هایلینډه تا به لو لپه کړي !‎

ابراهیم صیاد

انتظار وباسه بې ځنډه تا به لو لپه کړي
ازار به وګورې هایلینډه تا به لو لپه کړي

یو سپین لښکر به انتقام پسې هایلینډ ته درځي
د محمد نوم یې په ټنډه تا به لو لپه کړي

د مظلومانو ، مسلمانو ښیرا نه ردیږي
چې ښیرا وکړي بوره کونډه تا به لو لپه کړي

په دې امت کې د خالد بن ولید بچي شته
خلاس به تری نشې بیا په منډه تا به لو لپه کړي

دا امتحان دی د دې وخت په مسلمانو باندې
خدای ته اسانه ده بې خنډه تا به لو لپه کړي

رب ته هیڅ نده د زغملو د حبیب ګستاخي
اجل نیولی یې بربنډه تا به لو لپه کړي

له داسې کړنو نه صیاد داسې الهام اخیستی
اذان به وشي ستا په څنډه تا به لو لپه کړي