fbpx

د فاریاب والي: نور حقایق نه شم پټولای، سرتیري مو ورځ تر بلي کمیږي

نن ټکی اسیا (شنبه،۱۰وږی ۱۳۹۷ل):  نقیب الله فایق چې د فاریاب نوی والي ټاکل شوی، شکایت کوي چې په ولایت کې یې دولتي ځواکونه، په نیشت حساب او خیالي دي.

نوموړي یوې غونډې ته د وينا پرمهال وویل، په فاریاب ولایت کې ترنیمایي زیات سرتیري خیالي شتون لري، چې یواځې نومونه یې په لیست کې شته خو افراد شتون نه لري.

فایق وویل، “ځواکونه مو تر اټکل زیات کم دي، کله مو چې پوسته تر برید لاندې ونیول شي، سملاسي سقوط کوي او مرستندویه ځواکونه یې د ژغورلو لپاره نه لرو.“

نوموړي زیاته کړه؛ چې نور زه حقایق نه شم پټولای، د 200 نفري قطعې یواځې 80 تنه پاتې دي، نور یا وژل شوي یا یې وظیفې پري ایښې، او تښتیدلي دي، د ده په وینا د جلب او جذب هڅې مو فلج دي، او نه اوس څوک زړه ښه کوي چې خپل اولادونه د امنیتي ځواکونو لیکو ته واستوي.

بل خوا د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب بیا وویل؛ د فاریاب ولایت د پولیسو په تشکیلاتو کې له 3500 نیولې بیا تر 4000 پورې پولیس ثبت دي، مګر فعلاً یې شمېر تر 1500 هم کم دی، پاتې نور یې ټول خیالي او تش په نامه په لیستونو کې پاتې دي.

د فاریاب د لوړپوړو چارواکو دا څرګندوني په داسي حال کې مخي ته راځي چې همدا اوس اوس د میمنې ښار د محاصرې حالت خپل کړی، امنیتي ځواکونو د ولسوالیو له ستراتیژیکو سیمو پوستې ورټولې او د ښار په ساتلو یې تمرکز زیات کړی.
دغه راز د فاریاب ولایت ۹۰ سلنه برخه طالبانو تر خپل کنترول لاندې راوستلې.

د فاریاب والي داسې مهال له مرکزي حکومت نه ګیلې کوي، چې د کورنیو چارو وزارت په وار وار ویلي چې د خیالي سرتیرو شتون یې صفر ته نږدې کړی، او د اړتیا په مهال یې ټولو ځواکونو ته مرستې رسولې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د