د ګواښونو له امله د پيغمبر عليه السلام په شان کې د کارټونونو سيالۍ لغوه شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ وږی ۱۳۹۷ل): په هالنډ کې د پارلماني وکيل ګيرټ وايلډر له لوري د پيغمبر عليه السلام په شان د توهينوونکو کارټونو اعلان شوې سيالي وروسته تر هغه لغوه اعلان شوه، چې دغه وکيل رسنيو ته وويل، چې د دغو سياليو له امله ورته ګواښونه شوي او ژوند يې له ګواښ سره مخ دی.

ګيريټ وايلډر تېره شپه ناوخته په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې «د اسلامي سخت دريځو د بريدونو د وېرې له امله ما پرېکړه وکړه، چې دغه سيالي لغوه اعلان کړم.»

ګيريټ وايلډر اعلان کړی و، چې د روان کال په نومبر به کې د پيغمبر عليه السلام  په شان کې د سپوونکی کارټون سيالۍ جوړه کړي، چې له دوو سوو زياتو کارټونيسټانو به په کې ګډون کاو او ګټونکي ته يې لس زره ډالره جایزه ټاکل شوې وه.

د دغې سيالۍ له اعلان وروسته د افغانستان او پاکستان په ګډون په ټولې اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه تر سترګو شول او په پاکستان کې يو شمېر مذهبي ګوندونو د دغو سياليو پر ضد د پراخو لاريونونو اعلان وکړ او له حکومته يې وغوښتل، چې د هالنډ سفير له هېواده وشړي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم وړمه ورځ د دغه هېواد د مشرانو جرګې ته ويلي و، چې د پيغمبر عليه السلام په شان د دغه ډول توهينوونکو ګامونو په اخيستو د نړۍ د وګړو او ټولنو ترمنځ کرکه او نفرت زياتيږي او لويديځوال نه پوهيږي، چې مسلمانان له خپل پيغمبر عليه السلام سره څومره مينه لري.

طالبانو هم د هالنډي وکيل دغه ګام غندلی او خپل جنګياليو ته يې امر کړی، چې په افغانستان کې پر هالنډي پوځيانو بريدونه وکړي.

طالبانو له دولتي عسکرو هم غوښتي، چې يا په خپله پر هالنډي پوځيانو بريد وکړي او يا هم دوی ته لاره ورکړي.

تبصرې (2)

  • په عامو مسلمانانو کي دا غيرت او مړانه سته چي دغه خبيث ته ګواښونه وکړي او دا ګواښونه به يې حتماً ورته کړي وي، خو اصلي خبره داده چي د مسلمانو هيوادونو بې همتو او د کفارو تحت الحمايه ګوډاګيو مشرانو د هالنډ حکومت او نورو مشرو کفارو ته عذرونه وکړل چي که دا کار وسي زموږ تر ظلم او ولکه لاندي مسلمانان چي زموږ او ستاسي له ظلمونو تر پوزي راغلي دي ستونزي راته جوړوي او ښايي زموږ تر کابو ووزي او کفري نړۍ ته ډېر تاوان وکړي، ځکه نو د هالنډ حکومت ګيرټ وايلډر رذيل اړ کړ چي تر دې کار تېر سي.

  • سلام علیکم.
    څو شېبې مخکی می د دعوت پنامه د برېښنا پاڼه لوستله لومړۍ لیکنه د ښاغلی نجیب ننګیال په ګوتو لیکلې شوې( عجیبه ده) می تر سترګو شوه
    البته ( عجیبه ده) دومره راته عجیبه نه وه لکه د لیکوال ماشومانه استدلال چه راته عجیب ښکاره شو.
    د لیکونکی د تفکر څخه داسی ښکاری چه هغه د لیبرالیزم په غمزه یو نشه ځوان دی.
    د یوې خوا د مسجدالحرام د امام د حقانیت! دفاع کوی ( نه غواړی اعتراف وکړی چه د سعودی ټوله دینی او حکومتی دستګاه د نړیوال صهیونیزم او امپریالیزم یوه مزدوره دستګاه ده) ادعا لری او د بلی خوا د خبیث هالنډی خبیثانه اعمال غواړی توجیه کاندی.
    نه پوهیږم چه ښاغلی ننګیال خپله بیده دی او که ئې پر نورو د بیدو ګومان کړیدی؟
    ننګیال صاحب!د پاکستان او د انګرېز ( هغه انګرېز چه تا غوندی روشنفکران ئې د دموکراټیک سیسټم مینان دی) او د هغوی د مزدورانو توری کړنی او ناروا قتلونه به ددې معنی ونلری چه ګواکی د بشر د حقوقو د دروغجنو مدعیانو توهین آمېزه کړنی د توجیه وړ دی.
    بلی هو، هغه مظلوم شهیدان کوم چي تا د طالبانو د بدو او ناروا کړنو قربانی بللی دی که همدا اوس بیرته راژوندی سی او د اسلام د دښمنانو دا توهین آمېزه حرکات ووینی نو خپل اصلی قاتلین به خوشی او د لیبرالیزم دې خبیثو د پېغمبر علیه السلام توهین کوونکو پلید ګرېوانونه ور څیری کی.
    شریکه! ته د غربیانو د پلیدو لوبو د څرنګوالی څخه خبر نه ئې فقط پدې خوښ ئې چه تا او تا غوندی کسانو ته ئې د اوږدو څوڼو د درلودلو حق او اجازه درکړېده او د کاذبی روشنفکرۍ په القاء ئې مجهز کړی یاستی.
    اصلاً ستا په تفکر درسره ږغېږم:
    د بشر د حقوقو د جهانی منشور د مادو څخه یوه ماده داده چه د بنی آدم د نژادی او مذهبی او فرهنګی ارزښتونو په وړاندی عمومی توهین او سپکاوی یو غیر قانونی عمل شمېرل کیږی.
    نو څنګه یو دموکراټ! سیاستوال! ځانته اجازه ورکوی چه د سلهاوو میلونو انسانانو عقائدو ته توهین وکی، البته کولای شی، ځکه فکر کوی چه زور لری، لکه څنګه چه همدې پلیدو نظامی هالنډیانو د بوسنیا د برستینیا د سیمی پنځه شپږ زره مظلوم او بېګناه انسانان د وحشی صربانو شیطانی منګولو ته وسپارل او هغوی ټول قتل عام کړه.
    ښاغلی ننګیاله!
    نن سبا زموږ ګران هیواد د دوو تورو افکارو په منګلو کی بد ښکیل دی
    ۱- متحجرین او د قرون وسطی موجودات
    ۲- افراطی روشنفکران او د غرب فکری مزدوران خصوصاً هغه روشنفکران چه تر پرون پوری د مارکسیزم بُت ته پر سجده پراته وه یعنی محتلمین