fbpx

موږ چي دغسي بې اتفاقه يو، خود به کفار دا رذالتونه کوي

عبدالمالک همت

په نن ټکي اسيا کي ” په هالنډ کې د اسلام د ستر پيغمبر علیه السلام په شان کې د سپکاوي سيالي ترسره کيږي“ تر سرليک لاندي ليکني تر لوستلو وروسته مي وغوښتل چي پر مورد بحث موضوع څو لنډي کرښي وليکم، خو زړه ډک وو او لاندي اوږدې خبري ځني راووتلې. دادي تاسو درنو لوستونکو ته يې دلته ډالۍ کوم:

په افغان حکومت کې وروسته له ډاکټر غني، تر ټولو د ډیر واک لرونکی مسلمانان چي د الله سبحانه او د هغه د پيغمبر عليه أفضل الصلاة وأتم التسليم د لارښوونو خلاف دغسي سره بې اتفاقه او د شخړو او مخالفتونو په تورو لوشو کي ډوب وي، ځواک او برم يې دغسي له منځه تللی وي، مشران يې د خپلو خلکو او مسلمانانو پر ځای د کفارو چوپړ وهي او خپل خلک د هغو لپاره قرباني کوي، زنداني کوی يې او وژني يې او په ډول ډول نورو ډېرو بخولو يې اخته کړي دي، خود به کفار د مسلمانانو ستر مشرعليه أفضل الصلوات والتسليم ته ( زماروح او زما هر څه دي تر جار سي) سپکاوی کوي. ښايي خو دا چي دمسلمانانو د دغو ټيټ همتو په اصطلاح مشرانو کاريکاتورونه وايستل سي او ښه سپک سي او هر ساعت او هر ځای د پېغورونو پر باران وي. زه کارتونيست نه يم که نه مابه د دغو غليم پالو او بې غيرتو واکمنانو او نورو ږيرورو او بې ږيرو ډېرو پردي پالو په اصطلاح مشرانو کارتونونه ايستلي وای.

څوک دي دا نه وايي چي هالینډي کافران بېل دی او امريکايي او روسي کافران بېل دي، نه «الکفر ملة واحدة» (ټول کفار يو ملت دي). لوی څښتن فرمايي:

﴿وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ إِلاَّ تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِي الاَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ ﴾ [الانفال : 73].

ژباړه: او کومو کسانو چي کفر غوره کړى دى، ځيني د ځينو نورو ملاتړي (ملګري) دي (پر باطلو باندي او
د مسلمانانو سره په دښمني کي د يو بل مرسته کوي، نو اى مسلمانانو! د هغو سره دوستي مه کوئ) . که تاسي (د ځينو مسلمانانو ملاتړي نه سئ او) داسي ونه کړئ، نو په مځکه کي به (مومنانو ته د خداى له دين څخه د اوښتلو) فتنه او (د خداى له لاري څخه د اړولو او د کفر د ستنو د ټينګېدو) لوى فساد را منځ ته سي.

له هري خوا چي ور ته وکتل سي اهل کتاب او بې کتابه کافران، هندي او نور ډول ډول مشرکان، کمونيستان او سيکولران ټول د مسلمانانو په وړاندی يو او يو موټی دی. نړۍ وال کفر چي دا ځيني خبيثان يې نړۍ واله ټولنه بولي په تېر مهال او اوس کي د مسلمانانو د خوارولو او مريي کولو لپاره يوه موخه او يوه اجنډا لري.

تاسي نه وينئ چي روس او امريکا په ظاهره يو د بل په مخالفت کي اما په حقيقت، عمل او ماهيت کي په ګډه د سوريې د اسلامي هيواد (کوم چي تر ډېره د اسلام پلازمېنه او تر اوسه د اسلام له لويو علمي، فرهنګي او تاريخي مراکزو باله سي) اقتصاد، لرغونی اسلامي مدنيت او فرهنګ او بې دفاع خلک او هر څه يې پر له پسې ځپي او پوپنا کوي.

سوريې او شاوخوا سيمو ته يې پخوا شام وايه اوس هم ډېر خلک شام ور ته وايي. دغه وياړلی او تاريخي هيواد د اسلام د وياړونو او سترو او تاريخي کارنامو منځی او د لويو علمي او پوځي اتلانو ټاټوبی دی. ما په قرآن کريم کي نهه آيتونه او د احاديثو په کتابونو کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم روحي وامي و ابي و اولادي فداه تر شلو زيات صحيح احاديث د شام او د هغه د ښارونو او سيمو د فضايلو په اړه ليدلي دي. دايې له قرآن څخه يوه بېلګه :

﴿ وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُوا يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الْأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنَى عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ بِمَا صَبَرُوا وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ وَمَا كَانُوا يَعْرِشُونَ ﴾ [الأعراف: 137].

ژباړه: او موږ د هغو (فرعونيانو) پر ځاى هغه خلک (بني اسرائيل) چي په پرله پسې توګه (د کار او چوپړ لپاره) بې وسه او کمزوري کړى سوي وه، د هغي مځکي د ختيځ او لوېديځ خاوندان کړل په کومه کي چي موږ (د کښتونو، مېوو او ويالو په را ايستلو سره) برکتونه اچولي وه. (له هر ډول حاصلاتو څخه مو ډکه کړې وه، چي دا د شام [سوريې] اورشو ده). او په دې توګه (اى پيغمبره!) ستا د پالونکي نېکه ژمنه (د خير کلمه، ښايسته خبره؛ يعني وعده) د بني اسرائيلو په هکله (په مځکه کي د دوى په واکمن کېدو سره) تر سره سوه. دا ځکه چي هغو (د فرعون او د هغه د قوم پرظلمونو او زورونو باندي) له صبر او زغم څخه کار واخيست. او فرعون او د هغه قوم چي (د خپل قوت او شوکت لپاره) څه جوړول (او څه کښتونه يې کرل) او څه کوټۍ او دنګي او لوړ پوړي ماڼۍ يې ډېري جګي جګي ودانولې، هر څه مو ور پوپنا کړل.

او دايې له احاديثو څخه يوه بېلګه :

عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فُسْطَاطُ الْمُسْلِمِينَ يَوْمَ الْمَلْحَمَةِ بِالْغُوطَةِ الَّتِي جَانِبَ مَدِينَةٍ يُقَالُ لَهَا دِمَشْقُ، مِنْ خَيْرِ مَدَائِنِ الشَّامِ»( دغه حديث د امام أحمد په مسند کي دی او دغه يې شمېره ده [21725]، أبو داود هم روايت کړی او دغه يې شمېره ده [4298] او د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ ناصر الدين الباني په صحيح الترغيب والترهيب کي صحيح بللی دی ، دغه يې شمېره ده[3097]).

ژباړه: له حضرت ابي درداء رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په وروستيو مهالونو کی به د رومي (اروپايي) کفارو او اسلام د لويي جګړې پر مهال د مسلمانانو لوی پناه ځای د غوطې هغه ښار وي چي د هغه ښار تر څنګ پروت دی چي دمشق ورته وايي او دغه دمشق د شام له ښو او غورو برکتناکو ښارونو څخه دی.

روس، کمونيست چين ، د منځنۍ آسيا ځيني هيوادونه، هند، ميانمار، فليپین او نور د خپلو هيوادونو مسلمانان کړوي، د فلسطين الفتح ډله خپل مظلوم فلسطينيان ځپي، ايران اهل تسنن زوروي، پاکستان پښتانه ټکوي، په افغانستان کي هره ورځ په لسګونو او کله کله په سلګونو د مجبوريته عسکر سوي کسان، د سنګرونو اتل مجاهد افراد او محروم او ځپلي ځيځېرلي عام خلک وژل کيږي، خونه يې څوک په کيسه کي دی او نه يې د دې وينو بهېدو د پای ته رسېدو موده او نېټه معلومه ده.

تاسي څه فکر کوئ چي اوس په افغانستان کي څوني بوډۍ بوري ميندي، بوډا پلرونه، کونډي او يتيمان د اوښکو ډکي سترګي، له ويرونو ډک زړونه، وږي نسونه او بې کالخوايه او بې کوره او بې اوره په حسرت او بې وزلي کي اوسي او څونه هلکان او نجوني د قرآن کريم د لوستلو، اسلامي ضروري احکامو او مسايلو او علم له زده کړو څخه بې برخي پاته دي او په ښارونو او اطرافو کي د نالوستو ځوانانو څونه لوی لښکر عاطل او باطل اوسي؟

کفار آسمانو ته خيژي او مسلمانان په قبرونو ننوزي. په دې منځ کي ملي خاينان، غله، عياش سيکولران او ځيني نور ږيرور او بې ږيري سياڼه ګان چړچې وهي او درګرده لګيا دي خپل جيبونه ډکوي.

ای لويه څښتنه ! ستا د ښکلي او ستر پيغمبر، ستا د سپېڅلي دين او ستا د بې وزلو او اسکېرلو بنده ګانو د غور او بازخواست عريضه تاته وړاندي کوم او د خپل وير ژلي زړه حال تاته وايم ، ته مو غور وکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د