د «سیف القهار علي المستهزئين الکفار » په نامه کتاب تازه له چاپ راووت!

راليږنه: حبيب الرحمن “حماد ”

دا يو څرګند حقيقت دی، چې د اسلام مقدس دين دنړۍ تر ټولو ادیانو زيات د امن او وروروالۍ دين دی.

د هرې عقيدې لرونکو او د هر مذهب د پیروانو سر او مال په کې په امن او هریو ته یې خپل حقوق ورکړي. خو له بدمرغه چې داسلام دښمن هېوادونه په ډېره سپین سترګۍ د اسلام د مقدس دین او دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم په مبارک شان کې سپکاوی کوي؛څو په دې سره د مسلمانانو زړونه ودردوي.

هوکې! د دوی دغه کړنې تصادفې نه دي، بلکې د يهودو او غربي پروتقولونو له مخې ترسره کيږي او د داسې بدو کړنو لپاره هر وخت ځانګړې بوديجه ځانګړې تیاروي ، څو د مسلمانانو فکرونه ولړزوي او په داسې کړنو یې ایمانونه وننګوي.

دا ټول کوښښونه د دې لپاره کوي چې څو له دې لارې د اسلامي امت ذهنونو مجروح کړي او پر زخمي زړونو یې مالګي وپاشي.

مګر دوی يو ړوند قوم دی، خپل انجام څخه غافله دي؛ ځکه د دوی ورته کړنې سپېڅلي دین ته هیڅ کومه صدمه نه شي رسولی ځکه چې ددغه مبارک دین ساتنه پخپله رب العلمین کوي.

له دې وجې يو مسلمان او په ځانګړې ډول د عالم په حيث چې دا یې خپل مسؤلیت دی، چې دخپل لاس ، ژبې او قلم په ځواک دخپل نبوي دین او دپیغمبر له مقدس شان دفاع وکړي… او د امت مسلمه د سهي رهنمايي هڅه وکړي…په همدې اساس شیخ الحدیث الدوکتور ”ګل الرحمن حقاني“ حفظه الله ورعاه د ”سیف القهار علی المستهزئين الکفار“ په نوم نایاب کتاب لیکلی دی او اوس له چاپ څخه را وتلی دی.

نوموړي په خپل کتاب کې متعصب یهودیان او عيسايان هم له خپل برخليک څخه په ښايسته طريقې سره اګاه کړي او مسلمان ملت يې هم خپل مسؤلیت ته متوجې کړی دی.

لوراند خدای دې د شیخ ګل الرحمن حقاني حفظه الله دغه کوښښ قبول کړي او د ټول امت لپاره يې د خير لارښونې ذريعه وګرځوي.