پسته او که د روغتیايي ګټو خزانه؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ وږی، ۱۳۹۷ل): ﭘﺴﺘﻪ ﺩ ﻧﺒﺎﺗﻲ ﭘﺮﻭټين ﺗﺮ ټوﻟﻮ ښه ﺳﺮﭼﻴﻨﻪ ګڼل ﮐﻴږي، ﺩ ﻧﻮﺭﻭ ﻭچو مېوو ﭘﻪ ﮐﺘﺎﺭ ﮐﯥ ﺩ ﮐﻤﯥ ﺍﻧﺮﮊۍ ﭘﻪ ﻟﺮﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺑﺪن کولسټرﻭﻝ ﺩ ښه ﮐﻮﻟﻮ ﭘﻪ ګټه ﺗﻤﺎﻣﻴږﻱ، د سترګو دید څخه تر هاضمې ښه کولو لپاره ګټوره میوه ده.

اوس که څه هم د ګرمۍ موسم دی او د وچو میوو استعمال کم دی، خو د یخنۍ موسم په راتلو سره د یادې میوې خوړل زیاتیږي، ددې لپاره یې باید له وړاندې روغتیایي ګټې وپيژنو. چې په لاندې ډول دي:

د تغذیې ښه سرچینه ده

د يوستکي نه پرته په یوه پياله اندازه پسته کې ۱۵۹ کم کالوریز،  ۵.۷۲ ګرامه پروټین، ۳ ګرامه فایبر، ۷.۷۰ ګرامه کاربوهایډریټس، ۳۴ ملي ګرامه میګنیشم، ۲۹۱ ملي ګرامه پوټاشیم او همدا ډول ویټامن بي ۶ هم لوړه کچه لري، له دې موادو څخه ویټامن بي۶ په میټابولیزم او ذهني پراخوالي کې خورا ګټور دی.

وزن کموي

ویل کیږي په ۵۰ دانو پستو کې یوازې ۱۵۹ کالوریز موندل کیږي، چې بدن له چاغولو ژغوري، د همدې لامله هغه خیال چې پسته انسان چاغوي غلط دی، د څیړنو له مخې ویل شوي چې د پستې په خوړلو سره انسان د مړښت احساس کوي چې په پایله کې کم خوراک کوي او ورسره د چاغوالي مخه نېول کیږي.

د اکسایډ ضد مادو خزانه ده

پسته کې د اکسایډ ضد مادې لوړه سرچینه شتون لري، د اکسایډ ضد ماده د سرطان او زړه ناروغیو مخنیوی کوي او بدن ته انرژي او روغتیا وربخښي.

د سترګو دید ښه کوي

په پسته کې دوه اکسایډ ضد مادې موندل کیږي، یوه یې «لیوټین» او بله یې «ایکسینتن» ده، چې د هغه احتمالي ناروغیو مخه نیسي کومې چې د عمر په زړیدو سره په بدن کې رامنځته کیږي، له دې څخه یې یوه عامه ناروغي د سترګو دید کمزورتیا ده، چې د پستې استعمال یې مخه نېولی شي.

د کولمو ساتنه کوي

لکه څنګه چې پسته په لوړه کچه فایبر لري، په همدې ډول دا هاضمي سیستم او کولمې روغې ساتي، سربېره پر دې د قبض په مخنیوي کې هم خورا مهم رول لوبوي، پستې خوړلو سره په معده کې ګټورې باکتریاوې زیاتیږي چې له امله یې د داخلي سیستم بڼه غوره کیږي.

د پروټین اړتیا پوره کوي

د پروټین پوره کولو لپاره غوښه ښه خواړه دي، خو که څوک غوښه نه خوري د پروټین اړتیا پوره کولو لپاره پسته تر ټولو غوره بدیل دی، ځکه چې د یوې پستې ۲۱ سلنه وزن پروټین نه ډک وي.

د شکر ناروغۍ مخه نیسي

پوهان وایي چې په منظم ډول پسته خوړل د شکر ناروغۍ کچه کمولو کې مرسته کوي، د یوې تجربې له مخې پوهانو د شکر ناروغ ته پسته ورکړل شوه، وروسته څرګنده شوه چې د ناروغ د شکر کچه یې نه ده لوړه کړې، په پای کې پوهانو زیاته کړه چې په منظم ډول پسته خوړل د شکر کچه یو څه اندازه ټيټوي.

د سرطان مخنیوي کوي

په ۲۰۱۷م کال کې د یوه ترسره شوې څیړنې څخه معلومه شوه چې پسته د کولمو سرطان په مخنیوي کې خورا ګټور خواړه دي. سربېره پر دې ویل کیږي چې پسته د کولسترول کچه ټیټه او د وینې لوړ فشار مناسب ساتلو او همدا ډول د زړه ناروغیو ګواښ هم کموي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د