fbpx

راشد خان د ۲۰۱۸ کال یو ورځنیو سیالیو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لوبډلې سوکه توپ اچونکی راشد خان د ۲۰۱۸م کال په یو ورځنیو سیالیو کې لومړی لوبغاړی شو چې زیاتې ویکټې یې ترلاسه کړې.

په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ لومړی مقام لرونکی ګوګلي ماسټر د روان ۲۰۱۸م کال په زیاتو ویکټو اخیستلو کې د انګلستان لوبډلې سوکه توپ اچونکی عادل رشید وروسته پریښود او خپله وړاندې شو.

۱۹ کلن راشد خان په «۱۵» کمو سیالیو کې تر دې دمه په ۱۳.۷ کم اوسط او ۴.۰۳ اکانومي ریټ «۳۷» ویکټې ترلاسه کړي او لا هم د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې توپ اچونې ته دوام ورکوي، چې تر دې دمه یې دوه ویکټې اخیستې دي.

په ۲۰۱۸م کال کې د زیاتو ویکټو اخیستونکو په لیست کې د افغانستان مجیب الرحمن له عادل رشید وروسته په درېیم نمبر دی چې تر دې دمه یې په ۱۵ سیالیو کې ۳۰ ویکټې ترلاسه کړې دي.

ګوګلي ماسټر دا مهال په یو ورځنیو سیالیو کې له هندي جاسپریټ بومرا وروسته دویم مقام لري، خو په یادو سیالیو کې د نوموړي ښه ځلېدل د بومرا لپاره ستونزې جوړولای شي، بومرا دا مهال د ۷۷۵ پواینټونو لرلو سره لومړی او راشد خان د ۷۶۳ پواینټونو سره دویم مقام لري.

راشد خان د افغانستان لپاره د زیاتو ویکټو اخیستلو د محمد نبي ریکارډ هم برابر کړ، چې محمد نبي په ۱۰۱ سیالیو کې ۱۰۷ او راشد خان په ۴۷ سیالیو کې ۱۰۷ لوبغاړي له میدانه بهر کړي دي.

د افغانستان لوبډلې لپاره له محمد نبي او راشد خان وروسته دولت ځدراڼ دی چې په ۷۲ سیالیو کې یې ۹۸ او ورپسې حامد حسن دی چې په ۳۲ سیالیو کې يې ۵۶ ویکټې ترلاسه کړې دي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان د ایرلینډ پر وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې د پام وړ توپ اچونه ترسره کړه او یوازې په دوه سیالیو کې یې ۷ ویکټې واخیستې چې د ۲۰۱۸م کال زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو، نوموړي د انډري ټای ریکارډ برابر کړ او ۲۲ ویکټې يې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د