نعت رسول مقبول (ص)

کفایت الله حماد

زما محبوبـه لـه تا ځار مـې شه ځوانـي

تـه مي نبـې یې زه دې یـم خـوار امتـي

ستا لـه کوڅې نه شـم ځـار

لــه مدینـــې نـه شـم ځـــار

له شنې روضـې نه شم ځار

سـتا له حجـرې نه شم ځار

اې نـــــازنـــــینه نــــازپـــــروره د بـــاري

تـه مي نبـې یـې زه دې یـم خـوار امتـي

ستا د صدیق صداقت

ستــا د عمــر عــدالـت

ستا د عثمان سخاوت

هـم د علـي شجـاعـت

ستـا یــو یـار نــلرې پــر دې دنـیا ثـانـــي

تـه مـي نبـې یـې زه دې یـم خـوار امتـي

زمـا ساقــې دلبـــره

د انســانیــت رهبره

د شـفقت محــــوره

د امانت سپین لمره

ته تورو شپو ته سوې سپین لمر د سبائي

تـه مـي نبـې یــې زه دې یـم خـوار امتـي

د پــاک الله بیتـــه ده

د مسلـــمان قبلـــه ده

د ټول اسلام کعبـه ده

زما د سکون آئینـه ده

تــاتـه محبــوبـــه ده پـرمــا قــدر لــري

تـه مـي نبـې یې زه دې یم خوار امتـي

ستا پـر مـرام مې ایمان

پر حق پیغام مې ایـمان

پر پاک اسلام مې ایمان

پر ستـر انعام مې ایمان

پـر سپين قـرآن ایـمان لـرمه لـه زړګـي

ته مي نبـې یې زه دې یـم خـوار امتـي

ستا د قربت امیدوار

د شـفاعـت امیــدوار

د رضـائیت امیــدوار

د محــبــت امیــدوار

حماد نازیږي په لو ورځ ستا په هستي

تـه مي نبـې یې زه دي یم خوار امتـي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د