mohammad

د اسلام د پيغمبر ﷺ په خلاف د غرب مشترک جنايات، او د هغو په اړه زموږ مسؤوليت

ليکنه: مولوي عبدالهادي (مجاهد)

دانبياؤ په تاريخ کې تل ليدل شوي چې هرکله چې دباطل لوری د دليل او منطق په ميدان کې پاتې راغلی نو بيا یې د انبياوو عليهم السلام په شخصيتونو پورې ملنډي وهلي او په هغوي پورې يې په دې نيت مسخرې کړي چې که د هغوئ له حقانيت څخه دڅه مودې لپاره دخلکو پام واړوي. خو ددې کار نتيجه تل دباطل د توقع په خلاف د انبياؤ عليهم السلام په ګټه راوتلې ده، او په انبياؤ پورې مسخره کوونکي خلک او قوتونه هلاک شوي او ذليل شوي دي.

کله چې درسول الله صلّی الله عليه وسلم د زمانې کفارو د هغه په شخصيت پورې په همدې نيت مسخرې شروع کړې، نو الله تعالی ورته د تسلۍ پخاطر دا آيت نازل کړ:(ولقداستهزئ برُسل من قبلک فحاق بالذين سَخِروا منهم ماکانوا به يستهزؤون) سورة الأنعام آيت۹.

ترجمه :(ترتا د مخه په نورو پيغمبرانو پورې هم مسخرې شوې وې،بيا نازل شو په مسخره کوونکو عذاب د دوئ د مسخرو د عاقبت او پايلو په ډول).

الله تعالی کټ مټ همدغه آيت په سورة الأنبياء کې بياهم نازل کړی.

کېدای شي چې د انبياؤ په حق کې دغه بې ادبه خلک سمدستي په کوم عذاب اخته نشي، خو دا پدې معنی نه ده چې الله تعالی به هغوئ ته هېڅ نه وايي، بلکې الله تعالی فرمايي:(ولقداستهزئ بِرُسُل من قبلک فأمليتُ للذين کفروا ثُمّ أخذتُهم فکيف کان عقاب).سورةالرعد/۳۲.

ترجمه: (تر تا د مخه په نورو انبياؤ پورې هم ملنډې وهل شوې وې، ما مهلت ورکړ ملنډو وهونکو کفارو ته، او  بيا مې ونيول په عذاب، بيا نو زما عذاب څنګه ؤ!؟)

د انبياؤ عليهم السلام د سپکاوي مرتکبين په دنياکې له ذليل کېدلو علاوه په آخرت کې يقيناُ جهنميان دي. الله تعالی په سورت الکهف کي فرمایې:(ذلک جزا‌ؤهم جهنم بما کفروا واتخذوا آياتي ورسلي هزوا). ترجمه: (په انبياؤپورې د ملنډو وهونکو جزا جهنم ده د دوئ دکفر او د الله په آياتونو او انبياوو پورې د مسخرو له امله).

په اوسنۍ وخت کې چې په (ډنمارک) (هالنډ) او نورې اروپا کې څو څو ځله پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته منسوب له سپکاوي ډک کارتونونه جوړ اوخپاره شول دا هم د اسلام په مقابل کې د دليل او منطق په ډګر کې د غرب د ماتي او ناتوانۍ عکاسي کوي.

په غرب کې منحرف مسيحيت او مادي الحادي فکر په دليل او منطق سره د اسلام له مقابلې پاتې راغلی. غربيان اوس خپله ماتې کله په خپلو پوځي يرغلونو او کله هم پر اسلامي مقدساتو په بريدنو پټول غواړي.

غرب تر دې مخکې مرتد هندوستانی (سلمان رشدي) استعمال کړ، او بيا ټول غربي هېوادونه په يوه خوله د هغه تر شا ودرېدل. بل ځل یې سپکاوی کوونکې بنګالۍ مرتدې (تسليمي نسرين) ته پناه ورکړه. بيایې د قرآن په خلاف دسيسه جوړه کړه او د(رښتيني قرآن) په نامه یې له الحاد او کفرياتو  ډک کتاب رامنځته او خپورکړ.

د پورتنيو جناياتو ترڅنګ ټول غرب په يوه خوله د جهاد پر مقدسې فريضې د (تروريزم) او وحشت تور ولګاوه، او د مسلمانانو له ذهنونو څخه يې د دغي فريضې د قدسيت د وېستلو لپاره په زرګونو طريقې او په ملياردونو ډالر په کار واچول.

دغه ډول حرکتونه ټول د دې لپاره ترسره کېږي چي په اسلامي امت کې د ديني حميت نبض معلوم کړي، او د هغه په تناسب په خپلو نورو جناياتو کې زياتوالی راولي.

داروپا د دغه جنايت په هکله ځينې غرب پلوې حلقې او په خپله اروپايان دا هڅه کوي چي دغه جنایات دکومې جريدې  يا شخص د شخصي او انفرادي اقدام په حيث معرفي کړي، خو دا خبره هغه وخت غلطه ثابتېږي چي د دې جناياتو په هکله خپله د (ډنمارک)  (هالنډ) او اروپايې ټولنې رسمي دريځونو ته وکتل شي.

داروپا مشرانو د هغو جرايدو له دريځ څخه چي دسپکاوي کارتونونه يې خپاره کړې ول په مکرر ډول د بيان د ازادۍ په بهانه دفاع وکړه او تر شائې ودرېدل. اوکله چي په اسلامي هېوادونو کي د دغه جنايت په مقابل کې سخت عکس العمل راڅرګند شو او په ډنمارک کې دپنځه دېرشو اسلامي هېوادونو سفيرانو وغوښتل چې د ډنمارک له صدراعظم سره وګوري هغه له غروره ډک موقف غوره کړ، له سفيرانو سره ئې هېڅ ونه ليدل او د مسلمانو هېوادونو پر دريځ او د تقريبا يونيم مليارد مسلمانانو پر احساساتو ځان خبرول ئې له خپل شان سره مناسب ونه بلل.

دغه موقف هغه وخت د ټولې اروپا په رسمي موقف بدل شو چي د اروپا د اتحاديې رئيس د (ډنمارک) د صدراعظم د دريځ تأييد وکړ، او د مسلمانانو مظاهرې یې د تأسف او کرکې وړ وبللې. بلکې تر دې هم ورتېر شو، او رسما یې د ډنمارک پر منافعو حمله پر ټولې اروپائې ټولنې حمله وګڼله.

د اروپایې اتحاد له  رسمي احمقانه او مغرور دريځ سره د همغږۍ او  ولسي ملاتړ په نيت له سپکاوي ډک کارتونونه د نورې اروپا اخبارونو او جرائدو هم په مکررډول خپاره کړل، او د مسلمانانو غبرګون ته یې هېڅ اهميت ورنه کړ، چې پدې کارسره اروپايانو عملا ثابته کړه چې د اسلام او مسلمانانو په خلاف د هغوئ حکومتونه او مېډيا چې د ولسونو ترجماني يې کوي سره مشترک موقف لري.

که له يوې خوا اروپا د خپلو دغو جناياتو په دفاع کې مشترک دريځ غوره کړ، نو له بلې خوا په ټولې نړۍ کې مسلمانانو هم وښوده چي د هغوئ په زړونو کې لا تر اوسه له محمد صلی الله عليه وسلم سره مينه ژوندۍ او څپانده ده.

مسلمانانو دا هم ثابته کړه چې د غرب بې تهذيبه فرهنګ او په اسلامي نړۍ کې غربي ډوله تبليغاتو د هغوئ له زړونو د انسانيت د محسن محمد صلی الله عليه وسلم مينه نده وېستلې. هماغه وو چې په میليونونو مسلمانانو په پرله پسې ډول په مظاهرو او لاريونونو کې برخه واخيسته او شهادتونه يې ومنل چې پدې لړ کې افغانانو بیا ټولې نړۍ ته له خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره په داسې حال کې د ميني ثبوت وړاندې کړ چې خاوره يې لا د همدغو يرغلګرو تر اشغال لاندې ده.

افغانانو په لويو مظاهرو او ديرغلګرو پر مرکزونو په بریدونو او د زخمونو او شهادتونوپه زغملو دا وښوده چي افغاني روح او اسلامي احساسات لا  تر اوسه د دوئ په زړونو کې ازاد اوسرشار دي، که څه هم چې غربیانو د افغانانو د افکارو د بدلولو لپاره په میلیاردونو ډالر مصرف کړل.

په هغه وخت کې کرزي او د هغه حکومتي اجیرو ملایانو خو افغانانو ته د يرغلګرو په خلاف د زغم توصيي وکړې، اوکرزي خو لا په خپلو ويناؤ کې خلکو ته د ډنمارکيانو د بښلو توصيه هم وکړه. دا  پداسي حال چې بښنه هغه وخت کېږي چې مجرم خپل جرم ومني او د هغه له امله له مقابل لوري بښنه وغواړي.

په هغه وخت کې د اشغالګرو له لوري د افغانستان لپاره د ټاکل شوي حکومت قاضي القضات (فضل هادي شينواري) خو په ډېرې بې شرمۍ دا هم وويل چي غربيان زمونږ دښمنان نه دي،بلکې هغوئ زمونږ دوستان دي. او دا ځکه چي هغوئ مونږ ته د لندن په کنفرانس کې د لس ملياردو ډالرو وعده راکړې ده. فضل هادي شينواري په هغه وخت کې د غرب په خلاف مظاهرې د اسلام په خلاف کار وباله، او پدې کارسره ئې خلکو ته دا ښه واضحه کړه چي نوموړي ته د محمد صلی الله عليه وسلم تر ذات او شخصيت د امریکایانو او اروپايانو خوشحالول ډېر اهميت درلود.

د اسلام د پيغمبر او نورو مقدساتو په خلاف  د سپکاوي پېښې چې پرون په ډنمارک، نن په هالنډکې  رامنځته کېږي دا فردي جنايات ندي، بلکې د ټولې اروپا او غرب د سياسي، فکري او عقائدي موقف نماينده ګي کوي، او دغه نماينده ګې هغه وخت ټولې نړۍ ته ښه واضحه ښکاره شوه چې د ټول غرب سياسي مشران د فرانسې د (شارلې هېبدو) په نامه  د هغې طنزي مجلې په ملاتړ  راټول شول چې د اسلام د بيغمر صلي الله عليه وسلم په اړه يې له سپکاوي ډک کارتونونه خپاري کړي ول او يوه مسلمان یې پر دفتر حمله کړې وه.

اروپا په تاریخي لحاظ تل د اسلامي نړۍ په خلاف صلیبي موقف لرلی. د رسول الله صلی الله عليه وسلّم په زمانه کې د(مؤته)، (تبوک) او بیا ور پسې د ابوبکر صدیق  رضي الله عنه په زمانه کې د(یرموک) له تاریخي جګړو رانیولې او بيا تر ننه یې د اسلام په خلاف د جګړې لپاره لښکرې را روانې کړې دي. د اسلام او غرب په تاریخ کې څو سوه کاله مسلسلې صلیبي جګړې د همدغې سلسلې سره نښتې کړۍ وې چې وروستۍ جګړه یې په ( ۲۰۰۱م) کال کې د امريکا جمهور رئيس (جورج ډبليو بوش) هم د صلیبي جګړې (crusade war)په نامه اعلان کړه چې په افغانستان کې يې تر سلو زرو زيات انسانان ووژل او لا هم روانه ده.

د صلیبي جګړو تر څنګ اروپا په پرله پسې ډول د اسلامي فکر او اسلامي مفاهیمو په خلاف خپله بله جګړه د (استشراق) او (مسیحي تبلیغ) په شکل کې هم روانه کړې ده چې په لسګونو زره ختیځپوهان (مستشرقین) او (مسیحي کلیسایي مبلغین) یې ورکښې په اسلامي دولتونو، اروپا او امریکا کې په کارګومارلي دي، او په مسلسل ډول په فکري لحاظ د مسلمانانو د منحرفولو او د اسلامي مفاهیمو د تحریفولو چارې پر مخ بیایي.

صلیبي غرب له مسلمانانو څخه په وېره کې نه ده، بلکه له اسلام، د شریعت له مصادرو او له اسلامي شعایرو څخه په وېره کې ده، ځکه چې اسلام  ثابت تلپاتې  او قوي دين دی، او د اسلام دغه ثبات قوت هر ځل یو داسې نوی نسل رامنځته کوي چې په پوره مېړانه له اسلام څخه دفاع کوي،او د اسلامي مفاهیمو د تحریف مخه نیسي.

غرب تل هڅه کوي چې اسلامي مفاهيم تحريف او اسلامي شعائر توهين کړي، ترڅو د هغو په اړه خلک شکمن کړي،او د هغو مؤثریت د مسلمانانو په زړونو کې کم کړي، چې په دې لړ کې یې په نيږدې ماضي کې لاندې اقدامات ترسره کړي دي:

د اروپا (استشراقي) مراکزوپه تېرو اتو پېړیو کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي چې قرآن کریم یو مشکوک کتاب وښيي، او د دې پرځای چې هغه د الله تعالی له لوري نازل شوی کتاب وګڼي تل یې کوښښ کړی چې هغه د محمد صلي الله عليه وسلّم  له لوري یو تألیف شوی کتاب معرفي کړي، چې په دې ترتیب قرآن کريم د الله تعالی له لوري (وحې) نه، بلکې د بشر په لاس د جوړ شوی کتاب په حيث معرفي کړي.

صلیبي اروپا له اسلام سره د خپلې دښمنۍ په لړ کې د اسلامي حجاب د قضیې په اړه هم سخت دریځ غوره کړ، او د خپلو ټولو ډیموکراټیکو دعوو له لرلو سره سره يې په ټوله اروپا کې یوازې د مسلمانې مېرمنې پړونی (حجاب) ونه زغملی شو، بلکې له هغه څخه یې دومره وېره وښوده چې د فرانسې او جرمني په څېر دولتونو په دولتي سطحه د پړوني په خلاف موقف ونيوه، او هغه یې د اروپا د اسلامي کولو استازی وباله.

همدارنګه امریکایانو هم نه یوازې د اسلام په خلاف خپلې جګړې ته د (صلیبي جګړې) نوم ورکړ، بلکې د نیویارک په ښار کې یې د (کعبې شریفې) په ډول او رنګ یوه لویه شرابخانه هم جوړه کړه،او د (مکه) نوم یې ورباندې کېښود،تر څو پدې ډول د مسلمانانو د قبلې او د زمکې پر مخ د تر ټولو سپیڅلي ځای سپکاوی هم وکړي.

د صلیبي اروپا د اسلام دښمنه اقداماتو په لړ کې په اروپا کې د مساجدو پر (منارو) د بندیز د لګولو غوښتنه هم وه چې په ۲۰۰۹ / ۱۱ / ۲۹ تاریخ د (سویس) د هېواد د مسیحي ښي اړخي ګوند په غوښتنه د دغه هېواد حکومت په ټول (سویس) کې یوه ټولپوښتنه (ریفرنډم) اجراکړ، چې په نتیجه کې یې د دغه هېواد اکثریت خلکو پر مساجدو د (منارونو) پر جوړولو د بندیز ملاتړ وکړ. د (سویس) خلکو (منارې) د (سويس) د اسلامي کولو هڅه او د مسلمانانو د قدرت نښې وبللې.

په (سویس) کې د ټولپوښتنې په تعقیب یوه ورځ وروسته د (هالنډ) د هېواد د مسیحي ښي لاسي د آزادۍ د ګوند له لوري په دغه هېواد کې هم پر (منارو) د بندیز غوښتنه وشوه.

دغه اقدامات ټول د دې څرګندونه کوي چې د غرب په رګونو کې همدا اوس هم د (صلیبیت) وینه چلېږي، او د دې زغم نه لري چې په خپلو هېوادونو کې د اسلام نښي وویني. غرب هلته له میشتو په لکونو مسخه شوو مسلمانانو وېره نه لري، ځکه چې هغوئ یې  هسې هم په خپل رنګ کې رنګ کړي دي، خو د مساجدو له څو (منارونو) چې د اسلام د عظمت او لوړوالي نښې دي سخته وېره لري.

صلیبي غرب که له یوې خوا له اسلامي شعایرو او نښو وېره لري او مخنیوی یې کوي نو له بلې خوا بیا هڅه کوي چې د(صلیب) او (صلیبیت) نښې په ټوله دنیا کې خپرې کړي. د (صلیب) نښې ته د معاصرې اروپا لوی درناوی له دې هم معلومیږي چې د ډېرو اروپایي هېوادونو پر ملي بیرغ د (صلیب) نښه په بېلابېلو شکلونو لګېدلې ده.

په عراق او افغانستان کې غربي فوځیانو په خپلو مراکزو او کمپونو د (صلیب) نښې پورته کړې،او د عراق د(فلوجه) دښار د تسخیرولو لپاره چې کوم امریکایي ټانګونه ورروان ول د ډېرو ټانګونو په میلونو پورې یې غټ غټ صلیبونه ځوړند وو.

د دې لپاره چې په اسلامي نړۍ کې هم صلیبیانو د(صلیب) نښه په پراخه پیمانه خپره کړې وي صلیبي جهتونه او صلیبي کمپنۍ د اسلامي نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ټوکرانود اوبدلو فابریکو ته درانه رشوتونه ورکوي چې دصلیب نښه ()مختلفو شکلونو کې په ټوکرانو،بنیانونواو جاکټونوکې په بېلابېل ډول ډیزاین کړي ترڅو هر مسلمان د (صلیب) له نښو ډکې جامې واغوندې.

د پام وړ بله خبره دا ده چې د (صلیب) نښې اکثره په هغو ټوکرانو او رنګونو کې ډیزاینوي چې ځوانان یې ډېر خوښوي،او دا کار د دې لپاره کېږي چې د ځوانانو او تنکیو زلمیانو په منځ کې د (صلیب) نښې په پراخه پیمانه خپرې شي او له لیدلو سره یې د هغوئ په زړونو کې هېڅ حساسیت پاتې نه شي.

په اروپا کې د مساجدو له (منارو) سره په لویه پیمانه د اروپایانو مخالفت او د هغونه زغمل په اسلامي نړۍ کې د (مسلمان ډوله) سیکولرو مرتدانو پر مخ یوه بله څپېړه ده. هغه سیکولر چې په ډېرې سپین سترګۍ مسلمانان داروپایانو پیروۍ اوله هغوئ سره د ژوند لپاره دیو ډول معیارونو خپلولو ته وربولې. او دا په داسې حال کې چې اروپایان په ټوله اروپا کې د اسلامي شعایرو د لیدلو زغم نه لري خو د هغوئ (سیکولر) ملګري په اسلامي نړۍ کې مسلمانان د اروپایانو د ژوندبڼې او فلسفې خپلولو ته تشويقوي او هغه ورته د تمدن په حيث معرفي کوي.

امريکايانو هم  په افغانستان کې د خپلو  جنګي جناياتو تر څنک  قرآن کريم،  کليمې طيبې او نورو اسلامي مقدساتو د سپکاوي چنايات هم ترسره کړل. دوئ په ۱۳۹۰هش کال د حوت په مياشت کې قرآن کريم او نور ديني کتابونه وسوځول او بيا یې د کثافاتو  په ځای کې واچول. کله چې افغانانو  د دوئ او د دوئ د غلام حکومت په خلاف سرتاسري مظاهرې  او پر مراکزو یې حملې وکړې نو امريکايان له راپورته شوو مظاهرو او پاڅون دومره په وېره كې شول چې په افغانستان كې د هغوئ د پوځ مشر (جان الن) د امريكا د دفاع وزارت، سپينې ماڼۍاو په خپله د امريکا جمهور رئيس (اوباما) دغه جنايت غير قصدي وباله، او له افغانانو يې يوازي د څو ټكو په ويلو بښنه وغوښته. خو وروسته چې په امريكا كې دكانګرس د غړو او نورو صليبي حلقو تر فشار او ملامتۍ لاندې راغى نو د همدې ۱۳۹۰هش کال د حوت په نهمه يې وويل چې:(ما له افغانانو د هغوئ د غوسې د سړولو او د امريكايې عسكرو د ژوند د ژغورلو په خاطر بښنه غوښتې ده). يعنې هغه لدې امله بښنه نه وه غوښتې چې پوځيانو يې كوم بد كار تر سره كړى دى.

په هغه وخت کې د امريكا د جمهوري رياست لپاره كانديد(ريك سنټورم) وويل چې اوباما بايد له افغانانو بښنه نه واى غوښتې، بلكي افغانانو بايد له امريكا بښنه غوښتې واي چې امريكايې پوځيان او افسران يې وژلي دي.

د دې تر څنګ د امريكا د كانګرس ځينې غړو وويل چې دا كار د بښنې په غوښتلو نه ارزېده، ځكه چې بښنه په هغه وخت كې غوښتل كېږي چې چا كوم بد كار تر سره كړي وي.

دكرزي د ادارې محلي چارواكو په شروع كې هڅه كړې وه چې موضوع پټه كړي، ځكه خو يې د هغو كاريګرو خبرې هم نه وې اورېدلې چې د قرآنکريم سوځيدلې نسخې يې د امريكايانو له كثافات دانيو څخه ورته وروړې وې.

كرزي دامريكايانو جنايت غير قصدي او د يو څو تنو جاهلانو كار وباله او بس، خو د حكومت عكس العمل يې د پاڅون كوونكو په وړاندې دا وو چې تر شپېتو زيات مظاهره کوونکي يې ووژل، تر دوو سوو زيات يې زخميان كړل، او نامعلوم شميرخلك يې زندانونو ته ورواچول، چې تر تعذيب لاندې  يې شپې ورځې تېرې کړې.

تر ټولو بد لا دا وو چې په همدې ورځو کې د كرزى د اداري د پوځ لوى درستيز جنرال (شيرمحمد كريمي) د ننګرهار په خوږياڼيو كې له (جان الن) سره د امريكايې پوځيانو اډې ته ورغى او هغوئ ته وويل چې ستاسي قربانې به بېځايه نه ځي.

همدارنګه ټولو هغو ادارو، د بشري حقوقو په نامه ټولنو، د ژورنالستانو اتحاديو، د ښځو د حقوقو ټولنو، د لوبو او ځوانانو په نومونو ټولنو، ادبي او فرهنګي ټولنو، محلي نادولتي رسنيو او راډيوګانو او د غرب هغو كرايې ډنډورچيانو چې د سياسي او ټولنيزو چارو د كارپوهانوپه نامه په رسنيو كې د دښمن په ګټه تبيلغات كوي او پېښې داسې توجيه كوي چې د خپل ولس خلك ملامت او غربيان تبرئه كړي د غو ټولو امريکا پلوو جهتونو د دې پاڅون په اړه منفي موقف وښود، او هغه يې د پرديو د لمسون په نتيجه کې  رامنځته شوی وباله، او د پاڅون كوونكو د حوصلو د ماتولو او د هغوئ د غضب د سړولو هڅه يې وكړه. او په دغه ډول دريځ يې ثابته كړه چې د دوئ ټول تشكيلات ديرغلګرو له لوري رامنځته شوي، د همهغوئ له لوري تمويلېږي، او د همهغوئ لپاره كار كوي. د دوئ نه د افغانستان له آزادۍ سره كار شته، او نه هم په سخته ورځ د خپل ملت تر څنګ درېږي.

دغه ټولنې به تر هغه دلته د دښمن اجنډا ته كار كوي چې تر څو يې د دښمن طيارې پر سر سيوري كوي. او كله يې چې دغه سيوري له سره لرې كېږي دوئ به هم يا بڼه بدلوي، او يا به غرب او ګاونډيو هېوادونو ته تښتي.

د هماغه پاڅون په اړه د هغو منحرفو تنظيمونو چې يو وخت جهادي تنظيمونه بلل كېدل، او هم د هغو اشخاصو دريځونه چې په ټولنه كې يې په درواغو ځانونه د پير، حضرت، قاضي، جهادي رهبر، حجة الاسلام او حجة الله په نومونو مطرح كړي او د روحانيت د پاللو په نامه هم له خلكو او هم له راغلو يرغلګرو خپل (قلنګ) اخلي دريځ هم منفي وو. دوئ ټولوخاموشي اخيتار كړي وه، او ځينې خو يې لا پدې هڅو كې ول چې څنګه دغه پاڅون سوړ كړي تر څو د يرغلګرو په شتون كې د دوئ دربارونه، شخصي پوهنتونونه، تنظيمي تلويزونونه او تنظيمونه د پاڅون له څپو خوندي پاتې شي.

څه بايد وکړو؟

اوس خبره داده چې ریښتني مسلمانان باید د صلیبي غرب او په اسلامي نړۍ کې د غرب پلوو سیکولرو حکامو په مقابل کې څه ډول دریځ غوره کړي؟  آیا نور هم دهغوئ په مقابل کې چوپه خوله پاتې شي، او آرام کښیني؟ او که د صلیبي غرب له حاکمیت، سیاسی، فکري، اقتصادي او پوځي تأثیراتو څخه د خلاصون لپاره په ټوله اسلامي نړۍ کې د صلیبیانو او د هغوئ د ملګرو په خلاف دیوه انقلابي جهادي پاڅون لاره غوره کړي ترڅو اسلامي هېوادونه د هغوئ له ناروا اوظالمانه تسلط څخه خلاص کړي؟

له ۲۰۰۱ م کال څخه را پدیخوا په نړیواله سطحه د پېښو بهیر دا ښيي چې د اسلامي نړۍ او صلیبي غرب لارې په ټولیز ډول یو له بله په جلا کېدو دي. غربیان او په اسلامي نړۍ کې د هغوئ مرتد  او دسيکولر ملګري به یوه لاره نیسي، او مسلمان ولسونه به د انقلابي جهادي قیادتونو تر مشرۍ لاندې یوه بله لاره نيسي.

مسلمان ولسونه نور پدې پوهېدلي دي چې غرب پلوي (سيکولر) حکّام نور نه د دوئ د قيادت حق لري او نه یې هم وړتيا. نور بايد هغوئ په زور د قيادت او حاکميت له منصبه لرې کړای شي،او  پرځاې یې داسې څوک د مسلمانو ولسونو د اداره کولو چارې سمبال کړي چې هم په اسلام پوهېږي، هم اسلام مني، هم ورڅخه دفاع کوي، هم یې د دښمنانو سیاسي، فکري،عقیدوي او عسکري هویت پیژني، او هم په نړیواله سطحه د دې وړتیا لري چې د نړۍ له نورو ولسونو سره د بالمثل معاملې لاره خپله کړي.

مسلمانانو ته په دې لړ کې په کار ده چې په اسلامي نړۍ کې د (صلیب) او (صلیبیت) په خلاف هماغه ډول متقابل دريځ غوره کړي کوم چې صلیبي غرب د اسلام په مقابل کې غوره کړی دی.

پداسي حال کې چې هېوادونه، پوځي توانائۍ، فرهنګ، مقدسات، وګړي او هر څه مو تر بريد لاندې دي

دسليم عقل، ازاد فطرت او اسلامي حميت تقاضا خو دا ده چي بايد نه له يرغلګرو سره ودرېږو، او نه غلي پاتې شو، بلکې د خپل ايماني مسؤوليت پر بنا په مېړانه د هر ډول پوځي او فکري يرغل مقابله وکړو.

خو دا چې دامقابله څنګه وکړو؟ دا کار منظمې ستراتېژۍ او د حالاتو له تقاضاسره سمو تدبيرونو ته اړتيا لري. او که داسې ونشي نو بيا به مو ډېرڅه د بې نظميواو بې هدفيو په سيند لاهو شي.

مونږ بايد د غرب د کليسا او د هغه د الحادي افکارو ځواب له مسجده، او د پوځي یرغلونو ځواب له سنګره ووايو، او د خطرناکو پلانونو د مخنيوي لپاره يې ستراتېژيک تفکير ولرو. زمونږ  مسجد، سنګر، اداره او ستراتېژيک تفکير بايد په هر لحاظ دومره غښتلي کړو چې د غرب د مجهزې کليسا، سيستماتيکې جګړې او د غربيانو د هر اړخيزو ستراتېژيکو  پلانونو مقابله ورباندې وکولی شو.

ترڅوچي زموږ په سنګرونو کي په اسلامي عقيده او پوځي وسایلو سمبال ځوانان ناست وي نو د غرب په آيسکريم اوشرابو لوی شوي يرغلګر پوځيان دلته وخت نشي تېرولی. خو که په کوم ځای کې موږ د ايماني کمزورۍ ښکار کېږو هلته به دښمن خپل پلانونه عملي کوي.

موږ بايد د غرب د فرهنګ مقابله د اسلامي ارزښتونو په خپرولو او د اسلامي ژونددود په خپلولو وکړو، ځکه چې د غرب الحاد ځپلی فرهنګ له لنډغرتوب پرته زموږ لپاره نور څه نه لري.

غربيان بايد خپل يرغلونه ودروي او مسلمانانو ته د درناوي پر بنسټ دې د دليل او منطق له لارې مذاکرې او مناقشې ته کښيني.

خو داچې غرب له يوي خوا زموږ هېوادونه لاندې کړي وي، او له بلې خوا موږ ته د ازاد ژوند په حق قائل نه وي او په اسلامي هېوادونو کې هر څه د خپل مزاج او خپلې خوښې مطابق تر سره کول غواړي، ځان حاکم اوموږ د محکوم په صفت پېژني، نو پداسې حالاتو کې اصلاً مذاکره او مفاهمه هېڅ معنا نه لري.

په دغه ډول حالاتو کې مسلمانان مجبوره دي چې په بالمثل عمل لاس پورې کړي. ځکه چې لدې پرته بله هېڅ لاره او وسيله ورپاتې نه ده.

اروپايانو چې د اسلام او مسلمانانو په خلاف کوم له دښمنۍ او سپکاوي ډک عزایم ښکاره کړي دي د هغو د ځواب لپاره په اوسنيو شرايطو کې تر ټولو غوره او هر اړخيزه لار د هغوئ د مصالحو په خلاف هراړخیزه جګړه او له هغوئ سره مقاطعه ده.

يوازې اقتصادي مقاطعه نه، بلکې هر ډول مقاطعه. مونږ بايد د جنايتکار غرب له زینتي توليداتو، بې لارې فرهنګ، نظامونو، مؤسسو او هر هغه څه سره مقاطعه وکړو چې شدید ضرورت ورته نه لرو.

کېدای شي د دغې مقاطعې تأثير په يوې يا دوو ورځو کې څرګند نشي، خو په اوږده موده کې به د غرب د اقتصاد او تمدن لپاره د هغه زخم په څېر وي چې په کراره کراره وينه تري ځي او بالآخره یې زخمي د ژوند کولو وړتيا له لاسه ورکړي. او که داسې نه شي نو بیا به صلیبي غرب په هر ځاې کې د اسلام شعائر تر پښو لاندې کوي، خو مونږ به یې په مقابل کې هغوئ ته خپلې غېږې خلاصې کړې وي، او هغوئ به راباندې خپل افکار، نظریات او نظامونه تحمیلوي

نن د مسلمانانو او غرب تر منځ د حق او باطل جګړه روانه ده، او تاريخ  د تل لپاره ثابته کړې چې بری تل دحق په برخه وي، که څه هم چې باطل به په پيل کې زورور ښکاري.

لکه څنګه د روسانو الحادي فکر او تمدن د مسلمانانو د برحق معنويت په وړاندې ماتې وخوړه همدا ډول به انشاء الله هرو مرو د مکار، مغرور او متکبر غرب سرنوشت هم وي،که څه هم چې یو څو ورځې به زموږ څوخرڅ شوي او کرایي لیکوالان، پوچ مغزي او له اسلامي ارزښتونو پردي شوي تاريک ضميره (روښانفکران!!!؟) اوطوطي ډوله شاعران پر مسلمانو ولسونو د غرب د لوېدلو ارزښتونو او بې لارې فرهنګ د ورتپلو په بدل کې یو څو ډالر واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د