mohammad

په هالڼډ کې د اسلام د سپکاوي په مقابل کې باید څه وشي؟!

خبیب خالد

دوې ورځې وړاندي مېډیا داسي خبرونه خپاره کړل ، چې د هالنډ پارلمان غواړي راتلونکي څو ورځو کې د اسلام د سپکاوي په پار د اسلام د ستر پیغمبر او د نړۍ تر ټولو د ډېر محبوب شخص ( محمد رسول الله ) ص سپکاوی په انځوریزه بڼه په مسابقوي طریقه سره وکړي .

د اسلام په اوایلو کې د مکې کفارو د رسول الله د شخصیت د سپکاوي لپاره په فکري لحاظ هغه ته د لېوني ، جادوګر ، شاعر ، په عصبي مشکل اخته … او نور سپک الفاظ وکارول ، همدارنګه په عملي ډول یې بیا د دې ستر شخصیت د سپکاوي لپاره د اوښ هغه نجسه برخه( پېروان ) د پاک پیغمبر په پاک او منور جسد ور واچول .

همدارنګه دوی د اسلام د سپکاوي لپاره همدا مقدس دین د تېرو اسلافو بابولالي وبللې .

په تېرو نږدې او لري لسیزو کې هم د نړۍ نجسو کفارو د سپېڅلي دین او سپېڅلي پیغمبر د توهین په پار مختلفي کړني کړي دي .

څرنګه چې کفري نړۍ د اسلام له اوایلو بیا تر اوسه د هر ډول محاربوي خدعو څخه کار اخیستی او اخلي یي ، تر څو اسلام ؛ د اسلام ستر ، ریښتینی ، حلیم او منزح پیغمبر او اسلامي مقدسات د مسلمة امت تر پام سپک او ناچېزه معرفي کړي ، او له خپل تحریف شوي او منسوخ دین سره یي یو ځای کړي ؛ خو لله الحمد د دوی له دې ټولو زحمتونو او محاربو سره بیا هم د مسلمانانو شمېر ورځ تر بلي ډېرېږي او نړویوال د عقل خاوندان ډلې ډلې په اسلام کې دا خلېږي او حقایق درکوي .

که د اسلام اولو وختونو ځیر شو ، کله چې د مکې مکرمې مشرکینو رسول الله ص ته د لېوني خطاب کاوه نو الله تعالی د مشرکینو د همدي خبري په رد کې آیت کریمه رانازل کړل (وما صاحبکم بمجنون) ژباړه : ندی ملګری ستاسو لېونی .

کله چې هغوی (مشرکین) رسول الله ص ته د ساحر خطاب کوي نو الله تعالی یې په رد کې بیا آیت کریمه رالېږي ( ولا بقول کاهن ط قلیلا ما تذکرون ) ژباړه : ندی دا کلام د کاهن ، تاسو ډېر کم پوهېږۍ .

کله چې یې پاک پیغمبر ته د شاعر خطاب کاوه نو الله تعالی د رسول الله د پاکي په اړه آیت کریمه رالېږي ( و ماهو بقول شاعر ط قلیلا ما تـؤمنون) ژباړه :ندی دا کلام د شاعر ، تاسو ډېر کم ایمان راوړی .

همدارنګه کله چې د رسول الله باندي عملي سپکاوی کېږي ، په سر يې ورته د اوښ پېروان واچول نو غالباً د رسول الله ص لور راغله او عملا یې د خپل وس مطابق د خپل خواږه پلار څخه دفاع وکړه ؛ او پېروان یې ورڅخه لری کړل .

که د پیغمبر څخه پورتنۍ دفاع ته وګورو نو لاندي نتېجه به ځیني واخلو :

اوس چې کوم د رسول الله ص د سپکاوي تصمیم نیول کېږي ، نو د الله تعالی له لوري وحیي راتلل خو نشته چې د پاک پیغمبر پاکي بیان کړي او د کفارو خبري ور رد کړي ؛ نو آیا همداسي دي پاته شي ! نه هیڅکله باید داسي پاته نشي ، ټول مسلمان قلموال مبارزین باید خپل قلم په کار وا چوي او دا نجس کفار چې په خپله تر حیوان هم بد دي ، له دې کار څخه منع کړي ـ او ټول مسلمان داعیان ، د مساجد امامان او د تعلیمي مراکزو لکه مدرسه ، مکتب ، پوهنتون او نور استاذان باید خپل ماتحت دې ته وهڅوي چې د رسول الله څخه دفاع وکړي او ورسره په اسلام ، د اسلام په احکامو او د رسول الله ص په سنتو باندي ټینګ عمل وکړي ـ او همدارنګه په عملي ډګر باید هره جهادي برحقه ډله د خپل وس مطابق له خپل خواږه پیغمبر څخه د دفاع په خاطر د کفارو جرړې وباسي او د رسول الله په مسنونه طریقه دي خپل جهادي فعالیت نور هم منظم کړي .

په پای کې بیا هم وایم چې هر مسلمان چې نور څه یي له وسه نه کېږي نو د رسول الله په سنتو دي عمل شروع کړي ، تر څو بیا کفار له داسي کرغېړن عمل څخه لاس په سر شي .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

جزاكم الله خير
لمرى دخپل زان اصلاح په ايمان أو غيرت سره وروسته د خپلي كورنى ، قريبان أو دنورو اصلاح . سنگه چى زمونگ گران نبي محمد رسول الله(ص) ارامه دده وهلي وه نو يو ناساپه كيناست أو په دير جديت سره يي خپلو صحابيانو(رض) ته وويل چى تاسي به نجات و نه مومى تر سو دوى اصلاح نكى.