
مفهوم د محمدﷺ
عرفان الله عرفاني
لیک مو زړونو باندې نوم د محمدﷺ کړه
هر دښمن خدایه معدوم د محمدﷺ کړه
ټول اُمت یې په سنتو برابر کړه
په ځلا واړه نُجوم د محمدﷺ کړه
هم نبي دی هم إمام الانبیاء دی
ماهم شمار یو خوار مأموم د محمدﷺ کړه
چې مو جوړ شي هر یو فرد مصدر د علم
جاري مونږه کې علوم د محمدﷺ کړه
حق آدا د وراثت کړه ای وارثه!!!
مخلوق پوه په هر مفهوم د محمدﷺ کړه
دا خو عشق دی نالیدلی پرې مین یم
ما اُبی ابن مکتوم د محمدﷺ کړه
هر مداح یې چې په مینه ترنم کړي
(عرفاني) صفت منظوم د محمدﷺ کړه