fbpx

هغه سرتیری چې دفاع وزارت یې مړی خپلوانو ته سپارلی؛ ژوندی کور ته راغی

نن ټکی اسیا (شنبه،۱۰وږی ۱۳۹۷ل): د رحیم الله په نوم د ملي اردو یو سرتیری چې د ملي اردو د افسرانو لخوا یې د بدن ټوټي د نوموړي کورنۍ ته په دې نامه سپارل شوي وي؛ چې ګویا هغه په هلمند کې وژل شوی؛ او کورنۍ یې هم هغه خاورو ته سپارلی؛ دوه کاله پس ژوندی کور ته راغی.

طلوع نیوز سره د خبرو پرمهال د رحیم الله پلار او خپل خپلوان یې وایي چې دوه کاله وړاندې دولت ورته د یو جسد ټوټې ور وړې او ورته ویلي وو چې دا د رحیم الله د بدن ټوټي دي چې په هلمند کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.

خپلوان یې وایی چې دوی هم ومنله او هغه مړی چې د ټوټو په بڼه ورته سپارل شوی و؛ په هدیره کې ښخ کړ او بیا ورپسي خیراتونه او دوعاوي کولي، خو نن دوه کاله پس یو ناڅاپه رحیم الله خپل کور ته ژوندی راغی.

رحیم الله چې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په داسي حال کې چې د خپل قبر په خوا کې ناست دی، وایی چې دوه کاله وړاندې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې طالبانو ژوندی نیولی وو، تراوسه له هغوی سره بندي وو، د ده په وینا د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د طالبانو د مشر د فرمان په آساس را خوشې شوم.

رحیم الله زیاتوي، نه پوهیږي چې د ملي اردو قومندانانو د ده کورنۍ ته د چا د جسد ټوټې ورکړي، په وینا یې امید دی چې د ده قریبان هم پیدا شي.

باید وویل شي چې د دولتي ځواکونو په لیکو کې تل دا شکایتونه موجود دي چې ګویا چارواکي یې د خپلو سرتیرو په اړه بې غوري کوي، د مرګ، ژوند، بندي کیدلو، ورک کیدلو او لوږي او تندي یې هیڅ باک نه کوي.

دوې هفتې وړاندي د ارزګان په چنارتو کې د سلګونو سرتیرو جسدونه تقریباً 5 ورځي وروسته له هغه وموندل شول چې تر دې وړاندي د دفاع وزارت رسمي ویاند رادمنش ادعا کوله چې د دوی هیڅ سرتیری په چنارتو کې نه دی وژل شوی. فقط 6 سرتیری یې سرسري زخمیان دي.

د کارپوهانو له نظره د ننګرهار د روداتو د رحیم الله نومي سرتیري د مرګ او ژوند هیښوونکي پیښه د چارواکو د بې غورۍ په اړه یو ښه ثبوت ګڼل کیدای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د