د اوبو ليک

لیکوال: پوهنمل سید اصغر هاشمي

ګرانه ولسمشره!

د انسان بدن اوبو ته ډېره اړتیا لري. په جنت کې د شاتو، شیدو او شرابو پرته د اوبو ویالې دي، چې جنتیان به ترې ګټه اخلي.

د نباتاتو اسکلیټ زما په واسطه په پښو ولاړ دی. زما سپینه وینه یې په بدن کې جریان لري او په رنګونو کې یې حرکت کوم.

ظالم زمری چې کله د نورو وینې وڅکي، نو راشي زما په غاړه خوله کېږدي او ځان سیرابوي، خو بیا هم فرمانبرداري یې کوم.

شپه او ورځ د بېړیو اطاعت کوم، د دوی د اوږو بارونه په خپلو اوږو جګوم او له دوی سره مرسته کوم.

همدا زه «اوبه» یم چې بخار رانه پیدا کېږي، بخار وریځې شي او د وریځو په برکت بارانونه کېږي. فصلونه شنه کوم، ډول ډول میوې ورکوم، حیواناتو ته په څرځایونو کې بېلابېلې ګیاوې پیدا کوم، دشتې او لاښونه زرغونوم، د غاټولو ګلانو لپاره د ژوند زمینه سازي کوم، خو د دې ټولو خدمتونو په بدل کې څه نه غواړم، بې احسانه مرسته کوم. نه د چا نه معاش غواړم، نه موقف! نه ستاینه غواړم او نه مډالونه! تاسو که د معاش په ورکولو کې له برابرۍ کار نه اخلئ او یا په ستاینو او غندنو کې مساوات نه کوئ، خو زه کوښښ کوم، چې افراط او تفریط ونه کړم، د خپل او پردي سره یو شان اوسم.

مذهبي، ژبني، قومي، جنسي، تعصب او تبعیض نه کوم. مذهبي اختلافات به موجود وي، خو دا چې انسانان د وینې یو شان رنګ لري، د بدن په اعضاوو کې یې دومره توپیر نه شته او د ادیانو اصلي موخه انسانیت ته خدمت کول دي، نو ځکه زه هم انسانانو ته کار کوم.

تا به زما په څپو کې هغه اوازونه او زمزمې اوریدلې وي چې وايم:

حمزه ډېر مسلمانان شته او کافر شته په دنیا کې

زه اشنا د هغه کس یم، چې روش یې د انسان وي

همدارنګه کله کله دا هم وایم:

د دنیا مذهب پرستو د انسان خونریزې پریږدئ

لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده

د نړۍ انسانان د بېلابېلو والدینو پیدا کېږي. په بېلابېلو چاپیریالونو کې لويېږي، نو حتمي خبره ده، چې په بېلابېلو ژبو به خبرې کوي، نو ځکه ما ته ژبنیز توپیرونه مهم نه دي.

دراني، غلجي، ګګیاڼي، ترکمن، ازبک او داسې نور قومونه شته، چې په قومیت افتخار کول سم کار نه دی، خو د نسب او شجرې په یاد ساتلو کې یې یادونه اړینه ده، نو ځکه ما ته ټول قومونه یو شان دي، ځکه چې د شخصیت په لحاظ علم او د فوقیت په لحاظ تقوا مهمه ده.

جنسي توپيرونو ته ارزښت نه ورکوم. که نارینه نه وای، نو ښځې به نه وو او که ښځې نه وای، نارینه به نه وو.
تعصب نه کوم، خپل او پردي راته یو شان دي، د هغه پوهان خبره:

«تغير رنګ را نبايد تغير جنس دانست. برنج از لغمان باشد يا از بغلان، پلو باشد يا چلو، رنګ و ذايقه ان کمی تفاوت خواهد داشت، مګر در برنج بودن ان شکی نيست»

ولسمشره!

زه د یو ځانګړي ځای اوسېدونکی یم. زه پیدا شوی په هغو لوړو ځایونو کې یم، چې لاندې یې زما د کورنۍ غړي دي. کله چې بخار شوم، پیدایښت مې د هغو بړبړکیو وو، چې زما نه یې د خیر طمع درلوده. غواړم خپلو خلکو ته خدمت وکړم، مهار شم او د غریبو او بیچاروو اوښکې پاکې کړم، د دوی نسونه ماړه کړم، دوی ته د کار زمینه برابره کړم.

زما واک او اختیار ما سره نه شته، بې اختیاره یم. زما واک انسان ته ورکړل شوی، چې څه ډول ګټه رانه اخلي. که په ځينو ځایونو کې خیانت کوم او ستونزې پیدا کوم او یا د ګټې پرځای زیان رسوم، ستونزه په ما کې نشته، بلکې د هغه ځای په خلکو کې ده، چې زما نه سمه ګټه نشي اخیستای.

زه د خپلې کورنۍ سره خوا خوږي لرم او غواړم ورته کار وکړم، خو زه بې فکره او بې شعوره یم، عقل او پوهه نه لرم، عقلمند خلک له ما سمه ګټه اخېستلای شي.

که ځای پر ځای ودریږم، نو بوی به وکړم، نو ځکه حرکت کوم او پوهېږم چې حرکت کې برکت وي، خو زما د حرکت مسیر تاسو سمولای شئ، ما ته لارښوونه تاسو کولای شئ، ما په صراط المستقیمې لارې تاسو برابرولای شئ.

ولسمشره!

کله کله چې ځینې ځایونو ته لاړ شم، خلک مې عزت کوي، ښه راغلاست راته وايي، ښکلي ځایونه راته جوړوي او بېلابېل حیوانات مې په ګېډه کې ژوند کوي، خو په اصلي کور کې مې قدر نشته.

هو! دلته د قدر او قیمت معیارونه د نورې نړۍ سره توپير لري او په داسې ملکونو کې پوهان هم بې قیمته وي، نو زما به څه عزت وشي. که تاسو د پوهانو په قدر پوهېدلای، نو نن به ما هم عام ولس ته خدمت کاوه، ځکه چې همدوی «پوهانو» له ما ګټه اخېستلای شي. هغوی مې په قدر پوهېږي، نو ځکه یې زه هم قدر کوم. هغوی د فکر نه کار اخلي او ما مهاروي، نو ځکه زه هم ورسره مرسته کوم.

که هلته خدمت کوم او دلته خیانت، نو هلته د خدمت او دلته د خیانت واک زما سره نشته. زما اختیار د پوهو او فکرمندو خلکو سره دی، چې زما نه څه ډول ګټه اخلي. ستونزه په ما کې نشته، بلکې زما په استعمال کې ده.

د نړۍ د ټولو بې اختیارو شیانو ښه ګټه اخېستنه د پوهو انسانانو کار دی.که د انسان فکري قوت پیاوړی وي، نو ټول کاینات د ځان او ټولنې لپاره مسخرولای شي او که انساني پوهه نه وي، نو ډېر بې اختیاره توکي د ګټې پر ځای زیان رسوي. بارانونه که کورونه ورانوي، نو بریښنا هم جوړوي. که باد انسان ته زیان رسوي، نو بادي بریښنا هم لاس ته راوړي. که برق انسان نیسي، نو د ژوند ډېر سهولتونه هم برابروي. که زهر انسان وژني، نو د انسان ژوند هم ژغورلای شي. د دې ټولو بې اختیاره څېزونو استعمال کې توپير دی، چې څنګه ترې ګټه اخېستل کېږي او د ګټې اخېستونکیو علمي کچه څومره پیاوړې ده.

تبصرې (2)

  • په افغانستان کی داوبو طبعي زیرمی دکمښت له ګواښ سره مخ دي

    لیکوال : (( ديپلوم انجنیر سلطان محمد (احمدزی) انجنیرسروی اننتوري ))

    اوبه دځمکی په کره کی دانسانانو له پاره حیاتي او اقتصادي ارزښت لري ، وروسته له اکسیجن څخه دانسانانو له پاره دوهمه حیاتي ماده ده ، اوبه په طبعیت کی یوازیني ماده ده چه په (جامد– مایع - ګاز ) شکل موندل کیږي ، اوبه دانسانانولپاره دحیاتي اړتیاوو د رفع کولو ترڅنګ نوری ګټی اوفایدی هم لري دبیلګی په ډول په دریابونو کی اوبه د تجارت له پاره ستره وسیله ده ، درودخانو اوبه دزراعت کښت له پاره ، اوبهیدونکی اوبه دچاپریال په پاکوالی کی مهم نقش لري .
    افغانستان یو کرهڼیز هیواد دی وګړي یی په زیاته اندازه د ځمکو دخړوبولو، فابریکو لپاره د څښاک له اوبوڅخه چه دځمکی له خیټی (تحت الارضی اوبو) څخه د سولرونو(شمسیو) په واسطه راباسي چه په دی صورت کی داوبو طبعي زیرمی د کمښت له ګواښ سره مخ دي .
    اوپه کمه کچه د رود خانو له اوبو څخه په کرهڼه کی کار اخلي.د اوبو طبعي زیرمی د اورښتونوپه واسطه غني کیدای شي .
    دځمکی لاندی داوبو طبعي زیرمو د غني کیدا لپاره لاندی فکتورونه ډیرمهم دي :
    1– داورښت ډول ( د واوری اورښت نسبت دباران اورښت ته ) دځمکی لاندی د اوبو زیرمه ښه تغذیه کوي .په دی معنی چه واوره په تدریجي شکل سره ویلی کیږي اوځمکی ته ښه د جذب زمینه برابروي .
    2 – دځمکی پرمخ بوټي او ونی داوبو د جریان د بطي کیدو سبب ګرځي او ځمکه په اساني سره اوبه جذبه ولای شي .
    3 – په رودخانو ، سیلبورونو،او خوړونو کی خاکي بندونو جوړونه ترڅو د باران اوبودجریان د بطي کیدو سبب وګرځي اوځمکه ددی خاکي بندونو دډنډونو اوبه په اسانی سره جذب کړای شي .
    4 – عمیق څاګان بی له قانوني جوازه کیندل شوي او دسولرونو په واسطه دسهار نه تر ماښامه اوبه د ځمکی له خټی راباسي باید میترونه ورته نصب شي اومالی تکس ورته تعین کړای شي ترڅو دضرورت نه د زیاتو اوبو مخه ونیول شي .( دځمکی لاندی اوبه یعنی طبعي زیرمی یو عامه ملکیت دی) په کوم یوازني شخص پوری تړاو نه لري .
    5 – دافغانستان اراضي زیاته برخه داوبو دجذب قابلیت لري ، دشاړو ځمکو دخړوبولو لپاره بهیدونکي رودونه لري، او دانرژی دتولید اوکانالونو لپاره دبندونومناسبی ساحی لري .

    په هیواد کی دراتپل شوي جنګ له امله حکومت لا هم نا توانه دی چه خپلی اوبه له ګاونډبو هیوادونوڅخه په نسبی کچه راوګرځوي، په ورستیو کالونو کی دوچکالۍ له امله دځمکی پرمخ اودځمکی لاندی داوبو کچه بی ساری ټیټه شوی ده او دوچکالۍ او سختی قحطي ترڅنګ داوبو غیرمسلکي استعمال هم داوبو دکچی په ټیټ والی کی اثرلري .
    حکومت ته لازمه ده چه په دی برخه کی لازم اقدامات ترسره کړي ، او دکارکونکو دعلمي ظرفیت په لوړولو کی باید خاصه توجه وکړي .
    داوبو د کمښت ستونزه دافغانانو لپاره ترجنګ وروسته ستراقتصادي ګواښ دئ .

  • د ښاغلی او دروند اغاصاحب هاشمی او محترم انجنیر صاحب سلطان محمد احمد زی د ښکلو او ګټورو او خوندورو لیکنو څخه په ډېره مننی سره.
    زه کولا مولا شربت مربت او چای مای اصلاً نه چیښم او فقط اوبه می خوښی دی هغه هم نه د کور د نل اوبه بلکه په بازار کی رانیول شوی اوبه، د سدرۍ جیبونه می ټول د اوبو په رانیولو کی اکثراً وچ او ګونجی وی بناً د اوبو سره د مینی پخاطر غواړم د پورته ښکلی لیکنی او ګټوری او معلوماتی تبصرې په ویاړ یوه بدرنګه قلمی نڅا تر سره کړم.
    د حیاتی عناصرو له جملې څخه اوبه یوازنی عنصر دی چه د بشر د ژوند په ډېرو مهمو برخو کی یو مهم رول لوبوی چه البته نن سبا د یو سیاسی او استعماری فشار پتوګه هم کار ترې اخیستل کیږی، د تیلو جنګ د تریاکو جنګ د طلا جنګ د مځکی جنګ د قومونو جنګ د مذهبونو او عقائدو جنګ او نور ډول ډول جنګونه په تاریخ کی ثبت شویدی چه متأسفانه داسی ښکاری چه بشریت به د اوبو د جنګ تجربه هم وڅکی چه هیله مند یو داسی ونشی.
    اوبه د نورو درنو رولونو تر څنګ په عقیدوی او فرهنګی او ادبی او هنری او مذهبی ډګرونو کی هم یوه فعّاله ونډه لری.
    هیڅ شاعر نشته چه د اوبو د لفظ ( لږ تر لږه د باران په شکل) سره ئې تماس نه وی نیولی او هیڅ معمار او نقاش بېله اوبو د اثارو د تخلیق توان نلری.
    په مذهبی لحاظ هم اوبه په ابراهیمی دینونو او شرقی مذهبونو کی ستر رول لری.د مسلمان اودس او غسل او مسیحی د تعمید غُسل د هندو (بې اوبازی غوټې ،چه راووځی تر پخوا لا وچ او خیرن وی) په جمنا او ګنګا سیند کی دا ټول د اوبو د ارزښت د کچی ښکارندوی دی.
    د انسان د بدن هره حجره او سِل هم د مځکی د کُرې غوندی د اوبو له اویا سلنی څخه تشکیل شویدی.
    کوم وخت یو مصری مسلمان پروفیسر وویل څرنګه چي د بدن هره حجره د زیاتو اوبو درلوونکې ده نو د اِنزال په صورت کی د بدن ټولی حجرې د کهالت او ستړیا سره مخامخ کیږی چه فقط د جنابت غُسل کولای شی ددې ستړو حجرو د تسکین او هوسائي سبب شی. سبحان الله.
    اوبه د بشر خصوصاً مسلمان انسان لومړني او وروستئ عنصر دی چه باید کار ترې واخیستل شی،کله چه ماشوم وزیږی تر هر څه مخکی ئې لومړی په اوبو وینځی او بیا شیدې ورکوی همدارنګه کله چه مړ شی همدا اوبه ئې د وروستي ځل لپاره د وجود سره تماس نیسی یعنی د میّت غُسل.
    امّا له پورته بحث څخه زما اصلی مقصد دادی:
    اوبه نن سبا د بشر خصوصاً یاغی بشر لپاره یو ستر په اصطلاح ازمایښت دی، علم او انسانیت او بشری خواخوږی او اخلاق او احساس ئې امتحانیږی، خصوصاً هغه فرعونی لاپی چه د نن ورځی بشر ئې د علم او تکنولوژی د پرمختګ او جادو په سُرنا کی ږغوی همدا د اوبو په هکله به ثابتی شی.
    ګوری، د مځکی د مخ په سلو کی څلور اویا برخه اوبو تشکیل کړېده خو نن سبا ډېر پرمخ تللی هیوادونه سره لدې چه د سمندر پر غاړه پراته دی د اوبو د قحطی سره مخامخ دی او حتی په ځینو غیر مُسلم هیوادونو کی د باران لمونځونه او دُعاګانی تر سره کیږی ، دا صحیح ده چه د لویو سمندرونو اوبه د څښاک او کرهڼی وړ ندی او فقط د استعماری او تجارتی کښتیانو کار تر اخیستل شویدی خو سره لدې بیا هم اوبه دی او فقط د مالګی اندازه ئې ډېره ده بناً هغه د ګوزکی زامن چه ځانونه د خدای غوره قوم ګڼی او د تکنولوژیکی پراخ پر مختګ ادعا هم لری او حتی د خدائي دعوه کوی او دا علمی ادعا هم لری چه یوه ورځ به د مړی په ژوندی کولو بریالی شی خو ددې سترو سمندرونو د اوبو د ګټی اخیستنی (د ورځنی او کرنیزو چارو) څخه عاجزه دی او سربېره پر دې هڅه کوی چه د نړۍ د ولسونو خصوصاً ګاونډ هیوادونه د اوبو د بحران ایجاد او تشدید ته لمن ووهی.
    وروستۍ خبره می داده:
    استعمارګران او توطئه ګران بېل دی، د وطن په سطحه یو لنډ د زړه خواله:
    زموږ په ټولنه کی شاید ډول ډول قاتلین موجود وه او موجود وی خو هغه قاتلین چه د مېزان په ورځ به د ډېر عجیب حالت سره مخامخ وی هغه د اوبو پر سر د جګړې قاتلین او مقتولین دی، هغه جګړې چه د فئوډالانو کُسمادارانو او خائنانو د مځکو د خړوبولو پخاطر د بېچاره بزګرانو تر منځ پېښی سویدی. فېوډال او زمین دار خپله لو غره او لو خېټه په کور کی ناست ؤ خو بزګر بېچاره ئې د اوبو په شیطانی دعوو او شخړو کی قربانی کړی او قاتل یا مقتول ئې ترې جوړ کړیدی.زموږ د ټولنی په عمومی فرهنګ کی د نورو قاتلینو قتل ددومره کرکی وړ نه ؤ لکه د مځکو او کښتونو د خړوبولو پر سر د اوبو پخاطر قتل. څومره بدبخته وه دا کسان.
    خُلاصه د اوبو بحث یو اوږد او خوږ بحث دی چه زما غوندی بیسواد کس له پوهی بهر دی .
    دُعا به کوو چه احتضار مو د عطش او تندی له امله د سختۍ څخه وژغورل شی. تنده بد حالت دی.