fbpx

حبیب الرحمن حکمتیار: د جانکیري حکومت مو حزب نشي ختمولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۸وږی ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار د ګډ حکومت د مشر اشرفغني د هغه خبرداري په وړاندي چې ویلي یې وو، که سیاسي ګوندونه د ټاکنو په اړه تر خپلو غوښتنو تېر نشي؛ منحل به یې کړي؛ سخت غبرګون ښودلی او غني یې ننګولی.

حبیب الرحمن حکمتیار وایي، « اشرف غني ته وایم چې نه روسان وتوانیدل، نه امریکا او نه د 50 کلونو هغه واکمنان چې په ارګ کې یې پاچاهي کوله؛ ترڅو حزب اسلامي منحل کړي. »

نوموړی زیاتوي، « حزب اسلامي په جعلي ټاکنو او د یوه خارجي وزیر په غوښتنه نه دی رامنځته شوی» د هغه په وینا، حکومت دې تر دې خوب او خیال تېر شي چې د حزب د انحلال او له منځه وړلو په اړه یې په ویښه ګوري.

حبیب الرحمن وړاندي حکومت ته د قانون ماتوني پیغور ورکوي او وایی، « تر ټولو غټه قانون ماتونه، د ناقانونه حکومت جوړونه ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیری په واسطه را منځته شوې »

نوموړي اشرف غني ته په خطاب کې ویلي، « له هر څه نه وړاندې باید ستا حکومت منحل شي ترڅو، قانون پلی شي»

باید وویل شي چې، ګلبدین حکمتیار په 2016م کال کې د ځینو امتیازاتو په بدل کې د دولت او بهرنیو ځواکونو له مخالفته لاس پرسر شو او د ده په وینا د جانکیري په وسیله رامنځ ته شوي ناقانونه حکومت سره یوځای شو.

په پام کې وه چې د نوموړي پلویانو ته به څه اندازه ځمکه ورکول کیږي او د حزب اړوند بندیان به آزادیږي ، خو کابل ته د حکمتیار له راتګ نه دوه کاله تیریږي، چې لا هم د حزب اسلامي سلګونه بندیان په زندانونو کې پراته دي.

له بله اړخه ګمان دا کیده چې د حکمتیار راتګ به د ارګ لپاره په سیاسي ډګر کې زیاته ګټه وکړي، او د شمالي ټلوالي په خلاف به یوه متحده جبهه قوي کړي، لکه چې په لومړي سر کې د حکمتیار ټولي څرګندوني پرهمدې ټکي راڅرخیدي، خو د اټکل خلاف، د حزب او حکومت تر منځ په دې وروستیو کې اختلافاتو ناندریزه بڼه غوره کړي، چې خبره تر ګواښونو رسیږي.

په ورته وخت کې حکومت او حزب دواړه له سختو داخلي اختلافاتو سره مخ دي، له حزب اسلامي څخه د ارغندیوال او محمدخان جلا کیدل او له حکومت څخه د اتمر ایستل هغه دوه زیانونه و، چې دواړو متحدینو په ګډه وګالل.

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

حزب اسلامی یعنې (گلبدین + پسران + دامادان)

اشرف غني رښتیا هم باد وهلی جې د حزب اسلامي د انحلال خوب ویني.

ځنې ژوي یې لا هم د ملتیا افتخار لري.

جميل
میلمه
جميل

دا چى د گلبيدين نه ايمان،غيرت أو حيا كوچ كريدى دده پاره په دى كفرى نظام كي لوى چانس دادى چى لونگى ليري اوژيره چت كي او دزوى پر زاى #######، قصر به بي نور هم مفشن شي أو جيبونه به بي نور هم دك شي

رښتونی حزبی مجاهد
میلمه
رښتونی حزبی مجاهد

د ګلبدین زوی د پلار په شان اسمان په پښو راټینګوی چه ونه لویږی، یوه کوچنی مرغی ده (( چتی )) ورته وایی چه ویده کیږی پښی اسمان ته نیسی چه اسمان له رالویدلو وساتی. حزب سلامی د نورو جهاد پلورونکو ( سیاف ، ربانی، مجددی … ) په شان د نفس ( ډالر ) مقابل جهاد کی د امریکایانو سره د سوړ جنګ د غلامی تړوی په لاسلیک کولو مات او د امریکایانو غلام شو امریکایانو تری لمړی د خبل منځی جنګو کی پوره کارواخست او د دوهم اشغال وخت کی یی د طالب مجاهدینو د ځپلو د پاره… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دصفحى محترمو كار كوونكوسلام عليكم
كومه تبصره چى مى دگلبدين دزوى دپاره كريده هيله ده چى ايسته يي كي
ما كوم داسي سه نه دى ليكلي چى هغه دى سانسور شي زمامطلب دا ندى چى لورگاني به يي ### كوي أو نه مي هم مطلب دادى چى زوى يي###دى خو پوه شى چى دا ديموكراسي ده أو گلبدين قبوله كريده په ديموكراسي كي نر أو خزه نشته
رابه شي دا وخت چى تاسي به پخپله دده د لورگانو سياسي خبرونه اوعكسونه خپروى
وسلام

جميل
میلمه
جميل

دصفحى كاركوونكوته: ما له تاسو نه هيله وكره چى زما تبصره ايسته كي په دى چى نور فكر ونكرى جى ما بد الفاظ استعمال كريدي. تاسو نه دا چى هغه ايسته نكره مگر هغه سه چى مى تاسو ته ليكلي وه هغه مو هم دسانسور سره نشر كره نه پوهيگم چى تاسي ولى د دى كليماتوسره حساسيت لرى چى په قران كريم كى هم واضح ليكل شويدي. ما په اوله جمله كى د فحشا نوم ليكلى دى أو په دوهمه كى د لوطى(لوط) او دا مى هم واضح كره چى ما و دوى ته دا خطاب ندى كرى . داددى… نور لوستل »

محمدابراهیم
میلمه
محمدابراهیم

متاسفانه چی زمونږ جامعه یوه احساساتی جامعه ده، ځوانان مو بدون له دی چی یوه موضوع تحلیل کړی، ټول اړخونه یی وسنجوی، هر څه یی چی مخ ته راغلل هغه وایی که د ملت او وطن په خیر وی او که نه؟ ولی دی بیچاره له دی زیات معلومات او تحلیل نه شی کولی، ځوان دی او په احساساتو ولاړ دی. ګوری مونږ او تاسی ټول مسلمانان او بیا افغانان یو، مونږ همیش په دی افتخار کوو چی مسلمانان او افغانان یو، نو باید کوشش وکړو چی لیکل مو هم زمونږ اسلامی او افغانی افتخار سره په مخالفت کی نه… نور لوستل »