fbpx

د ګواښونو له امله د پيغمبر عليه السلام په شان کې د کارټونونو سيالۍ لغوه شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ وږی ۱۳۹۷ل): په هالنډ کې د پارلماني وکيل ګيرټ وايلډر له لوري د پيغمبر عليه السلام په شان د توهينوونکو کارټونو اعلان شوې سيالي وروسته تر هغه لغوه اعلان شوه، چې دغه وکيل رسنيو ته وويل، چې د دغو سياليو له امله ورته ګواښونه شوي او ژوند يې له ګواښ سره مخ دی.

ګيريټ وايلډر تېره شپه ناوخته په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې «د اسلامي سخت دريځو د بريدونو د وېرې له امله ما پرېکړه وکړه، چې دغه سيالي لغوه اعلان کړم.»

ګيريټ وايلډر اعلان کړی و، چې د روان کال په نومبر به کې د پيغمبر عليه السلام  په شان کې د سپوونکی کارټون سيالۍ جوړه کړي، چې له دوو سوو زياتو کارټونيسټانو به په کې ګډون کاو او ګټونکي ته يې لس زره ډالره جایزه ټاکل شوې وه.

د دغې سيالۍ له اعلان وروسته د افغانستان او پاکستان په ګډون په ټولې اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه تر سترګو شول او په پاکستان کې يو شمېر مذهبي ګوندونو د دغو سياليو پر ضد د پراخو لاريونونو اعلان وکړ او له حکومته يې وغوښتل، چې د هالنډ سفير له هېواده وشړي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم وړمه ورځ د دغه هېواد د مشرانو جرګې ته ويلي و، چې د پيغمبر عليه السلام په شان د دغه ډول توهينوونکو ګامونو په اخيستو د نړۍ د وګړو او ټولنو ترمنځ کرکه او نفرت زياتيږي او لويديځوال نه پوهيږي، چې مسلمانان له خپل پيغمبر عليه السلام سره څومره مينه لري.

طالبانو هم د هالنډي وکيل دغه ګام غندلی او خپل جنګياليو ته يې امر کړی، چې په افغانستان کې پر هالنډي پوځيانو بريدونه وکړي.

طالبانو له دولتي عسکرو هم غوښتي، چې يا په خپله پر هالنډي پوځيانو بريد وکړي او يا هم دوی ته لاره ورکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

په عامو مسلمانانو کي دا غيرت او مړانه سته چي دغه خبيث ته ګواښونه وکړي او دا ګواښونه به يې حتماً ورته کړي وي، خو اصلي خبره داده چي د مسلمانو هيوادونو بې همتو او د کفارو تحت الحمايه ګوډاګيو مشرانو د هالنډ حکومت او نورو مشرو کفارو ته عذرونه وکړل چي که دا کار وسي زموږ تر ظلم او ولکه لاندي مسلمانان چي زموږ او ستاسي له ظلمونو تر پوزي راغلي دي ستونزي راته جوړوي او ښايي زموږ تر کابو ووزي او کفري نړۍ ته ډېر تاوان وکړي، ځکه نو د هالنډ حکومت ګيرټ وايلډر رذيل اړ کړ چي… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

سلام علیکم. څو شېبې مخکی می د دعوت پنامه د برېښنا پاڼه لوستله لومړۍ لیکنه د ښاغلی نجیب ننګیال په ګوتو لیکلې شوې( عجیبه ده) می تر سترګو شوه البته ( عجیبه ده) دومره راته عجیبه نه وه لکه د لیکوال ماشومانه استدلال چه راته عجیب ښکاره شو. د لیکونکی د تفکر څخه داسی ښکاری چه هغه د لیبرالیزم په غمزه یو نشه ځوان دی. د یوې خوا د مسجدالحرام د امام د حقانیت! دفاع کوی ( نه غواړی اعتراف وکړی چه د سعودی ټوله دینی او حکومتی دستګاه د نړیوال صهیونیزم او امپریالیزم یوه مزدوره دستګاه ده) ادعا لری… نور لوستل »