شعـــــرونه

نعت شريف

قاري اسلام ګل شېرزاد

ستا افعال او ستا اقوال مې د ژوند کار شه

هر قدم مې د ژوندون دا ستا په لار شه

ځان اولاد او مال مې واړه لتا زار شه

صدقه مې هم لتانه مور او پلار شه

تا چه بد ستايي لتانه ناخبر دي

څوک په خوله او څوک په زړه باندي کافردي

يا خبر دي خو له حقو نه منکر دي

لنډه دا چه در په در خاوري په سر دي

په ريښتيا وايو حبيبه ستا امت يو

مونږ اقرار کوو چه تاته ملامت يو

دې کې شک نشته چه ډېر زيات خجالت يو

په کوم حق دي مستحق د شفاعت يو

اسلام نشته پاتي شوی يي تش نوم دی

که نه هر دښمن دي ښه راته معلوم دی

ستا امت وس خواروزار دی ډېر مظلوم دی

مسلمان رانه ورک شوی خدايه کوم دی

مېندي خوري سکني ورونه د لړم دي

مسلمان خپل مينځ کې يوبل ته اړم دي

اکثريت يې د کافرو په رقم دي

نه په خپله خوشحالۍ دي نه په غم دي

رايادېږي دي ياران عمر دي نشته

ابوبکر او عثمان عمر دي نشته

علي نشته د ميدان عمر دي نشته

چه په تا کړي ځان قربان عمر دي نشته

شېرزاد وايي په هر ان درنه لوګی شه

په سر سترګو زما ځان درنه لوګی شه

لاندي ځمکه پاس اسمان درنه لوګی شه

محمده ص ټول جهان درنه لوګی شه

2018/8/29 بر دبۍ مسجد بن مجرن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x