fbpx

افغانستان د توپ اچونکو پر مټ ایرلینډ ته سیریز کې په دوه یو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درې پنځوس اوریزو سیالیو سیریز کې افغانستان ایرلینډ ته د توپ اچونکو پر مټ په دوه-یو ماتې ورکړه او سیریز یې په خپل نوم کړ.

که څه هم پایلوبه کې د افغانستان لخوا په دواړو خواوو کې لوبه د پام وړ او په زړه پورې وه خو په ټول سیریز کې د توپ اچونکو کارکردګۍ یې ایرلینډ له ماتو سره مخ کړ.

په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ایرلینډ لوبډلې د ۲۹ منډو په توپير ماتې ورکړې وه، خو په دویمه سیالۍ کې ایرلینډ خپل غچ واخیست او افغانستان ته یې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه چې ورسره یاد سیریز هم ۱-۱ مساوي شو.

په پایلوبه کې د افغانستان لخوا ټول توپ اچونکي په ځانګړي ډول نړیوال تکړه لوبغاړي راشد خان په زړه پورې توپ اچونه وکړه چې ایرلینډ لوبډله یې یوازې تر ۱۲۴ منډو محدوده کړله.

راشد خان د ۱۸ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې، هغه په خپله دویمه ویکټه ترلاسه کولو سره د ۲۰۱۸م کال زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی هم شو، نوموړي تېره ورځ په شل اوریزو سیالیو کې د ۲۰۱۸م کال زیاتو ویکټو اخیستونکی ریکارډ هم مساوي کړ. نوموړی په یادو سیالیو کې د اتو ویکټو په ترلاسه کولو د سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو.

همدا ډول افتاب عالم د پام وړ توپ اچونه وکړه، نوموړي په دغه سیالۍ کې ۲ مهمې ویکټې واخیستې، ورپسې ګلبدین نائب هم ښه وځلید او دوه ویکټې یې واخیستې، محمد نبي ۲ او په حیرانونکي ډول اصغر افغان هم یوه ویکټه واخیسته، په داسې حال کې چې مجیب په ۷ اورونو کې ‍۱۶ منډې ورکړې خو په ویکټه اخیستلو بریالی نشو.

په توپوهنه کې محمد شهزاد د تیرې لوبې په څېر یو ځل بیا په یوه منډه وسوځېد، خو ورپسې رحمت شاه د احسان جنت سره ښه ملګرتیا وکړه او ۳۳ منډې یې جوړې کړې، احسان جنت د تېرو لوبو نه بلکل مختلف ولوبېد، په خپله نیمه سلیزه کې یې په زړه پورې شاټونه ووهل چې د سیالۍ مبصرینو لخوا هم وستایل شو.

نوموړي ۵۷ منډې جوړې کړې او ونه سوځېد، ترڅنګ یې حشمت الله شهیدي هم ښه لوبه وکړه او ۳۴ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې، د دواړو لخوا د ۷۴ منډو په زړه پورې ملګرتیا وشوه چې په پای کې يې ایرلینډ لوبډلې ته د ۸ ویکټو او ۱۵۷ توپونو په توپير ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډلې ایرلینډ لوبډلې ته په شل اوریزو سیالیو کې په دوه صفر ماتې ورکړې وه، چې اوس یې یو ورځنۍ سیالیو سیریز هم خپل کړ، دا بریاوې به د افغانستان لوبډلې لپاره په اسیا جام کې مثبت رول ولوبوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

نن ټکی کرکيټ او سپورټ ؟! په دغه نامه ځکه بايد وبلل سي ، چي د کرکيټ او ورزش په باب مکمل خبرونه او راپورونه پرله پسې نقطه په نقطه او چسپ ـ چسپ خپروي او نورو مطالبو ته تر ښه اوږده خوب وروسته د خپرېدو نوبت ورکوي. ښه مثال يې د مطمئن صاب دغه ليکنه: « د جګړې پای او سولې ته رسیدو لپاره سترګې چاته اوړي؟!!» او زما دغه ليکنه ده:« د شام واكمن د رسول الله  د مبارك جسد د غلاکولو دسيسه شنډه کړه » او تر دغه سرليک لاندي زما شعر دی: «رسول الله علیه… نور لوستل »