fbpx

مسلمان زلمیه! رښتیا دي په رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلام خوابدیږي…؟!

حریا شملزۍ

ایا ته واقعا خفه یې چې د جهانونو د سردار ، د امن سولي پیغام رسونکې ، د رحمت اللعالمین خیر الوری نورالهدی صلو علیه واله په شان او شوکت کې سپکاوی نشې زغملای ؟

ایا که ستا وس کار وکړي ته به د هالینډ مشهور ګستاخ رسول ته سزا ورکړي له هیواد سره به یی روابط قطع کړي که تاته کوم تعلیمي یا تجارتي بورس درکړي ته به یې مسترد کړي ؟

که ستا وس کار ونکړي نوری لاري چاري شته چې انتقام واخلي که تش د فیسبک په څو کرښو ځان بری الذمه ګڼی ؟

دغه سوالونه پرځان وکړه د ضمیر او وجدان جوابونه ورته ولټوه نه د نفس او شیطان

ــــــــــــــ ما هم دغه سوالونه له ځان سره مطرح کړل د انتقام په اړه مې سوچ وکړ خپل وسائل او توان مې وسنجاوو ته پوهیږي لوستونکیه سخت پړ یا پره ( تذکیر او تانیث ) شوم بدن مې خوله شو د ضعف او خجالت احساس مې وکړ ځکه زما وس وو چې زه انتقام واخلم ، د نبی المرحمه او نبی الملحمه صلی الله علیه وسلم سره د محبت اظهار وکړم د دښمن په سترګو کې یې سترګی ښخي کړم او له دغه راز کړنو یې صرف نظر کړم ته به وایی هغه څنګه ډیر اسانه او روښانه .

ایا تا د امت د محسن صلی الله علیه وسلم د شخصیت ، مقام او هدف په اړه کله فکر کړی د هغه صلی الله علیه وسلم وړوکوالی ، زلمیتوب ، ځواني او مشرتوب مطالعه کړي د ده مبارک صلی الله علیه وسلم د هری مرحلی کړه وړه ، خوراک او څښاک ، سیاست او عبادت ، له خپل پردي ، کافر او مسلمان سره تعلقات ، انفرادي او اجتماعي ژوند ، دعوت او جهاد له مسلم امت سره محبت او له مرتدینو سره نفرت ، د رزق د ترلاسه کولو او په لنډو د ژوندانه هراړخیز پړاوونه کله مطالعه کړي ؟ تا من حیث مسلمان محمدي په ځان کورنۍ او ټولنه کې عملي کړي کوم چې زموږ دین سنن بللي او دفرائضو او یا له هغه وروسته مهم بلل شوي عملي کړي ؟ او که خدای مه کړه په شرمیږي یاځان پس پاته او د بل جهان درته اسیدلي ګوره زلمیه یوازي تاته پیغور نه درکوم زه خپله او ټوله کورنۍ او شاوخوا مې پړ یو او د شیطان علیه لعنه چې امثال یي ډینمارک ، هولیند ، امریکا ، جرمني ، لندن ، فارس او هند ده متاثره یو د هغوئ تقلید مو کړی ، د هغوې لباس ، د هغوئ شیطاني سیاست مو خپل کړي ښځو او نرو مو مسنونه طریقه او کردار پری ایښی تعلیم مو هم د دوی له کوره ، صنائع مو هم د دوي د فحشا ټولو وسائلو ته مو پخپلو هیوادونو کې مارکیټ موندلی یو وخت وچه ډوډی خورو خو چې نیټ ته لاس رسی او پرمختللي وسائل یي ولرو په لنډو ته او خدای مسلمان زلمیه د دوی په ملګرتیا او تعلق فخر نه کوو یولبله په بیدني او فحشا کې مسابقه نه کوو هئ هئ هئ پخپله خاوره ، ځپلو وسائلو ، خپلو اولادونو د دوی چوپړ نه وهو خپل تنکې ځوانان د دوی لپاره نه وژنو ، پخپلو خویندو او وریندارګانو کې د شپی مهال نه ګرځو ، خپل وروڼه د ملا او طالب په تور یا دین دوستي په تور نه وژنو ، ته لږ ګریوان ته ځیر شه په تیرو څلویښتو کلونو کې مو څومره د رحمت اللعالمین وارثان وژلي ، خومره د صفه اصحابو مراکز مو بمبارد کړي که ضمیر لري نر پښتون یا نر افغان یې څومره زما او ستا پیغلي د دغو امریکایانو او هولنډیانو د هوس ښکار دي نور نشم لیکلای د ایمان د نیستۍ ډار راسره پیدا کیږی .

ګوره زلمیه ….. ! که واقعا مسلمان ، افغان یا د سړي زوي یي ………!

اتباع د سنتو د محبت لمړی شرط ده په هرڅه کې د کفر تقلید پریږده ـ

په اسلامي احکامو او شعائرالله ځان خبرکړه او د حفاظت اراده یې وکړه ـ

قرانکریم د یو مکمل جامع او برحق قانون په څیر او عمل پري لازم او ملزوم وګڼه ـ

د رسول الله د واریثینو د وس مطابق ملګرتیا وکړه احترام ته یی قائل شه ـ

د ټولو کفري کړنو ، رواجونو ، فرهنګي او تجارتي برخه باندی د بطلان کښه کش کړه ـ

ته پوهیږی ترټولو لوي ګستاخ او د ټولو متعصبو یهودیانو ، عیسایانو او نورو مرتدینو پلار شیطان ده دغه د لستوڼي مار ورټه ، ویی وژنه او مسخره یی کړه ـ

په کور ، کلي ، مدرسه ، مکتب او هیواد کې د کفری ځواکونو او د هغوی د مزدورانو په ضد تبلیغات وکړه هیوادوال وهڅوه چې د وس مطابق تاوان ورورسوی او د دوی یوازیتوب د دوي مرګ او شکست ده

وطن داره ، تش په نوم مسلمانه ، د ډینمارک او هولینډ مینه واله ، د یهودو غلامه ، د واک او ځواک په وړاندي دین او وطن فروش زلمیه دغه انتقام دي قسم په الله جل جلاله په وس پوره ده او دا یوازني او مؤثره لاره ده

نوره دي خپله خوښه …………………………

فداک امي و ابی یارسول الله نبی المرحمه و نبی الملحمه صلی الله علیه وسلم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د