.

د افغانستان لوبډلې توپوهونکي د تېر په څېر یو ځل بیا په یو ورځنۍ سیالۍ کې ناکام شول، چې ونه توانېدل ایرلینډ ته ستر هدف وټاکي او د ۳ ویکټو په توپير یې ماتې وخوړه.

ننۍ لوبه د افغانستان لوبډلې سلمه یو ورځنۍ سیالۍ وه چې دوی ته په دغه سیالۍ کې د تاریخ جوړولو فرصت په لاس ورغلی و خو بدبختانه د بریا پر ځای له ماتې سره مخ شول.

همدا ډول محمد نبي هم نن خپله سلمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړه، نوموړی د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې په سلو پرلپسې سیالیو کې د خپلې لوبډلې استازیتوب کوي.

په ننۍ سیالۍ کې لومړی توپوهنه افغان لوبډلې وکړه چې له پېله یې ویکټې وسوځېدې او د ۱۶ منډو په جوړولو یې ۴ د سر توپوهونکي له لاسه ورکړل، په همدې ډول د ۱۰۷ منډو پرمهال ۷ لوبغاړي سوځېدلي وو خو په وروستي وخت کې نجیب الله ښه او مسوولانه توپوهنه وکړه چې د هدف په لوړولو کې يې ځانګړی رول درلود.

د افغانستان لخوا محمد شهزاد- ۱، ځاځي- ۱، نائب- ۷، رحمت- ۳۲، حشمت- ۲، اصغر- ۳۹، نبي- ۱۳، نجیب- ۴۲، راشد- ۱۰، افتاب- ۱۶* او مجیب- ۱۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې مجیب د ایرلینډ لوبډلې مشر په دویم توپ وسوځاوه خو وروسته سټرلینګ او بلبیرني په زړه پورې ملګرتیا وکړه، په همدې ډول یې د ۳ ویکټو او ۶ اورونو په توپير بریا خپله او سیریز یو-یو مساوي کړ.

په توپ اچونه کې راشد خان تر ټولو مخکې و، نوموړي په خپلو لسو اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې واخیستې، محمد نبي ۲، مجیب او افتاب عالم یوه یوه ویکټه په خپل نوم کړه.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ یو یو مساوي شوه او پایلوبه کې به دواړوه لوبډلې د بریا تر وروستۍ اندازې کوښښ کوي څو د یادو سیالیو جام وګټي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د