د ګستاخِ رسول سزا

ليکوال: عُقابي جانان

د ګستاخِ رسول ده بس همدا سزا
چې په توره يې سر شي له تن نه جدا

چې هرڅوک هم کوي د رسول ګستاخي
قتلول يې په مونږه دي فرض رب لخوا

له خوږ نوم يې قربان مونږ پرې يو عاشقان
فدايان يو له ګران پېغمبر يو فدا

يا اللهﷻ درنه غواړو بس دومره قُوّت
په کُفّارو چې اور کړو دا ټوله دنیا

مونږ کم وسي يو ربه ته یې زورور
ياالله کړه تباه دا د وخت ابرها

خپل محبوب ته يو ډېر ملامت او خِجل
ترېنه ځار مو سر مال هم ادې او بابا

چې په ګران پېغمبر غیرت نشي کوی
“عُقابي” دې نور شي له جهان نه فنا

“عُقابي جانان”

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د