fbpx

د اوبو ليک

لیکوال: پوهنمل سید اصغر هاشمي

ګرانه ولسمشره!

د انسان بدن اوبو ته ډېره اړتیا لري. په جنت کې د شاتو، شیدو او شرابو پرته د اوبو ویالې دي، چې جنتیان به ترې ګټه اخلي.

د نباتاتو اسکلیټ زما په واسطه په پښو ولاړ دی. زما سپینه وینه یې په بدن کې جریان لري او په رنګونو کې یې حرکت کوم.

ظالم زمری چې کله د نورو وینې وڅکي، نو راشي زما په غاړه خوله کېږدي او ځان سیرابوي، خو بیا هم فرمانبرداري یې کوم.

شپه او ورځ د بېړیو اطاعت کوم، د دوی د اوږو بارونه په خپلو اوږو جګوم او له دوی سره مرسته کوم.

همدا زه «اوبه» یم چې بخار رانه پیدا کېږي، بخار وریځې شي او د وریځو په برکت بارانونه کېږي. فصلونه شنه کوم، ډول ډول میوې ورکوم، حیواناتو ته په څرځایونو کې بېلابېلې ګیاوې پیدا کوم، دشتې او لاښونه زرغونوم، د غاټولو ګلانو لپاره د ژوند زمینه سازي کوم، خو د دې ټولو خدمتونو په بدل کې څه نه غواړم، بې احسانه مرسته کوم. نه د چا نه معاش غواړم، نه موقف! نه ستاینه غواړم او نه مډالونه! تاسو که د معاش په ورکولو کې له برابرۍ کار نه اخلئ او یا په ستاینو او غندنو کې مساوات نه کوئ، خو زه کوښښ کوم، چې افراط او تفریط ونه کړم، د خپل او پردي سره یو شان اوسم.

مذهبي، ژبني، قومي، جنسي، تعصب او تبعیض نه کوم. مذهبي اختلافات به موجود وي، خو دا چې انسانان د وینې یو شان رنګ لري، د بدن په اعضاوو کې یې دومره توپیر نه شته او د ادیانو اصلي موخه انسانیت ته خدمت کول دي، نو ځکه زه هم انسانانو ته کار کوم.

تا به زما په څپو کې هغه اوازونه او زمزمې اوریدلې وي چې وايم:

حمزه ډېر مسلمانان شته او کافر شته په دنیا کې

زه اشنا د هغه کس یم، چې روش یې د انسان وي

همدارنګه کله کله دا هم وایم:

د دنیا مذهب پرستو د انسان خونریزې پریږدئ

لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده

د نړۍ انسانان د بېلابېلو والدینو پیدا کېږي. په بېلابېلو چاپیریالونو کې لويېږي، نو حتمي خبره ده، چې په بېلابېلو ژبو به خبرې کوي، نو ځکه ما ته ژبنیز توپیرونه مهم نه دي.

دراني، غلجي، ګګیاڼي، ترکمن، ازبک او داسې نور قومونه شته، چې په قومیت افتخار کول سم کار نه دی، خو د نسب او شجرې په یاد ساتلو کې یې یادونه اړینه ده، نو ځکه ما ته ټول قومونه یو شان دي، ځکه چې د شخصیت په لحاظ علم او د فوقیت په لحاظ تقوا مهمه ده.

جنسي توپيرونو ته ارزښت نه ورکوم. که نارینه نه وای، نو ښځې به نه وو او که ښځې نه وای، نارینه به نه وو.
تعصب نه کوم، خپل او پردي راته یو شان دي، د هغه پوهان خبره:

«تغير رنګ را نبايد تغير جنس دانست. برنج از لغمان باشد يا از بغلان، پلو باشد يا چلو، رنګ و ذايقه ان کمی تفاوت خواهد داشت، مګر در برنج بودن ان شکی نيست»

ولسمشره!

زه د یو ځانګړي ځای اوسېدونکی یم. زه پیدا شوی په هغو لوړو ځایونو کې یم، چې لاندې یې زما د کورنۍ غړي دي. کله چې بخار شوم، پیدایښت مې د هغو بړبړکیو وو، چې زما نه یې د خیر طمع درلوده. غواړم خپلو خلکو ته خدمت وکړم، مهار شم او د غریبو او بیچاروو اوښکې پاکې کړم، د دوی نسونه ماړه کړم، دوی ته د کار زمینه برابره کړم.

زما واک او اختیار ما سره نه شته، بې اختیاره یم. زما واک انسان ته ورکړل شوی، چې څه ډول ګټه رانه اخلي. که په ځينو ځایونو کې خیانت کوم او ستونزې پیدا کوم او یا د ګټې پرځای زیان رسوم، ستونزه په ما کې نشته، بلکې د هغه ځای په خلکو کې ده، چې زما نه سمه ګټه نشي اخیستای.

زه د خپلې کورنۍ سره خوا خوږي لرم او غواړم ورته کار وکړم، خو زه بې فکره او بې شعوره یم، عقل او پوهه نه لرم، عقلمند خلک له ما سمه ګټه اخېستلای شي.

که ځای پر ځای ودریږم، نو بوی به وکړم، نو ځکه حرکت کوم او پوهېږم چې حرکت کې برکت وي، خو زما د حرکت مسیر تاسو سمولای شئ، ما ته لارښوونه تاسو کولای شئ، ما په صراط المستقیمې لارې تاسو برابرولای شئ.

ولسمشره!

کله کله چې ځینې ځایونو ته لاړ شم، خلک مې عزت کوي، ښه راغلاست راته وايي، ښکلي ځایونه راته جوړوي او بېلابېل حیوانات مې په ګېډه کې ژوند کوي، خو په اصلي کور کې مې قدر نشته.

هو! دلته د قدر او قیمت معیارونه د نورې نړۍ سره توپير لري او په داسې ملکونو کې پوهان هم بې قیمته وي، نو زما به څه عزت وشي. که تاسو د پوهانو په قدر پوهېدلای، نو نن به ما هم عام ولس ته خدمت کاوه، ځکه چې همدوی «پوهانو» له ما ګټه اخېستلای شي. هغوی مې په قدر پوهېږي، نو ځکه یې زه هم قدر کوم. هغوی د فکر نه کار اخلي او ما مهاروي، نو ځکه زه هم ورسره مرسته کوم.

که هلته خدمت کوم او دلته خیانت، نو هلته د خدمت او دلته د خیانت واک زما سره نشته. زما اختیار د پوهو او فکرمندو خلکو سره دی، چې زما نه څه ډول ګټه اخلي. ستونزه په ما کې نشته، بلکې زما په استعمال کې ده.

د نړۍ د ټولو بې اختیارو شیانو ښه ګټه اخېستنه د پوهو انسانانو کار دی.که د انسان فکري قوت پیاوړی وي، نو ټول کاینات د ځان او ټولنې لپاره مسخرولای شي او که انساني پوهه نه وي، نو ډېر بې اختیاره توکي د ګټې پر ځای زیان رسوي. بارانونه که کورونه ورانوي، نو بریښنا هم جوړوي. که باد انسان ته زیان رسوي، نو بادي بریښنا هم لاس ته راوړي. که برق انسان نیسي، نو د ژوند ډېر سهولتونه هم برابروي. که زهر انسان وژني، نو د انسان ژوند هم ژغورلای شي. د دې ټولو بې اختیاره څېزونو استعمال کې توپير دی، چې څنګه ترې ګټه اخېستل کېږي او د ګټې اخېستونکیو علمي کچه څومره پیاوړې ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
sultan mohammad
میلمه
sultan mohammad

په افغانستان کی داوبو طبعي زیرمی دکمښت له ګواښ سره مخ دي لیکوال : (( ديپلوم انجنیر سلطان محمد (احمدزی) انجنیرسروی اننتوري )) اوبه دځمکی په کره کی دانسانانو له پاره حیاتي او اقتصادي ارزښت لري ، وروسته له اکسیجن څخه دانسانانو له پاره دوهمه حیاتي ماده ده ، اوبه په طبعیت کی یوازیني ماده ده چه په (جامد– مایع – ګاز ) شکل موندل کیږي ، اوبه دانسانانولپاره دحیاتي اړتیاوو د رفع کولو ترڅنګ نوری ګټی اوفایدی هم لري دبیلګی په ډول په دریابونو کی اوبه د تجارت له پاره ستره وسیله ده ، درودخانو اوبه دزراعت کښت له… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د ښاغلی او دروند اغاصاحب هاشمی او محترم انجنیر صاحب سلطان محمد احمد زی د ښکلو او ګټورو او خوندورو لیکنو څخه په ډېره مننی سره. زه کولا مولا شربت مربت او چای مای اصلاً نه چیښم او فقط اوبه می خوښی دی هغه هم نه د کور د نل اوبه بلکه په بازار کی رانیول شوی اوبه، د سدرۍ جیبونه می ټول د اوبو په رانیولو کی اکثراً وچ او ګونجی وی بناً د اوبو سره د مینی پخاطر غواړم د پورته ښکلی لیکنی او ګټوری او معلوماتی تبصرې په ویاړ یوه بدرنګه قلمی نڅا تر سره کړم. د… نور لوستل »