بیان آزادي او محدودیتونه

لیکوال

لیکنه: سیدرضا ځلاند

بیان د بان، وستبان له کلمې څخه اخیستل شوې دی چې د یو شي څرګندولو، واضیح کولو، روښانه کولو… ته ویل کیږي. او په اصطلاح کې په څرګندو کلمو سره د یو مطلب واضیح کولو ته بیان وايٍي، یا په کوم شي سره چې وضاحت حاصلیږي هغې ته بیان وايي.

بیان آزادي د فکر، د وینا، د خپل حق غوښتلو آزادي دی. پرته له دې څخه څوک يې مخنیوی وکړي په آزاد ډول خپل نظر وړاندې کول، خپل حق غوښتل بیان آزادي دي، بیان آزادۍ سره د نورو حقوقو پلویتوب کیږي کله چې بیان آزادۍ حق تر حملې لاندې راشي مانا دا چې د نورو حقوق له خطر سره مخ کیږي.

آزادي د انسانانو مسلم حق دی. د هر انسان آزادي نه یوازې د هغه له مهمو موخو بلکې د موجودیت له حدودو او ځانګړتیاوو شمیرل کیږي. په اسلام کې هم د هر مسلمان آزادي له مهمو موخو څخه ګڼل کیږي، په ډيرو دیني نصوصو کې د مسلمانانو لپاره لارښوونې شوي دي چې بیان آزادي لازموي په لاندې ډول ورته لنډه کتنه کوو:

۱ امر بالمعروف و نهې عن المنګر:

قرآن مسلمانانو ته دنده ورکړې ده چې د معروف او المنکر په تشخیص کولو سره له هرې ممکنې لارې څخه کار واخلي چې تر ټولو ښه وسیله يې قلم او بیان آزادي دی.

۲ مشوره کول: ( … وشاورهم فی الامر…) ( عمران ۱۵۹)

دا فرامان ورکوي چې د نظر له خاندانو سره مشوره وکړئ! او اسلام د یوې داسې ټولنې غوښتونکی دي چې نظرونه سره تبادله کړي چې د بیان آزادۍ پرته مشوره کول صورت نه نیسي.

۳ د حق نه پټول: الله(ج) د حق ویلو غوښتنه کوي او هغه څوک چې حق پټوي ظالم معرفي کوي. ( ژباړه: او څوک دي چې له هغه چانه ډير ظالم چې الهي شهادت او ګواهي ورسره ده خو پټوي يې.) د حق نه پټول بیان آزادي لازموي،

د بیان آزادۍ حق یوازې د وینا د آزادۍ حق نه دی، بلکې د غوږ او څېړنې حق هم پکې شامل دی مطلب دا دی چې د اطلاعاتو، معلوماتو او همدا شان د پلټنې حق هم پکې شامل دی. مثلآ یو خبریال د یوې موضوع په اړه څېړنه کوي او دا د خبریال حق دی خو که حکومت د هغه مخه نیسي د بیان آزادۍ حق تر پښو لاندې کیږي.

د افغانستان په اساسي قانون ۳۴ ماده کې د بیان آزاۍ په اړه داسې راغلي: ( بیان آزادي له تېري څخه خوندي ده، هر افغان حق لري چې خپل فکر د وینا، لیکنې، انځور او یا نورو وسیلو له لارې، په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت، څرګند کړي.)

د بیان آزادي اسلامي بشري حقوقو نړیوالې اعلامیې په ۲۲ ماده، د بشري حقوقو د نړیوالې اعلامیې په ۱۹ ماده، د سیاسي او مدني حقوقو نړیوال میثاق په ۱۹ ماده کې په رسمیت پیژندل شوې.

د اسلامي هیوادونو د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه:

د اسلامي هیوادونو نړیوال کنفرانس دا مهم سند چې د ۱۹۹۰ کال د مصر په هیواد پلازمینه قاهره کې د غړو هیوادونو له خوا په ۲۵ مادو کې تصویب شو، او د بیان آزادۍ په اړه په ۲۲ ماده کې یادونه شوې ده.

۲۲ ماده: ( هر انسان د دې حق لري چې خپل ټول نظرونه چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي، په خپلواک ډول وړاندې کوي.)

د مدني او سیاسي حقوقو نړیوال میثاق:

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې له خوا د مدني او سیاسي حقوقو نړیوال میثاق په ۱۹۶۶ کال کې په ۵۲ مادو کې تصویب او د غړو هیوادونو له خوا لاسلیک شو او په رعایت يې مکلف دي، په ۱۹ ماده کې د بیان آزادۍ په اړه وايي: ( هیچا ته هم نشو کولای چې نظر د هغه عقایدو مزاحمت وکړو.

هر څوک د بیان آزادۍ حق لري، چې د احق د اطلاعاتو پلټنې، تحصیل او خپرولو او هر ډول افکارو ته، سرحدونو ته له پاملرنې پرته هغه که شفاهي، لیکلي، چاپ، هنري او یا بلې هرې وسیلې له لارې د شخص په خپل انتخاب کې شاملیږي.)

آیا دولت کولی شي چې بیان آزادي محدوده کړي؟

څه ډول چې بیان آزادي په قانونې ډول له تېري څخه خوندي دی نو هیڅوک نشي کولی چې په بیان آزادۍ محدودیت وضع کړي، خو د قانون له حکمونو سره سم. په هیڅ ځای کې مطلقه بیان آزادي نشته ده، بلکې بیان آزادي شته خو د قانون په چوکاټ کې، که چېرته بیان آزادي د عامه نظم، ملي امنیت، د نورو آزادې… ته خنډ جوړيږي نو بیا يې محدویت یو قانوي کار دی خو د هیوادونو ترمنځ کلتوري توپیرونه د دې لامل کیږي چې په مختلفو هیوادنونو کې د بیان آزادۍ باندې مختلف بندیزونه ولګول شي.

د بیان آزادۍ محدودیتونه:

څه ډول چې بیان آزادي یو مثبت حق دي خو په دې مانا نه دی چې یو څوک دې هر څه چې زړه يې غواړي بیان کړي، حق او باطل سره باید ګډ نه کړي، داسې بیان نه وي چې تاوتریخوالې، سپکاوي، شخصیت وژنه، په فکري لحاظ ټولنه ناروغه کړي… په دې اساس په هیڅ قانون کې مطلقه بیان آزادي نشته، بلکې د یو لړ قانوني حدودو او ضوابطو په رڼا کې د ټولو لپاره منل شوې ده. په نړیوال قانون، اسلام، د اسلامي هیوادونو د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه، د مدني او سیاسي حقوقو نړیوال میثاق… کې که له یوا خوا بیان آزادۍ ملاټړ کوي او بیان آزداي د یو خپلواک حق په ټوګه تثبیت کوي خو له بلې خوا ورته یو لړ قانونې محدودیتونه هم ورته وضع کوي:

نړیوال قانون وايي چې د ولتونه د بیان آزادۍ د محدودیت په هکله بشپړه آزداي نه لري خو یوه حل لاره وړاندې کوي، دې حل لارې پر بنسټ حکومتونه کولی شي چې د ټولنې له فرهنګ او دودونو سره سم تر یو بریده بیان آزادي محدوده کړي خو ځانګړو شرایطو او اوضاع ته په کتو سره چې د بیان آزادۍ مفهوم له منځ لاړ نشي، دغه محدودیت د قانو مطابق او له اړتیاوو سره سم وضع شي، لکه: د ملي امنیت ساتنه، د ملي امنیت د ګټو د خوندي کولو لپاره د بیان آزادۍ محدودیت قانوني کار ګڼي، خو کله کله له دغه قانوني کار څخه هم ناوړه ګټه اخیستل کیږي په دې حالت کې باید وڅېړل شي چې آيا د بیان آزادۍ موخه حتمي تاوتریخوالې ته لمن وهل وو. محدودیت باید داسې نه وي چې له ګټې څخه تاوان زیات شي، نړیوال قانون وايي چې محدودیت دې د قانون له خوا تجویز شوی وي تر څو عامه ګټې په نظر کې ونیول شي.

په اسلام کې مسلمانان د بیان آزادۍ حق لري خو د یو لړ حدودو په رڼا کې چې انساني او اسلامي ارزښتونو باندې تېری ونه شي، او محدودیتونه د دې لپاره وضع کړي چې په نه رعایت کولو سره په ټولنه کې کلتوري ګډوډۍ او انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کیږي، او په لاندې ډول دي:

۱ مقدساتو ته توهین کول: اسلام دین مسلمانان د نورو ادیانو د سپکاوي کولو څخه منع کړي دي.

۲ د افرادو نه رسوا کول

۳ د اسرارو نه افشا کول او نظام له حیثیت نه دفاع کول

۴ د توطیې مخالفت…

د اسلامي هیوادونو د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه هم یو لړ شرایطو ټینګار کوي، ناوړه استفاده، مقدساتو ته سپکاوی، په ټولنه کې د شته ارزښتونو ګډوډول، د ټولنې بې ثباتي او د عقایدو تیت پرکول منع دي.

د مدني او سیاسي حقوقو نړیوال میثاق هم بیان آزادي د مسوولیتونو په لرلو سره د قانوني اړتیاوو ته کتو یو لړ محدودیتونو تابع کړې ده، لکه: د نورو حقوقو ته احترام، د ملي امنیت ګټو، د عامه نظم او عمومي اخلاقو ساتنه کول.

ماخذونه:

– انټرنیټ ویکیپیډيا – د وینا آزادي.

)USAID- د رسنیو د حقوقي موضوعګانو او پالیسۍ لارښود (

– د افعانستان اساسي قانون په رسمي جریده کې د خپریدو نیټه ۱۳۸۲ کال د سلواغې (۸)

– رسنیز حقوق- په شیخ زاید پوهنتون کې د پوهنمل استاد نقیب الله عطیش مضمون ۱۳۹۷ کال